سپورټ نړیوال کرکټ

پاکستاني کریکټ لوبغاړي له کینسر سره په لوبه کې ماتې وخوړه

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

چپلاسی پخوانی پاکستانی پښتون لوبغاړی اختر سرفراز پرون د ۴۳ کلونو په عمر د کینسر د ناروغۍ له امله د شوکت خانم کینسر روغتون کې د مرګ څکه وکړه.

د معلوماتو پر بنیاد نوموړي له دغې بدمرغه ناروغۍ سره کلونه،کلونه lمقابله وکړه.

اختر سرفراز د وخت یو بهترین کریکټر یادیږي او د پیښور د لوبډلې سره د پاکستان په کورني کریکټ کې لوبیده.

د نوموړي تر مرګ وروسته ډېر ژر د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د خواشینۍ ټوېټ وکړ او د نوموړي په مرګ یې ژوره خواشینې کښلې ده.

20190610_233122.jpg
عمران خان لیکلي:

«په خفګان سره د ده په بایللو خفه یم؛ هغه یو غوره انسان و.
نوموړی اختر سرفراز یو ښه روزونکی، ښه مدیر او زما ښه ملګری و، د نوموړي له کورنۍ سره په دې درد غمجن یو.
خدای ج دې مغفرت نصیب کړي.»

اختر سرفراز د ۹۸/۱۹۹۷ کلونو تر منځ ۴ یوه ورځینۍ لوبې د پاکستان لپاره وکړې چې ۶۶ منډې یې جوړې کړې دي؛خو یو بهترینه کورنی کریکټ تاریخ یې تر شا پرېښوده، داسې چې په ۱۱۸ لومړی درجه لوبو کې یې ۵۷۲۰ مجموعي منډې درج کړی دي او هم یې د ۹۸ لېسټ اې لوبو پر مټ ۲۶۳۶ منډې جوړې کړي دي.

نوموړي وروستۍ کورنۍ لوبه په قاعد اعظم نومي ټورنمېنټ کې ۲۰۰۷ کال د پیښور په ګټه تر سره کړه او بیا یې کریکټ کول پرېښودل.

له دې وروسته اختر د کوچېنګ (روزنې)په برخه کې کار پیل کړ ،خو په وروستیو ۱۹/۲۰۱۸ کلونو کې د پاکستانۍ ښځینه لوبډلې د سلیکشن کومیټې (انتخابي ډلګۍ)مشر وټاکل شو.

د نوموړي د مرګ خبر تر خپریدو وروسته د پاکستاني کریکټ بورډ (PCB) مشر احسان ماني وویل:

«دا زموږ د بورډ لپاره سخت خبر دی،ګرانه ده چې دا ومنو چې دا ځوان او رحم دله انسان مو له لاسه ورکړی.»

پي سي بي د نوموړي له کورنۍ سره په دغه غم کې شریک ځان بولي.

د ماني په قول چې دی به تر اوږد وخت پورې د دوی په یاد کې وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی