سپورټ کورنی کرکټ

نېمروز په ولایتي سېالیو کي فراه ته ستره ماته ورکړه

راپور : عبدالله عادل

دوې ورځي وړاندي د کندهار ولایت پر لوکل یا سیمه ییز کرکټ لوبغالي د کرکټ ۵۰ اوریزه ولایتي سیالۍ پيل سوي چي پدغو سېالیو کي د ۶ ولایتونو څخه منتخبو لوبډلو ګډون کړی.

تېره ورځ د یادو سېالیو په لړ کي د نېمروز لوبډلي فراه ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه.

د لوبي ټاس د فراه لوبډلي وګټئ او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه او د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یې نېمروز ته د ۳۱۷ منډو هدف وټاکه.

د فراه لپاره په توپ وهنه کي شېراغا ۸۵ , بریالي ۶۳ او حسن ۴۳ منډي جوړي کړې.

د نېمروز لپاره په توپ اچوونه کي قدرت الله ۴ ویکټي ترلاسه کړې.

د نېمروز لوبډلي ټاکل سوی هدف د علي احمد د ۱۶۴ او د عبدالمالک د ۱۲۶ منډو په مټ په ۳۴م اور کي بشپړ کړ او لوبه یې په ۸ ویکټو وګټل.

د لوبي غوره لوبغاړی علي احمد ونومول سو چي ۱۶۴ ناسوځېدلي منډي یې جوړي کړي وې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی