سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

راشدخان د ملي ټیم د ټولو فارمټونو د کیپتان په توګه

د افغان کرکټ بورډ د  غوراوي کمېټې نن په یوه بې سارې پریکړه کې ۲۰ کلن راشدخان ارمان د افغان لوبډلمشر وټاکه.

راشدخان به له دې وروسته د شل اوریزو، یو ورځنیو  او ټېسټ لوبو لوبډلمشر وي او اصغر افغان به ورسره مرستیال لوبډلمشر وي.

دا پرېکړه په داسې حال کې وشوه، چې افغان لوبډله تېره اونۍ له نړیوال جام څخه ناکامه راستانه شوه او د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې ټولې نهه لوبې وبایللې.

پر ګلبدین نایب او د غوراوي کمېټې پر غړو؛ هېوادوالو او لوبغاړو سخت انتقادونه وکړل او هغه یې د لوبډلمشرۍ لپاره وړ نه باله.

خو ګلبدین نایب بیا په خپلو مرکو کې ویلي وو، چې دی له نړیوال جام وړاندې لوبډلمشرۍ ته چمتو نه و، بلکې د مجبوریت له امله لوبډلمشرۍ ته وګومارل شو.

دوه ورځې وړاندې د کرکټ بورډ اجرایوي مشر هم بدل شو، پخوانی اجرایوي مشر اسدالله خان له دندې لرې کړل شو او پر ځای یې لطف الله ستانکزی اجرایوي مشر وټاکل شو.

له نړیوال جام وړاندې د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د پخواني مشر دولت احمدزي په شتون کې ګلبدین نایب د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر نومولی، راشدخان یې مرستیال و، د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري

راشدخان ته ورکړل شوې وه، مرستیال یې شفیق الله شفق ټاکل شوی و او د ټېسټ لوبو لوبډلمشریې رحمت شاه او مرستیال یې حشمت الله شهیدي ټاکل شوی و.

خو هغه مهال لوبغاړو او اصغر افغان دا پرېکړه نه وه منلې او اصغر افغان بیا د لوبډلمشرۍ څخه د لرې کېدو په صورت کې مرور هم و.

اوس ګلبدین نایب لر ې شو او راشدخان لوبډلمشر شو، ګورو چې لوبډله ورسره څنګه مثبت راتګ کوي.

مخکې ویل کېدل چې ډېری لوبغاړي د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې ښه لوبه نه کوي او د لوبو بایللو علت هم د لوبغاړو ترمنځ خپلمنځي اختلافات ډلبازي وه.

راشد خان په داسې حال کې لوبډلمشر ټاکل شوی، چې د کرکټ شورا په نړیواله درجه بندۍ کې وروسته شوی دی او راروانو دوو میاشتوکې افغان لوبډله له بنګله دېش او له هغې وروسته له ویسټ انډيز سره لوبلړۍ لري، ګورو چې څومره مثبته نتیجه ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی