سپورټ سرسکالو نړیوال کرکټ

هغه لوبغاړي چې له کرکټه یې په سلیزو رخصت اخیستی

لیکنه: بهار سمسور

۱: اسټرالیاوی ادم ګیلکرېسټ

هسې خو اسټرالیاویي کریکټ لوبغاړو زیات ریکارډونه تر شا پریښي،خو مهمه دا ده چې په نړیوال جام لوبو کې هم ښه لوبیدلي دي.

ګیلکرېسټ په ۲۰۰۷ کال نړیوال جام پای لوبه کې د سریلنکا خلاف وروستۍ لوبه تر سره کړه.

دا وخت د ټورنمېنټ فاینل و،د نوموړي وروستۍ لوبه هم وه.

نوموړي په دې لوبه کې لومړی چټکه نیمه سلیزه تر لاسه کړه،او بیا یې سلیزه په داسې حال کې جوړه کړه،چې د لوبې په ۳۸م اور کې باران هم پیل شو.

د لوبې له پیل سره، نوموړي په ۱۰۴ بالونو ۱۴۹ منډې تر لاسه کړې.

د باران په وجه دغه لوبه ۳۸ اورونو ته راښکته شوه، اسټرالیا د کرېسټ د ۱۴۹ منډو پر مټ د ۲۸۱ منډو هدف ورکړی و او دغه پای لوبه بیا اسټرالیا په ۵۳ منډو وګټله.

۲: عمران نظیر

د پاکستان پیاوړی او بریدګر توپ وهونکی عمران نظیر، چې په ګرمه لوبه مشهور و او تر ډېره به یې د پاکستان لپاره چټک پیل لوبې ته ورکاو، له نړیوالو لوبو سره د رخصت په وروستۍ لوبه کې یې همدې ۲۰۰۷ کال نړیوال جام ګروپي لوبو کې د زیمباوبې خلاف بهترینه سلیزه تر لاسه کړه.

تر دې مخکې نظیر د افریقا خلاف هم په ۱۶۰ بالونو ۱۲۱ منډې جوړې کړې وې،خو په وروستۍ لوبه کې یې بیا د زیمباوبې خلاف،چې زیمباوبې پاکستان ته ۱۹۳ منډو هدف ورکړی و، عمران نظیر په سلیزه یوه ورځینۍ لوبو سره مخه ښه وکړه.

۳: ریکي پونټینګ

د اسټرالیا هېواد پیاوړی لوبډلمشر او د ټاپ ارډر توپ وهونکی، چې بهترین کریکټ تاریخ یې د اسټرالیا ملت ته پریښی.

نوموړي د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام په مهمه کوارټیر فاینل لوبه کې سلیزه تر لاسه کړه.

دا د نوموړي له کریکټ سره د رخصت اخیستو وروستۍ لوبې هم وې.

دی په ۱۴۸ منډو جوړولو باندې وتوانیده او په سلیزې سره یې له کریکټ لوبې رخصت واخیست.

روان نړیوال جام چې تر نیمه پای لوبو رسیدلی،په پای ته رسیدو سره به یې زیات مشهور لوبغاړي رخصت واخلي،خو پاکستاني شعیب مالک سلیزه څه چې د خدای په آمانۍ په وروستۍ لوبه کې هیڅ لوبغالي ته هم ښکته نه شو او له یوه ورځینیو لوبو سره یې مخه ښه وکړه.

اوس پوښتنه دا ده چې له پورته دریو لوبغاړو وروسته به هغه لوبغاړي چې روان نړیوال جام یې وروستۍ هغه دی،څوک دا کارنامه ثبت کړي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی