سپورټ

یوه لوبډله چې د سیالۍ لپاره ځي، دا کسان له ځانه سره بیايي

لیکنه: ياران

هره لوبډله چې له یو ځای څخه بل ځای ته د ورزشي سفر لپاره ځي، د هغه هېواد د خلکو د احساساتو د ساتلو، خوښیو او د هېواد لپاره د اتلولۍ لپاره ځي.

نو لوبډله چې کله ورزشي سفرکوي باید له پوره لوازمو او چمتووالي سره بهر لاړه شي.

لومړی دا چې بېټونه، بوټان، وردیانې یا لباس، هېلمېټ، لاسپنجې یا ګلفزونه به له ځان سره وړي؛ خو دې سره، سره به ځېنې نورو تدابیرو سره هم ځي.

ټول روزونکي باید د سفر پر مهال له لوبډلې سره ملګري وي، د چټکې توپ اچونې روزونکی، د سلو یا کراره توپ اچونې روزونکی، د ډګرساتنې روزونکی، د توپ وهنې روزونکی، ډاکټر، دارو درمل او نور.

ځېنې لوبډلې داسې وي، چې هغوی ځان سره یوه اندازه ننداره کوونکي هم سره وړي، ترڅو هلته خپله لوبډله وهڅوي.

د لوبډلې د ریکارډونو ساتلو لپاره فوټوګرافر یا عکاس هم ورسره ملګری وي، چې د لوبې، لوبغاړو، مشرانو او نورو ویډیو او انځورونه اخلي او بیا یې په مناسب وخت نشر ته ورکوي او یا یې هم د کرکټ برخې ارشیف ته سپاري، چې بیا راتلونکي کې د ثبوت او ریکارډ په ډول خلکو لپاره موجود وي.

ځېنې لوبډلې د لوبډلې د رامنځته کېدو راهیسې دا کار کوي او د لوبډلې د بنسټ له وخته تر پرمختګه ویډیویي کلېپونه اخلي او بیایې د لوبډلې د ډاکومېنټري یا مستند فلم لپاره کاروي.

لوبډلې د دې سربېره ماهرین هم له ځان سره لري، چې هلته لوبډلې او لوبغاړو سره سلا مشورې او تخنیکونه شریکوي، چې لوبډله څنګه مخته لاړه شي.

د لوبډلې د لوبېدو پرمهال د کرکټ څارونکي هم ورسره وي، چې د لوبې څارنه کوي او کله چې یو لوبڅار ناسمه پرېکړه کوي، هغوی بیا د دې صحنې فلم بیا بیا ګوري او کله چې تېروتنه پېدا کوي، بیا یې د ټورنمنټ له مسئولینوسره شریکوي او د لوبڅار ناسمه پرېکړه ورته ښيي، چې لوبڅاربیا جریمه کېږي.

دې سره، سره د لوبغاړو اخلاق، لوبېدو ځانګړتیاوې او د لوبېدو پرمهال د هغوی فېټنېس او روغتیا ګوري.

سربېره پردې لوبډلې سره د تمرین استاد وي، چې لوبغاړوته لوبغالي کې د تمرین دنده په غاړه لري.

لوبغاړو ته منډه ورکوي، فوټبال پرې کوي، د کیچونو، ډګرساتنې، توپ وهنې او توپ وهنې په برخه کې لوبغاړوسره هڅه کوي.

لوبغاړوسره باید ځانګړې پېسې هم وي.

د چټکې توپ اچونې روزونکی له فسټ بالرانو سره د مېدان یا ویشتن ځای په اړه معلومات ورکوي، چې ویشتن ځای یا پیچ ته په کتو څه ډول توپ یا بال اغېزمن دی، شارټ توپ، ګوډلاین، بلاک، چېنج اف پېس، این سوېنګ، اوټ سوېنګ او که یارکر.

د سپېن توپ اچونې روزونکی ویشتن ځای ته په کتو توپ اچوونکو ته معلومات ورکوي، چې پیچ د هرډول بال لپاره مساعد وي، توپ اچوونکو ته د همغه ډول توپ اچونې لارښوونه کوي.

د لوبې په منځ، منځ کې د ستراتیژیک پلان لپاره هم مرسته کوي.

د ډګرساتنې روزونکی هغه لوبغاړی په دایره یا سرکل د ودرولو حکم هم ورکوي، چې ښه او چټک فیلډینګ کولای شي، ځکه دایره کې ډېرتوپونه لوبېږي او کله چې له دایرې توپ د توپ وهونکي له بیرون کېږي، بیا نو په اسانۍ نه ایسارېږي.

ډاکټر د لوبغاړو د روغتیا ساتلو او د هغوی د معاینه کولو لپاره لوبډلې سره ځي او لوبغاړوته د استراحت او یا هم لوبېدو امرهم کوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران