سپورټ نړیوال کرکټ

داځل داسي یو هیواد نړیوال جام ګټي، چي تراوسه یې دا جام نه دئ وړئ.

انګلینډ او نیوزلینډ هغه هیوادونه چي تراوسه یې پنځوس اوریز نړیوال جام نه دئ ګټلئ، خو دا ځل به یو هیواد خپل تاریخ جوړوي.

که څه هم کرکیټ لوبه په انګلینډ کي اختراع سوې ده، خو له ۲۷ کلنو وروسته انګلیستان د پنځوس اوریز جام پایلوبي ته وتلئ، خو د یوداسي لوبډلي سره چي هغې هم دا نړیوال جام نه دئ ګټلئ.

انګلینډ د روان نړیوال جام دریمه او نیوزلینډ څلورمه لوبډله ده، چي دواړو لوبډلو په ډېرو بریاوو سره د هند او اسټرالیا خلاف راووتلې.

انګلینډ په نیمه پایلوبو کي اسټرالیا او نیوزلینډ بیا هند ماته کړ او پایلوبي ته ولاړې.

نیوزلینډ په نړیوال جام کي درې لوبي بایللي او پنځه لوبي یې ګټلي دي، خو یوه لوبه یې  د باران له امله مساوي اعلان سوې ده.

انګلیستان هم درې لوبي بایللي، خو ۶ لوبي بیا ګټلي لري.

د جام په لومړي پړاو لوبو کي انګلینډ نیوزلینډ ته په ۱۱۹ منډو لویه ماته ورکړې، خو داځل پایلوبه دواړه لوبډلي ترسره کوي.

یو د بل خلاف د دواړو لوبډلو نوملړ:

انګلینډ او نیوزلینډ لوبډلي په پنځوس اوریز نړیوال جام کي تراوسه ۸ ځلي مخ سوي، چي پنځه ځلي نیوزلینډ انګلیستان ته ماته ورکړې ده.

د کرکیټ په تاریخ کي دواړي لوبډلي یو د بل پر وړاندي ۹۵ ځله لوبېدلي دي.

خو په یادو لوبو کي بیا هم انګلینډ له نیوزلینډ څخه ډېري ۴۷ لوبي بایللي دي.

د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کي بیا انګلینډ مخکي دئ او لومړی ځای لري، خو نیوزلینډ بیا له هند وروسته دریمه درجه لوبډله ده.

د دواړو هیوادو د ملي لوبډلو ترمنځ په ټولو لوبو کي نیوزلینډ پر انګلینډ بهتره معلومه سوې او په ډېرو لوبو کي نیوزلینډ ورباندي ریکارډونه هم جوړ کړي دي.

په هر صورت د روان عیسوي کال پر ۱۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د افغانستان پر وخت ماپښین دوې بجې د لندن په لارډز کرکیټ لوبغالي کي د ۲۰۱۹م کال او د پنځوس اوریز نړیوال جام ۱۲م فصل اخیري او ۴۸مه لوبه ترسره کیږي.

دا لوبه د انګلینډ په کور کي ده، خو نیوزلینډ بیا کمزورې نه ده.

د کرکیټ پنځوس اوریز نړیوال جام لومړي دوه پړاوه ویسټ انډیز، پنځه ځلي اسټرالیا، دوه ځلي هند، یو یو ځلي سریلانکا او پاکستان لوبډلو ګټلئ دئ.

بنګله دېش، افغانستان، سوت افریقا، نیوزلینډ او انګلینډ تراوسه نړیوال جام نه دئ ګټلئ، خو داځل به په دوی کي یوه لوبډله خپل تاریخ ثبتوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.