ادبیات کلتور او هنر

د حمزه جونګړه – مصطفی سالک – راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

اعلان

حمزه بابا په خپله شاعرۍ کې د بیلو ښکلاوو له مخونو پردې پورته کړې دي، د ښکلا ډیر کم اړخونه به وي چې جلوې یې د هغه په شاعرۍ کې سترګکونه ونه وهي. په دې لړ کې نن د بابا په مشهور نظم (جونګړه) خبرې کوو او هڅه به مو دا وي چې له طبیعت سره د شاعر تړاو جوت کړو.

راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې :

ځنګل د انسان لومړی کور بلل کیږي، دا هغه ځای دی چې انساني فکر په کې خاپوړې کړي، ودریدلی او د پرختګ په لوري یې ګام اخستی دی. ټول طبیعت او په ځانګړي ډول ځنګل د انسان په بدني، تخیلي او فکري ارتقا کې ونډه لرلې ده، د ځنګله ونو که انسان ته پخه میوه غورزولې ځلیدونکو چینو یې خوږې او سړې اوبه ورکړې دي، په لوړو ژورو کې تګ راتګ ځواکمن کړی، د ځناورو بریدونو د ځان د خوندیتابه او روغتیا په راز خبر کړی دی، پاڼو او پوټکو یې جامې ورکړي او د مرغانو، ابشارونو او څانګو سندرو د شعر موسیقۍ او نورو هنرونو مینه زړه ته ور اچولې.

له دې مخه د غره، ځنګله او طبیعت مینه د انسان په خټه کې ګډه او د هغه د لاشعور برخه ده. همدغه یې لامل دی چې د طبیعت ښکلا د هر قام په هنر او ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري.

جونګړه:

په غرونو کې میشت خلک چې د څاریو څرولو او نورو موخو لپاره له خپلو کورونو لرې ځي هلته له ځانونو لپاره یو مهالیز استوګنځی جوړوي چې جونګړه یې بولي جونګړه د خټو ګټو جګ دیوالونه نه لري بلکې د جوړولو لپاره یې له لرګي، ښاخونه پاڼې، اغزي، ګلونه او نور ورته توکي کارول کیږي، جونګړه کله کله پر خمکه او کله کله لکه د مرغانو ځاله د اونو پر خاښونو جوړیږي، ان دا چې د غرونو په څیر په هوارو میدانونو کې وسیدونکي خلک هم د خپلو کروندو د حاصلاتو د ساتلو په موخه جونګړې جوړوي.

او نن سبا د جونګړې کلیمه دومره رومانې شوې ده چې د ډیرو شتمنیو خاوندان د خپلو مرمرینو ماڼیو پر تندیو د جونګړې نوم لیکي.

دا مقدمه مو د حمزه بابا د ( جونګړې ) نظم لپاره ولیکله. بابا په خپلې یوې تلویزونې مرکې کې ویلي دي چې دا نظم یې په ۱۹۴۰ میلادي کال کې لیکلی دی چې ځوان و نوموړی دا هم مني چې په دې نظم کې ادب د ادب لپاره نظریه پالل شوې ده.

جونګړه د رومانتیږم یوه غوره بیلګه ده خو ورسره یو کلاسیک شهکار هم دی د تخیل انځورګري یې رومانتیکه ده خو پسولونه او صنعتونه یې کلاسیک دي، جونګړه دا خبره ثابتوي چې حمزه د تللو یادګار او د راتلونکو امام دی. د جونګړې نظم بله ځانګړنه داده چې انځورونه یې ولاړ او ساکن نه بلکې خوځنده او متحرک دي. دغه دوه بندونه یې ولولئ او خپله پریکړه وکړئ.

منت لپاره پیغلې پلوشې که د لمر راشي
جولۍ که غوړولې راته ګل په بستر راشي
هر څو که پریشاني په لاس نسیم د سحر راشي
**
ستا سر دې وي زما او زما سر ستا په څنګل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
**
چې جوړ کړو د سپوږمۍ د پلوشو ځنې ټالونه
جوټې چې نرمې نرمې راله راکړي نګهتونه
اغوستې مو د ګل د رنګینۍ وي څادرونه
**
تر هغه وخته زانګو چې وخت ورک شي په زانګل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

په دې بندونو کې د تخیل الوت او انځورګري د رومانتیزم د یوه منډ پالي په توګه شوې ده، خو بدیعي پسول په ځانګړي ډول مراعات النظیر صنعت یې د کلاسیک ادب رنګ لري.

د نظم بحر، وزن قافیې او ترنم ټول زړه راښکونکي دي، خو د ترکیب جوړونې په برخه کې هم له دغه نظمه د پښتو شعر د ښاپیرۍ غاړې ته نوې مرغلرې راغلې دي چې ښايي د ډیرو د ‌ذوق سترګې یې د اب او ځلا سرور وڅکي، د بیلګې په ډول د مشغولا ډیوه، د ماښام لیلا، د شفق د میو جام، پیغلې پلوشې او د ګل د رنګینو څادرونه. هغه ترکیبونه چې په تیرو بندونو کې نه وو د لیکنې په پای کې به یې د بشپړ نظم په لوستلو سره وځیرئ.
یوه خبره خو دا شوه چې جونګړه د رومانویت او کلاسیکیت امتزاج دی، د حمزه بابا دا خبره هم د بحث وړ ده چې ګواکې جونګړه ادب د ژوند لپاره دی، ځکه چې په نظم کې تش تخیل نه دی بلکې فلسفیانه فکر هم لري چې دا بیا ادب د ژوند لپاره کیږي. د بیلګې په توګه:
**
تر هغه ګورو یو بل ته چې ورک شو په یو بل کې
**
که ددې مصرعې مضمون ته وګورو جوتیږي چې حمزه بابا رومان ته له عرفانه پور اخستی، ځکه په یو بل کې ورکیدل که هر څو یوه عاشقانه منظومه جمله ده خو ورسره د شاعر د وحدت الوجود مشهور مضمون هم دی چې په ورته ډول یې په خپلو غزلو کې په کثرت سره بیان کړی دی.
د نظم په نورو بندونو کې هم د فکر رنګ شته د بیلګې په ډول به یو بل بند وځیرو.

جهان مو یو جهان وي د جهان د حس نه لرې
مکان وي یو مکان د لامکان د حسن نه لرې
تل دواړه یو حمزه یو د وجدان د حس نه لرې
ازل ابد چې دواړه شي فنا زمونږ په تل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
**
په دې بند کې هم څو ټکي د پام دي، د جهان له حسه لرې کیدل، د لا مکان له حسه لرې کیدل په پای کې د وجدان له حسه لرې کیدل او داسې ځای ته رسیدل چې د ازل ابد تصور ختم شي لوی عارفانه او فلسفیانه مفاهیم دي. وجدان په عرفان او فلسفه کې یوه داسې پوهنیزه سرچینه ده چې کره او باوري معلومات راکوي او دا معلومات ځکه کره وي چې پرته له عقله بې وسیلې او بې واسطې تر لاسه کیږي.
د مکان تصور هم شته چې له فلسفیانو سره د لامکان د تصور په پژندګلوۍ کې مرسته کوي، حمزه وايي که له دې حسونو لرې لاړشو نو ازل او ابد نه به هم لرې لاړ شو او لویې فنا ته به ورسیږو.

خبره مو له دې ځایه پیل کړې وه چې ادب د ادب لپاره او ادب د ژوند لپاره دا ډیرې سولیدلې نظریې دي او پر اړه یې ډیر بحثونه شوي خو ماته د ارواښاد پوهاند تقویم الحق کاکاخیل خبره د ستونزې حل بریښي، هغه به ویل چې دا توپیرونه بنسټیز وزن نه لري هر ادب د ژوندانه لپاره دی اوګټه ورته رسوي د نوموړي په وینا کوم ادب چې د ادب لپاره ګڼل کیږي هغه هم د انسان ښکلایز ذوق روزي، د جذبې د اظهار لپاره یوه متوازنه بڼه پیدا کوي او دغسې مو د ژوندانه له ډیرو نا اشنا لارو خبروي.

د جونګړې یو شمیر بیتونه مو د بیلګې په توګه وڅیړل او د همدغو خبرو په رڼا کې ټول نظم لولو.
**
جونګړه
**
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
**
راځه چې د وصال جوړه دنیا کړو په دنیا کې
د ګل په خاموشۍ او د بلبلو په نوا کې
پیدا چې د خندا نور افشاني کړو په ژړا کې
تر هغه ګورو یو بل ته چې ورک شو په یو بل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
**
ډیوه د مشغولا شي زمونږ بله چې نماښام شي
نما ښام د لیلی لاس کې د شفق د میو جام شي
بد ځان یې شي له پامه چې د ستورو په موږ پام شي
د مینو پټ پټانې وي د سترګو په ځمبل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
**
منت لپاره پیغلې پلوشې که د لمر راشي
جولۍ که غوړولې راته ګل په بستر راشي
هر څو که پریشاني په لاس نسیم د سحر راشي
**
ستا سر دې وي زما او زما سر ستا په څنګل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
**
چې جوړ کړو د سپوږمۍ د پلوشو ځنې ټالونه
جوټې چې نرمې نرمې راله راکړي نګهتونه
اغوستې مو د ګل د رنګینۍ وي څادرونه
**
تر هغه وخته زانګو چې وخت ورک شي په زانګل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
**
جذبې چې د پریشانه غوندې مینې کړو راجمع
دوه شوي زړونه یو کړو ترې پیدا کړو یو شمع
ساز واخلي پتنګان چې شي راټول د سوز په طمع
احساس چې فرق ونه کړی شي په سوال او سوزیدل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
**
فضا د پسرلي چې ګلورینه خندا کاندي
ستا مسکې مسکې شونډې چې وریښمینه خندا کاندي
زلمی چې د ارمان سحرجبینه خندا کاندي
پیليس درته د شپې نایڼه ستوري په اوربل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
**
راځه چې شو بهر ددغو شپو ورځو له جاله
پرواز په داسې حال وکړو چې ووځو له حاله
یو حال داسې پیدا کړو چې مو حال اوځي له خیاله
بیا خیال یوه ګړۍ کړو د وصال په سلاسل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
**
وتلی اسویلی مو چې وریځ هلته د نور وي
هجران شړلې اوښکې مو چې څاڅکي د سرور وي
بریښنا مو د ښایست د تبسم د زړه په طور وي
احساس چې شي د خود او بې خودۍ په جاروتل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې
**
جهان مو یو جهان وي د جهان د حس نه لرې
مکان وي یو مکان د لامکان د حسن نه لرې
تل دواړه یو حمزه یو د وجدان د حس نه لرې
ازل ابد چې دواړه شي فنا زمونږ په تل کې
راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

**


پای
مصطفی سالک

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل