کلتور او هنر

د سلمان دبنګ۳ فلم ته چمتوالی پیل شوی

د بالیوډ مشهور فلم ستوری چې په دبنګ خان سره هم پېژندل کیږي، سلمان خان د خپل مشهور فلم دبنګ د دریمې برخې جوړولو لپاره په تیاریو بوخت دی.

هندوستانۍ رسنۍ وایي، چې فلم لوبغاړي ارباز خان منلې او روښانه کړې یې ده چې (دبنګ۳) فلم سکرپټ یې مکمل کړی.

په خبره چې د فلم شوټینګ یا صحنو ډکولو چارې د مینوالو د غوښتنو سره سم د روان کال د اپریل په میاشت کې پيل کړي او د فلم د شوټینګ لپاره یې لا موقیعتونه نه دي معلوم کړي خو په خبره یې ډېر ژر به دغه چارې هم بشپړې کړي.

ارباز خان په دبنګ۳ فلم کې د رول لوبوونکو په تړاؤ ویلي چې د تېر په څېر به د چیلبیل پاندي رول یا د فلم مرکزي رول سلمان خان ولوبوي.

د فلم د کیسې په تړاؤ په ټولنیزه مېډيا داسې اوازې خپرې شوي چې دغه فلم به د یوه بل پخواني فلم ریمیک یا بیا جوړونه او زیاتوونه وي، خو ځینې نور بیا وايي دا فلم به د حقیقي ژوند څخه په اغیز سره جوړ شي.

خو ارباز خان وایي چې د دې ټولو اټکلونو سره بیا هم د کیسې په تړاؤ خبرې نه کوي او پرېږدي چې دا یو راز پاتې شي.

د یادولو ده چې په ۲۰۱۰ کال کې ریلیز شوی دبنګ او په ۲۰۱۲ کال کې بل خپور شوي فلم(دبنګ ټو) کې د سلمان خان په مقابل کې ښکلي فلم لوبغاړې سوناکشي سنها مرکزې رول لوبولی، خو ویل کیږي چې د دغه فلم په راتلونکې برخه کې به د سوناکشي تر څنګ یو بله فلم لوبغاړې هم ولوبیږي خو نوم یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د یادولو ده چې په فلم دبنګ کې د کوالي سندرو مشهور سندرغاړي فتح علي خان سندره هم شته چې دغې یو سندرې (تیرا مست مست دونین) له امله تر اوسه هم دبنګ فلم د خلکو له یاده نه دی وتلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی