خوندیتوب ساینس او ټیکنالوژي سیاست

تر ټولو عام سایبري (کمپیوټري) جرمونه او جزاګانې یې

لیکنه: ياران

ژباړه او راټولونه: عدنان نجیبي

مونږ او تاسې د سایبري یا کمپیوټري جرمونو په اړه ډېر ځلې اورېدلي دي او دا مشکل په چتکتیا سره پر مخ تلونکی دی. ایف بي اې دغه جرمونه په ډېرو مهمو لویو برخو وېشلي دي چې مهم یې عبارت دي له:

• د هویت غل (Identity Theft)
• پر لیکه لوټماران (Online Predators)
• مالویر یو ډول تخریبوونکی سپک‌غالی دی (Malware)
• انټرنېتي دوکه (Internet fraud)
• د معنوي ملکیت غل (Intellectual Property Theft)
• کمپیوټر ته نفوذ کول یا دننه کېدل(Computer Intrusions)
• د جرمونو دا ډولونه بیا په خپل وار په کوچنیو فرعي برخو هم وېشل شوې دي؛ که پوهېدل پرې غواړئ نو په اړه یې څېړنه وکړئ.

د هویت غل (Identity Theft) :

د هویت غلا په ډېرو بڼو باندې کېدای شي خو دوه ډوله یې ډېر عام دي.

يو څوک پر لیکه ستا په څېر ځان فرضوي (ستا په نوم حساب یا اکونټ جوړوي)

یو څوک د کرېډېټ‌کارډ یا هم د پور د تر لاسه کولو لپاره د هویت غلا کوي.

دا ډول غلا په اوسنیو وختونو کې ډېره زیاته عامه شوې ده، چې یو څوک دې پر لیکه ستا په څېر ځان جوړ کړي؛ تر څو چا ته یوه عادي دوکه ور کړي او هم تا ته دې تاوان ورسوي. د هویت دا ډول غلا ډېره ستونزمنه ده چې کنټرول شي.

د هویت غلا د دې لپاره چې کرېډېټ کارډ او یا هم پیسې تر لاسه کړي، یو د ډېرو درنو سایبري جرمونو له ډلې څخه دی. دا د یوه نفر د مالي ریکارډونو د خرابوالي لامل کېږي، چې دا په مالي حسابونو کې ټکان را منځ ته کوي او شاید میاشتو او یا هم کلونو هڅو ته اړتیا وي؛ تر څو خپل مالي ریکارډونه له سره پاک کړای شي.

پر لیکه لوټماران (Online Predators):

په دې ډول کې یې هغه ډله خلک شامل دي، چې ډېر زیات امکان لري چې په فزیکي ډول دې د ټولنې ځېنو افرادو ته زیان واړوي. یو څه نور ډولونه چې د پر لیکه لوټمارانو په ډلې کې شامل دي په لاندې ډول دي.

• جرم ته هڅونه (Cyber-Stalkers)
• جنسي لوټماران (Sexual Predators)
• د کمزورو تهدیدول (Cyber Bullies)

په دغه ټولو حالاتو کې مجرمان کمپیوټر او انټرنېټ نه ګټه اخلي، تر څو خپلوقربانیانو سره په اړیکه کې شي؛ هغوي و ډاروي او د یو کار په کولو یې مجبور کړي. که تاسې هم چېرې د داسې قربانیانو له جملې څخه یاست نو کولی شئ، چې د خپل تر ټولو نږدې قانوني مرجع سره په اړیکه کې شئ‎.

یو ډول وایروس چې مالویر ور ته وایي (Malware) یا هم داړه مار ستاسې په کمپیوټر کې:

مالویر Malware، ټروجان Trojan، کمپیوټري وایرسونه او نور ورانکاري تهدیدوونکي شاید اوس هم ستاسې په کمپیوټر کې موجود وي. دغه پروګرامونه کولی شي چې ستا په اړه مالومات تر لاسه کړي. زیاتره دغه پروګرامونه خپلو جوړوونکو ته ګټې کوي. د بېلګې په ډول هغه پروګرامونه یا هم وېب پاڼې چې تاسې اخېستي در خرابې کړي او تاسې یې بیا اخېستلو ته مجبور کړي، چې ګټه یې پروګرامر یا جوړوونکي ته رسېږي.

ځېنې نور مالویرونه Malwares ستاسې د کمپیوټر په بکګراونډ کې پټېږي، ستاسې له کمپیوټر نه ګټه پورته کوي تر څو نورو ته زوروونکي برېښنالیکونه (Spam Emails) ولېږي؛ په نورو کمپیوټرونو برید وکړي او یا هم د خپلو جوړوونکي د شننې او امر پورې ستاسې په کمپیوټر کې منتظر پاتې کېږي.

انټرنېتي دوکه (Internet fraud):

په دې پراخه برخه کې ټول هغه سایبري جرمونه شاملېږي، چې پر لیکه وګړي غولوي. دا نو بیا دومره ساده هم کېدای شي چې یو څوک د خپل یو غیر ضروري عملیاتو لپاره له تاسې څخه د پیسو غوښتنه کوي او دومره کړکېچنه دوکه هم در کولی شي، چې تا ته دې د خپل کرېډټ کارډ د باوري کولو (verify) لپاره د یو وېب سایټ څخه یو پیغام راځي؛ چې دغه وېب سایټ د اصلي وېبسایټ سره بیخي ورته والی لري.

د معنوي ملکیت غل(Intellectual Property Theft):

د اوسني وخت تر ټولو زیات خپور شوی انټرنېټي جرم دی. په زیاتره مواردو کې شاید څوک د جرم په عاملانو دومره هم پوه نه شي، چې دوی دې کوم جرم تر سره کوي. په دې برخه کې د غیر قانوني موسیقۍ، فلمونو، کتابونو او نورو موادو شریکول هم شامل دي.

د ډېر خندوونکو مثالونو له جملې څخه یې د لوی شرکتونو جاسوسي ده، چې هغوي د سوداګرۍ رازونه غلا کوي، یا یې هم شریکوي او یا یې هم بیخي ښکاره کوي.

کمپیوټر ته نفوذ کول یا دننه کېدل (Computer Intrusions):

کمپیوټر ته داخلېدل یا هم هک کول، یو د سایبري جرایمو څخه دی. کله چې یو فرد یا هم یوه کمپنۍ، کوم کمپیوټر ته داخله شي، یا هک یې کړي؛ نو د دا موضوع بیا د خبرونو سرټکي جوړوي. په دې تېرو څو کلونو کې د سلګونه زرو وګړو د کرېډېټ کارډ سوانح، طبي ریکارډونه یا سوانح، دولتي رازونه او ډېر معنوي ملکیتونه د کمپیوټر د هک کولو په واسطه غلا شوي دي.

د کمپیوټر هک کول په کورونو کې او په فردي ډول هم تر سره کېږي. یو وخت یو سړی نیول شوی وو چې نږدې دوه سوه کمپیوټره یې پلټلي وو او دا کار یې د جاسوسۍ، ډارولو او د ځوانو ښځو څخه د جنسي ګټنې په موخه کړی وو.

د کمپیوټري جرایمو په اړه دا یو وړوکی بحث تاسې لپاره یو ښه پیل کېدای شي، تر څو مخکې لاړ شئ او ډېر څه زده کړئ. زیاتره کمپیوټري جرمونه په ډېری هېوادونو کې د ۲ نه تر ۱۰ کاله پورې زندان، لوړې جریمې او داسې نورې جزاګانې لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران