سیاست

د اتمر په اړه به قضاوت څنګه کوو؟ د ډاکتر مصدق یحیی لیکنه

لیکوال: ډاکتر مصدق یحیی

زه په پوهنتون کې زیات بوخت وم چې یو ملګري سره دهلیز کې مخ او د اتمر صاحب له استعفا يې خبر کړم، دا دا موضوع لکه څنګه چې ګورم تاسو ته هم مهمه ده، د امنیتي مطالعاتو له زاویې ماته هم مهمه وه، بیا مې د ولسمشرغني هغه خبرې واورېدې چې د نوي مشاور ډاکتر حمدالله محب صاحب د معرفۍ په مراسمو کې یې کړې وې. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د ملي امنیت شورا دندو ته اشاره کړې وه. هغه ویلي و:

«موږ له ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره سترې ستراتېژیکې او امنیتي اړیکې لرو. د دې اړیکو مدیریت د ملي امنیت شورا یوه له عمده دندو څخه ده. او همدراز په امنیتي برخه کې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع مدیریت د ملي امنیت د شورا دنده ده. د ملي امنیت شورا یوه تسهیلوونکې اداره ده.»

ولسمشر په لنډو څو جملو کې د ملي امنیت شورا اصلي او اساسي دنده بیان کړې ده او تر دې هاخوا اضافه کارونه د ولسمشر غني له نظره د ملي امنیت شورا د دندو په لایحه کې نه راځي او یا اضافه کاري ده چې کوي یې، په کور دننه هم په مسایلو کې یوه تسهیلوونکې اداره ده.

محترم اتمر صاحب په خپله استعفاء پاڼه کې هم یو شمېر جدي اختلافاتو ته اشاره کړې وه چې پرته له شکه د ولسمشر له هغه خبرو سره جدي اړیکه لري چې هغه یې د ملي امنیت شورا دندې بولي. دوی دواړه نږدې ملګري او همکاران پاتې شوي دي او ترمنځ یې اختلاف نشته، زموږ رسنیو کې د ولسمشر او اتمر صاحب له سلیقې څخه متاثره افراد د دوی ترمنځ د اختلافاتو ژورو ته نه ځي، خو لکه مخې مې چې وویل دا اختلافات ژور دي او تیوریکي مبناء لري؟ اختلاف ولې باید نه وي؟ او څنګه د استعفاء دا ناشونی تصمیم آسانه کړ؟ غواړم دغو ټکو ته تم شم.

د خپل همدي لیک په تسلسل غواړم د ښاغلي غني د خبرو او کړنو او د محترم اتمر صاحب د نقش په باب خپله تبصره وکاږم او هڅه وکړم چې د قضاوت کولو لپاره یو نسبتاْ تیوریک بستر هموار کړم.

له ولسمشر غني به مو د سیمه‌ییزې همګرايۍ مفهوم ډېر ځله اورېدلی وي چې په کور دننه، بهر او په ځانګړي ډول په منځنۍ آسیا کې خپلو اقتصادي برنامو د طرح کولو ترڅنګ به یې یاداوه. دې مفهوم څه مانا درلوده او ولې مهم دی؟

افغانستان د سیمې په څلور لارې د بدلیدو نظریه څنګه رامنځته شوه؟

په ۲۰۱۴ کې د لانجمنو ټاکنو په ترڅ کې د محمد اشرف غني په مشرۍ او ډاکتر عبدالله عبدالله په شاملېدو د ملي یووالي حکومت تشکیل شو. افغانستان چې عملاْ له یو کورني سیاسي جنجال، اقتصادي کشالو، شدیدو امنیتي بحرانونو او د داعش په نوم یوې پیچلې افراطي ډلې له ګواښ سره مخ و، د نوي حکومت لپاره د کار برنامه پیل شوه.

د ډاکتر غني په ذهن کې لوی سیاسي – اقتصادي پروګرام دا و چې افغانستان به د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزې اجماع له لارې د یوې اقتصادي څلور لارې په توګه مطرح کېږي. د جنوبي آسیا په شمول د چین، ایران او په ځانګړي ډول د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره په دې موخه له لسګونې لوړپوړې ناستې او کتنې ترسره شوې. د ټاپي پروژه پرانیستل شوه، کاسا زر پروژه پيل شوه، د چابهار بندر افتتاح شو، د آقینې اندخوی د ریل پټلۍ او د هرات – ترکمنستان د ریل لیکه پرانیستل شوه. ازبکستان په لومړي ځل د اسلام کریموف له مړینې وروسته په کم ساري ډول له افغانستان سره نژدې شو. آذربایجان د آسان خدمت په نوم د یوې لویې دولتي پروژې د ملاتړ ډاډ ورکړ او باکو ومنله چې د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ به کوي او زمینه به برابروي.

هند په یو لوی او مهم اقتصادي ملګري هېواد بدل شو. له ایران سره د چابهار بندر او د ټاپي پروژې له لارې نژدو او دقیقو محاسبو ته رسیده ګي وشوه. له پاکستان سره ټوله لانجه په دې وه چې ولې د طالب وسله والو له ملاتړ څخه لاس نه اخلي.

دا د سیمه‌ییزې همپالنې او همکارۍ هغه اجمالي او خورا مختصره یادونه وه چې افغانستان یې د یوې نظریې په اساس له سره مطرح کاوه. جګړه، تروریزم، مافیا، او د مخدره توکو قاچاق چې د سیمې د هېوادونو لپاره له افغانستان څخه یو بالقوه تهدید ګڼل کېده، په دې وار دا ګومان هم پخېده چې د ګډ کار په موخه هم لاره شته، او هم ژمنیتا.

د سیمه‌ییزې همکارۍ طرحه ولې له خنډ سره مخ کېږي؟

د سیمه‌ییزې همګرايۍ منطق او نظریه په لیبرالیستي او نیولیبرالیستي نظریو کې د طرحې وړ ده. په نیولېبراله نظریه کې نړیوالې سولې ته د رسېدو او د نظم د برقرارۍ لپاره دوه رکنه مهم دي؛ لومړی آزاده سوداګري سوله خپروي او دویم نړیوال سازمانونه د سولې د ساتنې دنده لري. د دې دوو خبرو د تفسیر کچه تر دې بحث زیاته ده نو د لازم تفسیر د پایلې په نتیجه کې موږ د لېبرالې نظریې څلورو محورونو ته رسیږو: ۱) ډیموکراتیکه سوله ۲) انټرنیشنلیزم ۳) سوداګري، اړیکې او دوه اړخیزه وابستګي ۴) نړیوال بنسټونه.

له دې پایلې څخه یو درس دا دی چې ډیموکراسۍ هېڅکله نه جنګیږي. د انټرنیشنلیزم په محور کې دویم درس دا دی چې له دولتونو ماسېوا نړیوال سازمانونه، څوملیتي شرکتونه، انقلابي ډلې … هم شته چې په حاشیه کې باید ونه شمېرل شي. د درېیم محور درس دا دی چې په لېبرالیزم کې د دوه اړخیز تجارت، اړیکو، وابستګۍ، راکړې ورکړې او ورته جریاناتو په نتیجه کې د دولتونو ترمنځ د شخړې منطق چې د یو ګټه د بل په زیان تمامیږي، په ګټه – ګټه بدلیږي، یانې په واقعیت کې ګټه او تاوان متقابل اړخ پیدا کوي. د دې درس له مخې د دولتونو ترمنځ بالقوه شخړې د خشونت له لارې نه، بلکې له قضايي او حقوقي چارچوبونو څخه په مرستې حل و فصل کېږي. نو له همدې ځایه اقتصادي همګرایۍ ته لاره پرانیستل کېږي. د همدې استدلال د ښې سپړنې او د اقتصادي همګرايۍ لپاره د موجه دلایلو او قناعت بخښوونکو خبرو په موخه د ګمرکي اتحادیې د موجودیت استدلال مرسته کولای شي چې پوه شو، یاده همګرايي څنګه د رفاه باعث ګرځي. وروستی ټکی دا دی چې د ټولو ټولنو د خلکو ترمنځ یوه مهمه ځانګړنه د هغه خلکو ترمنځ د راکړې ورکړې څومره والی دی. دا شاخص را ښيي چې د دولت له چوکاټ څخه بهر همګرايي څنګه مانا پیدا کوي.

خو تضاد چېرته رامنځته کېږي؟ همدا د بحث د ننوتلو یا Intermission اصلي نقطه ده. په امنیتي مطالعاتو کې ډېری نظریې او مکتبونو د نړیوالو اړیکو د اصلي نظریو څخه په تأثر یا په انتباء مطرح شوي دي، زموږ د بحث اصلي روح د «امنیتي کولو» یا Securitization د نظریې شرحه او تفسیر دی. دا شرحه او تفسیر د تېر بحث څخه جلا چې د ښاغلي غني د مفکورې په بناء وړاندې شو، راتلونکی بحث د ښاغلي اتمر د کړنو او مفکورې له مخې شرحه کېږي او په درېیم پړاو کې یوې مشترکې پایلې ته رسیږو.

د امنیتي کولو د نظریې په اساس، هره موضوع هغه مهال په امنیتي دایره کې شاملیږي چې «وجودي تهدید» یا Existential Threat تلقي شي. وجودي تهدید هغه ګواښ ته اشاره کوي چې شتون/ موجودیت په خطر کې اچوي او له همدې مخې رسیده ګي ورته لومړیتوب لري. نو له دې مخې هر څومره چې له سیاسي موضوعاتو څخه امنیتي مسایلو ته نژدې کېږې، د تهدید کچه ډېريږي او هغه عجله چې باید د تهدید د رفع لپاره وکارول شي، زیاتیږي. په داسې وضعیت کې ډېر کله عملي کوونکی مجبوریږي چې سیاسي قواعد مات کړي.

د وضعیت د امنیتي کولو لومړنۍ پروسه دا ده چې امنیتي، غیر سیاسي او سیاسي مسایل سره بیل شي. بنسټیز ټکی دا دی چې تهدید په امنیتي حوزه کې د مطالعې او تفسیر وړ دی، او د منلو لپاره یې همدا ټکی کفایت کوي که ګواښ «ولیدل» شي؛ نو شته. فلهذا یوه موضوع هغه وخت امنیتي کېږي چې په عمومي افکارو کي د یو داسې «وجودي تهدید» په ډول ولیدل شي چې بنسټیزې سیاسي اغېزي ولري. په بله مانا، تر دې چې عیني تهدید موجود وي مګر ټولیز نمایش ونه لري، دا ډېره مهمه ده چې د خلکو په ذهنونو کې ومنل شي.

د «تهدید په نمایش» او په «عمومي قبلولو» باندې اعتقاد د امنیتي کولو دوه اصلي ارکان دي. په داسې حال کې چې له دې دواړو د یوه تطبیق او پوره ډول هم نشي کولای د امنیتي کولو اغېزې وښيي. امنیتي څېړونکي وايي چې یوه موضوع د وجودي ګواښ په شکل وړاندې کولو سره، یوازې دا موضوع د امنیتي کېدو مرحلې ته رسېدلې ده، مګر هغه مهال امنیتي کېږي چې «مخاطبان» یې درسره ومني. مګر که یې «مخاطبان» درسره ونه مني، نو ویلی شو چې د یادې موضوع د امنیتي کولو هڅه شوې، مګر بریالۍ شوې نه ده.

د همدې تبصرې له مخې غواړم د ښاغلي اتمر هغه خپل‌کړی ماموریت روښانه کړم چې د تضاد باعث ګرځي. د امنیتي کولو دا طرزدید له هغه مفکورې سره چې ولسمشر غني درلوده، سل سلنه په ټکر کې ده. همدلته د اختلاف لوی جنجال پېښيږي. اتمر ونشوای کولای د دې طرزالعمل په اساس چې یوازې د ملي امنیت شورا د مدیریت صلاحیت او ظرفیت لري، تطبیق کړي، مګر وضعیت پېچلی او د سیمه ییزې همګرایۍ مسله له کږلیچونو سره مخ شوه.

د همدې برخې د یو اخري استدلال په حیث غواړم په تاکید ووایم چې د امنیتي کولو د «هڅې» او د امنیتي کولو «بریالیتوب» ترمنځ فرق اړین دی. ځکه چې د یوې موضوع د امنیتي کولو لپاره چې ستا مخاطبان یې د یو وجودي ګواښ په شکل کې ومني، باید دلایل وړاندې شي، او د دلایلو ځواک نه یوازې دا چې د وجودي ګواښ مطقیت ثابت کړي بلکې ترڅنګ یې باید د مخاطبانو له لوري د فوق العاده او غیر عادي اقداماتو د ترسره کولو امکان هم حتمي کړي.

دا یوه غلطه محاسبه وه، چې د ملي امنیت د مشاور او د یو بانفوذه دولتي چارواکي له لوري طرحه کېده. ښه بېلګه یې افغانستان ته د روسیې د علاقې جلبول و. لا هم په دې باور یم چې دا د افغانستان د وضعیت ته په کتو لازمه نه وه چې د منځنۍ آسیا، روسیې، چین، ایران، هند او نورو هېوادونو امنیتي حساسیتونه را پارېدلي وائ او حتی روسیې د یو غیر عادي اقدام په ترڅ کې د لسو زرو کلاشینکوفونو مرسته وکړه او چین د لویو دروازو د کنټرول امنیتي سکینرې را ولېږلې چې د دواړو د کارېدنې او استفادې په اړه د قناعت وړ خبرونه نشته. اوس روسیه حتی د دې علاقه هم لري چې د سولې د پروسې برخه و اوسي او طالبان ګروګان کړي.

د اتمر صاحب له لوري د امنیتي کولو د دې نظریې تطبیق په داخلي سیاست کې هم د مشاهدې وړ دی او د پورته مطرح شوي بحث څخه په انتباء کولای شو ډېر قراین ووینو. موږ ته یوازې له دې وروسته دا منل په کار دي چې هېڅ شی هېڅ وخت یوازې او یوازې امنیتي تاثیرات نه لري. اقتصاد، سیاست او فرهنګ باید مهم او جدي وشمېرل شي.

درېیمه برخه کې خپل بحث راټولوو:

افغانستان د سولې په یو ډېر پېچلي او له شرمه ډک بهیر کې ګیر دی. یوې خوا ته سرګردانه طالب جنګیالي د یو باشرفه سولې لپاره ورځې شپې شماري او بلخوا د ډاکتر غني په مشرۍ افغان حکومت دی چې په ډېر لجاجت، او په پوره سپین سترګۍ یې د سولې لپاره خپله علاقه او برنامه ژوندۍ وساتله. اتمر ته د افغانستان د ولسمشر د یو نژدې همکار، ملګري او د افغانستان د نظام د یو مامور په حیث څه په کار وو؟ د غني لالهانده او ستړې اروا ولې د دې جذابیت نه درلود چې ښاغلی اتمر دې په دې متمرکز شي چې د خپلې امنیتي کولو د برنامې له مخې طالب وسله وال د روسیې او ایران له منګولو خلاص کړي. دا ځکه چې کافي ناوخته و او موږ په یوه غلطه لاره ډېر مزل وهلی وو. ولسمشر غني د سولې په باب د خپلې طرحې او د اقتصادي همګرایۍ د نظریې له یوې داسې خطرناکې نتیجې سره مخ شو چې خپلو ډېرو نژدې همکارانو یې په بېغورۍ او ناپامۍ پر مخ یوړه.

ولسمشر غني لا هم باور لري چې وبه کولای شي د یوې خالصې اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برنامې په ترڅ کې د سیمې له هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او دخیلو بنسټونو سره سیمه‌ییزې همپالنې ته ورسیږي. ښه مې په یاد دي چې د ښاغلي ولسمشر د منځۍ آسیا او د جنوبي آسیا هر سفر کامله او خالصه اقتصادي او فرهنګي مانا درلوده. له منځنۍ آسیا سره د تاریخ، دین او فرهنګ مخینه لومړی ځل و چې د افغانستان له لوري مطرح کېده. له اېران سره د دوستۍ او رفاقت ترڅنګ د حسابدهۍ او د اړیکو د کانالونو د تشخیص مسله، د کوزو پښتنو په باب په لومړي ځل له سنتي او پخوانیو مشرانو پښه وواښته او نوی کهول جدي ونیول شو. هند چې د امنیتي نظریې له ورته ګواښ سره مخ وو، خو بیا هم ښه اړیکه وپالل شوه، مګر ګومان دی چې د ښاغلي اتمر تر استعفاء وروسته به دا اړیکه لا غښتلې او جدي شي.

او نوی امنیتي سلاکار به زیات تمرکز پر هغه څه کوي چې ولسمشر غني یې یادونه وکړه، د اتمر تر وخته دا دوه تیوریانې حاکمې وې چې یو بل یې نفي کول، اوس په نظام کې تیوریک تغییر راغی.اصلي ماموریت اوس دی. د نظام تیوریک تغییر او یو ډول‌والی عالي پیغام لري او د ټکر او د تضاد کیسه ختمه شوه. اوس د وطن بچیانو ته بویه چې د یو باثباته افغانستان لپاره اصلي کار پیل کړي.