خوندیتوب سپورټ

د کرکټ قربانیان – نعمان دوست

لیکنه: نعمان دوست

ځوان دواړه لاسونه پر سترګو ایښي وو. بل ملګري یې له اوږې نیولی و او روغتون ته یې را دننه کړ. د سترګې شاوخوا یې تکه شنه اوښتې وه او د سترګې منځ یې د وینو ډک جام ښکاریده.د هغه باڼه ،لکه ستړی ورزشکار چې د سینه کشۍ وروستي حرکتونه تر سره کوي، په ډېرې خوارۍ پورته کیدل. سړی نا طاقته و او شیبه په شیبه دردونو پرې خولې خښولې.

ډاکټر ویل چې د دې ځوان سترګه خطرناکه ټپي شوې وه. خو دا د جګړې قرباني نه و. د ټرافیکي پیښې قرباني نه و. دا د کرکټ قرباني و. دا ځوان د کوم بل ولایت و. جلال اباد ته مزدورۍ پسې راغلی و او دلته یې د کرکټ بال ( غونډسکه) پر سترګه لګیدلی و.

نن سبا د جلال اباد په هره کوڅه او آن فرعي سړکونو کې د کرکټ میچونه داسې روان وي ته به وایې د نړۍ غوره لیګ ته همدلته لوبغاړي ټاکل کیږي. دا خطرناکې لوبې په داسې ځایونو کې کیږي چې هلته ماشومان، ځوانان، زنانه او بوډاګان تګ راتګ کوي او هره لحظه د دې خطر شته چې د لاروي غاښونه پر سړکه وکرل شي او یا یې د سترګو له نعمته بې برخې کړي.

لوبه، ښه شی دی. همدا لوبې دي چې د صحت ضمانت کوي؛ خو باید په داسې ځای کې وشي چې د نورو د صحت ضمانت هم وشي.

ډاکټر د یوه بل ماشوم کیسه هم وکړه چې د کرکټ غونډسکې یې سترګه ژوره ټپي کړې وه او د دې ویره وه چې د تل لپاره ترې نظر والوځي او دا رنګینه دنیا ورته تپه تیاره ښکاره شي.

لوبې د هر چا حق دی. په داسې وطن کې خو دې حق ته ځکه لومړیتوب په کار دی چې په نشه یي توکیو د اعتیاد خطر پکې زیات دی او همدا اوس یې شاوخوا درې میلیونه معتاد وګړي په تدریجي مرګ اخته دي. لوبې د اعتیاد له خطره خلک خوندي ساتي.

ستونزه دا ده چې دلته له لویو ښارونو سره خیانت وشو. د شنو ساحو سیمې زورورو غصب کړې. خپلسرۍ ابادۍ وشوې او د تفریح لپاره پکې هیڅ ځای پرینښودل شو.

که ښار کې پارکونه وای. که ځای ځای شنې ساحې او د لوبو او سات تیرۍ شیان وای، لارې کوڅې به مو د کرکټ په خطرناکو ډګرونو نه بدلیدې.

دا خبره د اندیښنې وړ ده. د دې اندیښنې لپاره باید یو تدبیر وسنجول شي، هسې نه د معلولینو ګراف دا ځل د جګړې پر ځای کرکټ لوړ کړي.

کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته جدي سپارښتنه وکړي چې د لوبو ځای وپیژني او د چا د معلولیت لامل نشي. ښوونکي هم باید په ښوونځیو کې شاګردانو ته دا سپارښتنې وکړي او د دغه شان لوبو پر اضرارو یې وپوهوي.

له ټولو ښه خبره دا ده چې امنیتي پولیس دې خپلو مربوطه ساحو کې پر سړکونو او کوڅو کې څوک دغه شان لوبو ته نه پریږدي.

که بیا هم نه منع کیږي او کورنۍ دې ته نه چمتو کیږي چې اولادونه یې د تګ راتګ په ځایونو کې لوبې پریږدي، نو بیا دې لطفا د هغو خلکو کورونو مخې ته لوبې وکړي او غټ غټ شاټونه دې ووهي چې د پارکونو زمکې او شنې ساحې یې غصب کړي. پریږده چې کوم بال د شنو سیمو غاصب ( رن اوټ ) کړي.

محمد نعمان دوست، د وري ۱۳مه، ۱۳۹۷

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.