کلتور او هنر

سوناکشي سنها دبنګ۳ ته چمتو او خوشحاله ده

د هندوستانۍ سېنما ښکلي او ځوانې فلمي ستورې سوناکشي سنها د سلمان خان په مشهور فلم دبنګ۳ کې د کار کولو لپاره خوشحالي او تیاري دواړه ښودلي.

نوموړې ویلي چې ورته د ویاړ او خوشحالۍ خبره ده چې یو ځل بیا د دبنګ فلم برخه ده او کار په کې کوي.

سوناکشي سنها په ۲۰۱۰ کال کې په هندۍ سېنما کې خپل فلمي سفر پیل کړ او دغه سفر یې له پیله یو کامیاب سفر وه.

د دغه ښکلې اداکارې د فلمي ژوند پیل هم د همدغه فلم څخه شوی خو ترې وروسته یې په بالیوډ کې د ځان لپاره ځانګړی ځای پیدا کړی.

دغه ممثلې په خپل فلمي کرئیر کې د دبنګ، دبنګ ۲ څخه غیر په نورو کامیابو فلمونو کې د مشهور فلمي ستورو سره کار کړی.

تازه هندوستانۍ رسنۍ وایي چې دغه ستورې سوناکشي سنها د خپل مشهور فلم (دبنګ) کې د یوې خطرناکې انټرۍ لپاره چمتوالی پيل کړی.

د رپوټونو له مخې: سوناکشي سنها ویلي چې ډېره زیاته خوشحاله ده چې لامل یې بیا هم په دبنګ۳ فلم کې د دې کار کول دی.

تر یوې اوږدې مودې وروسته د فلم دبنګ او دبنګ۲ د کامیابۍ وروسته وروسته بلاخره د دغه فلم د دریېمې برخې د شوټينګ پیل هم کیږي.

دغې ښکلې ممثلې لا پسې زیاته کړې یې ده چې په حقیقت کې یې د خوښۍ لامل دادی چې څنګه یې له دغه فلم څخه د فلمي سفر پيل کړی همداسې یې د دغه فلم لپاره په زړه کې ځانګړی ځای شته او په دې فلم کې کار کولو او دغې ډلې غړي کېدل ورته د ویاړ خبره ده.

څو ورځې وړاندې د فلم پروډیوسر او لوبغاړي ارباز خان ویلي وه چې د دغه فلم په راتلوونکې برخه کې به بیاهم د چلبل پانډې رول سلمان خان ولوبوي.

د یادولو ده چې په ۲۰۱۰ کال کې ریلیز شوی دبنګ او په ۲۰۱۲ کې خپور شوی دبنګ۲ کې د سلمان خان مقابل کې سوناکشي سنها مرکزي رول لوبولی او د فلم کې د شاملي راحت فتح علي خان سندرې (تیری مست مست دونین) له امله تر اوسه دغه فلم د مینوالو په زړونو کې ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی