لوبې

د افغانستان کرکټ ۲۳ کلنې لوبډلې نن د پاکستان خلاف ماتې ومنله

د ایمرجینګ کپ په سیالیو کې نن د اپریل په لومړۍ نېټه د بنګلدیش په چیتاکانګ لوبغالي کې افغانستان د پاکستان په خلاف په سیمي فاینل (نیمه پایلوبه) کې ټاس وګاټه؛ او لومړۍ یې د توپ اچونۍ (ډګر ساتنې) پریکړه وکړه.

که څه هم پاکستان ته د توپوهنې پریکړه د افغانستان لپاره منفي ثابته شوه؛ او لامل یې هم کرکټ پوهانو همدا ښودلی دی؛ چې په ټوله کې د پاکستان کرکټ لوبډلو په لومړۍ وار توپوهنه کې ۷۰٪ سلنه لوبې ګټلي دي، نو نن یې هم خپل بریالی عادت هېر نه کړ؛ او د سرسخت سیال افغانستان په وړاندې یې په نیمه پایلوبه کې بهترینه اننګز ترسره کړ؛ او د۵ لوبغاړو په سوځېدو سره يې په پوره ۵۰ اورونو کې د ۵.۳۲ رنځ ریټ په درلودلو سره د افغانستان کرکټ پرمختیاوې لوبډلې ته د ۲۶۸ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان ۲۳ کلنې لوبډلې له لورې په توپ اچونه کې نوین الحق نن پوره ۱۰ اورونه ترسره کړل؛ ۷۸ منډې یې ورکړې وې. یو لوبغاړی یې هم سوځولی وو، ۶ څلوریزې او ۳ شپږیزې پرې لږیدلې وې، کوم میډن (بې منډې اور) یې هم نه وو ترسره کړی.

افتاب عالم بیا په نن لوبه کې ۸ اورونه ترسره کړل؛ ۳۵ منډې یې ورکړې وې، کوم لوبغاړی یې نه وو سوځولی، ۳ څلوریزې هم پرې لګېدلې وې، خو ددې سره سره یې په ۸ اورونو کې ۲ اورورنه میډن کړي هم وو.

ګل بدین نائب نن هم ۱۰ اورونه ترسره کړل؛ ۵۱ منډې یې ورکړې وې، ۳ لوبغاړي یې له مخې پورته کړي وو. ۵ څلوریزې او ۱ شپږیزه هم پرې لګیدلې وه. کوم میډن اور یې نه وو ترسره کړی.

شرف الدین اشرف هم نن ۱۰ اورونو ترسره کړل؛ ۲۹ منډې یې ورکړې وې، کوم لوبغاړی یې هم نه وو سوځولی؛ ۲ څلوریزې هم پرې لګېدلې وې، کوم میډن اور یې نه وو ترسره کړی.

نجیب الله ځدراڼ بیا په نن لوبه کې ۵ اورورنه ترسره کړل؛ ۲۱ منډې یې ورکړې وې، ۱ لوبغاړی یې هم له مخې پورته کړی وو او په ترسره شویو ۵ اورونو کې پرې ۱ څلوریزه هم وهل شوې وه.

سمیع الله شینواري بیا په نن لوبه کې ۲ اورورنه ترسره کړل؛ ۱۲ منډې یې هم ورکړې وې، کوم لوبغاړی يې هم نه وو سوځولی؛ او همداشان نه پرې کومه څلوریزه او شپږیزه هم نه وه لګیدلی، او کوم میډن اور یې هم نه وو ترسره کړی.

لوبډلمشر شفیق الله شفق بیا په نن لوبه کې ۳ اورونه ترسره کړل؛ ۱۶ منډې یې ورکړې وې، شفق هم د سمیع په څېر نه کوم لوبغاړی وسوځاوه، نه پرې کومه څلویزه او شپږیزه لګېدلې وه او نه یې هم کوم میډن اور ترسره کړې وو.

شاهد کمال بیا ۲ اورورنه ترسره کړي وو؛ ۱۶ منډې یې ورکړې وې، کوم لوبغاړی یې نه وو سوځولی؛ ۲ څلوریزې هم پرې وې لګېدلې، او کوم میډن اور یې نه وو ترسره کړی.

کله چې د افغانستان کرکټ ۲۳ کلنه لوبډله د هدف د ترلاسه کولو په موخه میدان ته راښکته شوه؛ لومړیو افغان توپوهونکو یې خپلې ویکټې یې ژر ژر له لاسه ورکړې، او اپنرانو یې هم د ملي لوبډلې هغه ناکاره خوی ترسره کړ؛ کوم خوی به چې د کرکټ مینه وال ژړول؛ چې یو لوبغاړی به یې وسوځېد؛ پرلپسې ویکټې به یې له لاسه ورکولی، نن هم په افغان ۲۳ کلنې لوبډلې همدا مرض میلمه وو، ځکه د اُپنرانو او نورو توپوهونکو په ګډون ډیریو پیاوړو لوبغاړو چندانې ښه توپوهنه ترسره نه کړه.

د افغان توپوهونکو له لورې شاهد کمال په نن لوبه کې دوه توپونه ولوبول؛ کومه منډه یې پرې جوړه نه کړه او د حسین په توب حارث سهیل کېچ کړ.

احسان الله جنت بیا په نن لوبه کې په ۶ توپونو۳ منډې جوړې کړې؛ او دده ویکټ هم حسین اخیستې وه.

له احسان جنت او شاهد کمال وروسته یونس احمدزی او سمیع الله شینواری توپوهنې ته راښکته شول، او دواړه توپوهونکي د یو څه وخت لپاره په کرییس کې موجود وو، چې د لوبې ۷ اووم اور کې افغانستان ۴.۴۲ رنځ رېټ په لرلو سره ۲۶ منډې کړې وې، خو دوه لوبغاړي یې هم له لاسه ورکړي وو.

په نن لوبه کې د افغان توپوهونکو له لورې شاهد کمال په غټ صفر (۰)، سمیع الله شینواري (۲۵)، یونس احمدزي (۱۶)، ګل بدین نائب (۱۵)، منیر حمد (۲۹)، لوبډلمشر شفېق الله شفق (۴)، او چپ لاسي نجیب الله ځدراڼ بیا ۱۹ منډې جوړې کړې.

په ټوله کې د لوبې د ۳۲ م اور په څلورم توپ افغانستان خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۴۴ منډې یې جوړې کړې. ددې سره پاکستان د افغانستان ۲۳ کلنې لوبډلې څخه سیمي فاینل سیالي په ۱۲۳ منډو وګټله.

په عین حال کې بیا په همدې ایمرجینګ کپ سیالیو کې نن څلور لوبډلې په سیمي فاینل کې ولوبېدې، افغنستان له پاکستان سره ولوبېد، او پاکستان افغانستان ته په ماتې سره فاینل ته لاره پېدا کړه ، بل خوا بیا سریلینکا له بنګلدینش سره ولوبېده او سریلنیکا بنګلدیش ته په ماتې سره هم فاینل ته لاره وموندله.

هېره دې نه وي چې سیا (یکشنبه) به د نن پایلوبې ګټونکې لوبډلې (پاکستان او سریلینکا) لوبډلو ترمینځ فاینل لوبه به صبا ترسره شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */