د ژوند رنګونه ژوند بڼه

هغوې چې ډیر ژاړي، له ذهني پلوه غښتلي وي

لیکوال: ډینس هیل
ژباړه: شریف شاهین

ولې ځینې خلک ډیر ژر ژاړي او د ځينو نور بیا چرت هم نه وي خراب؟! ایا د ژړا کومه فزیالوژیکي یا سایکلوژیکي ګټه شته؟!

دې پوښتنو ته د ځواب موندنې په موخه، ژړا له ټولنیز، اروايي، او دماعي (نیورو) اړخه څیړل شوې ده او داسې پایلې ترلاسه شوي، چې نه یواځې دا، چې ژړا د عمومي روغتیا لپاره ګټوره ده، بلکې د دماعو د پیاوړتیا لپاره هم مهمه ده.

ژړل د انسان د احساساتو یوه نه بیلدونکې برخه ده. ژړا د انسان اندیښنې او پریشاني فلټر کوي او د اضطراب په کمولو کې مرسته کوي.

څیړونکي وايي، هغه خلک چې خپله ژاړ نیسي او نه ژاړي؛ دا ډول خلک په اوږده مهال کې په رواني ناروغۍ اخته کیږي.

ولې باید وژاړو؟!

دلته لیکوال د ژړا لپاره څلور دلایل وړاندې کوي:

۱ـ ژړا سټریس او پریشاني کموي.

ژړا له اضطرابه ډک احساسات تر کنټرول لاندې راولي. کلونه وړاندې یوه ترسره شوې څیړنه کې یادونه شوې ده، چې له احساساتو ډکې اوښکې له بې احساسه اوښکو ډیرې ګټورې دي. هغه اوښکې چې د پیازو د سپینولو له امله تویږي، هومره ګټورې نه دي، څومره چې له درده او غمه ډکه اوښکې بهیږي.

ځینې وخت ممکن په ژړلو سره تاسې کم ښکاره شئ او شرم مو راشي؛ خو په ژړا کولو کې تاوان نشته. بس چې زړه مو ژړا ته وشو، ژړه مو ښه تش کړئ.

۲ـ ژړا ذهن پیاوړی کوي.

ژړا اصلا خپلو احساساتو ته غاړه وتل دي. خپله پریشاني او اضطراب پټول تاسې له رواني او ذهني پلوه خوري. که ونه ژاړئ او خپله پریشاني په زړه تیره کړئ، اټکل دی، چې په نشه يي توکو روږدي شئ. خو که اوښکې مو توې کړې او خپلو احساساتو ته ورترغاړې وتۍ، نو ذهن به مو هم پیاوړی شي او زړه به مو هم سپک شي.

۳ـ ژړا علاج ده.

پروفیسور روګر بیکر وايي، چې ژړا یو ډول احساسات انتقالوي، چې د روحي سکون لپاره ګټور دي. ژړا تاسې ته روحي سکون درکوي او نه مو پریږدي، چې په فزیکي او رواني لحاظ زیان ووینئ.

۴ـ ژړا اړیکې غښتلې کوي.

ژړا زموږ د ذات اصلي ښکارندویه ده. زموږ اوښکې زموږ ټولنیز او احساساتي تړاو د نورو خلکو او دنیا سره ښيي. د نورو په وړاندې ژړا کول، تاسې د نورو مرستې ته اړ معرفي کوي او هغوې پوهیږي، چې ستاسې احساسات نازک دي او مرستې ته اړتیا لرئ.

کله چې ډير ملګري په ګډه یو د بل لپاره ژاړي، ددوې مینه او خلوص زیاتیږي او ټولنیزې اړیکې يې غښتلې کیږي.

له علمي اړخه ثابته شوې، چې ژړا د ښه او بهتر احساس لپاره ګټوره ده. سمه ده، چې ژړا ستاسې ستونزه نشي حلولای، خو ولې حالت بدلولای شي.

ژړا سټریس کموي، دماع قوي کوي، او اړیکې غښتلې کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */