سپورټ کورنی کرکټ

د کرکټ بورډ لخوا په ۱۳ کسانو د پور تور او پر وړاندې یې غبرګونونه !

په ټولنیزه شبکه فیسبوک پاڼه کې د افغان کرکټ بورډ په نوم او د دغه ادارې د مشر عاطف مشعل په لاسلیک داسې یو لیست خپور شوی، چې په یو شمیر کارمندانو یې زرګونه ډالر پور پاتې دي او دغه لیست لوی څارنوالۍ ته لیږل شوی دی.

په دغه لیست کې ښکاریږي، چې د افغانستان د کرکټ ملي او ۱۹ کلنې لوبډلې پخواني روزونکي نیوزیلنډي پیټر انډرسن تر څنګ د افغان لوبډلې پخوانی تیز بالر عزت الله دولتزی او یو شمیر نور کسان شامل دي او ورپسې زرګونه ډالر پور پاتې دي.

نیوزیلینډي پیټر انډرسن د دغه لیست په لیدو سره سم د افغان کرکټ بورډ خلاف خوله را خلاصه کړې ده او نوموړي ویلي له افغان کرکټ بورډ څخه یې هیڅکله هم یوه روپۍ نه ده پور کړې.

نوموړي ویلي، افغان کرکټ بورډ د ده له نوم څخه غلطه استفاده کوي او دغه ادراه یې په نړۍ کې تر ټول فاسده اداره یاده کړې ده.

انډرسن ویلي له دغه ادارې سره د دندې پر مهال ډیرې ځلې لیدل شوې دي، چې زیاتې پیسې ورکې شوې دي او بې ځایه مصرف شوې دي.

د پیټر انډرسن ترڅنګ د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عزت الله دولتزی، چې اوس مهال په انګلستان کې اوسیږي، د افغان کرکټ بورد د ادرې د مشرانو د غلاوو خبره کړې ده او نوموړي ویلي دي، دوي په ده باندې تهمت لګولی دی.

انځور: له فیسبوکه

نوموړي ویلي د افغان کرکټ بورډ ادارې غړیو چې په بهر کې تجارتونه پیل کړي او په کابل کې یې عصري ودانۍ جوړې کړې دي، دا پیسې یې له کومه کړې.

دولتزي ویلي، باید په دې اړه له وړاندې نوموړي څخه سپیناوی غوښتل شوی وی، نه دا چې په ناخبرۍ کې ورباندې تور پورې کیږي او شخصیت ته یې سپکاوی کیږي.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګه دا نه ردوي، چې ښايي دوی دې څارنوالۍ ته کوم لیست نه وي ورسپارلی، خو خپور شوی لیست په ځان پسې نه مني.

که څه هم د افغان کرکټ بورډ لخوا د پوروړو کسانو لیست خپور شوی دی، خو د اوسنۍ ادارې مشر عاطف مشعل نوم په دغه لیست کې نه تر سترګو کیږي.

د کرکټ بورډ ادارې مشر عاطف مشعل په تیر ۲۰۱۷ م کال کې د کرکټ بورډ له بودیجې څخه ۱۰۰۰۰ لس زره امریکايي ډالر د خپل شخصي مصرف لپاره اخیستې وو، خو د بیرته ورکړې په اړه یې کوم څه نه دي ویل شوي.

افغان کرکټ بورډ په داسې مهال دغه لیست خپروي، چې د افغان پریمییر لیګ په سیالیو کې هیڅ افغان پانګه وال په دغه لیګ کې د یو لوبډلې اخیستو ته قانع نه کړ او ښايي دا کار ځکه شوی وي، تر څو د دغه ادارې په رهبرۍ او ناکامۍ خلک د انتقاد ګوته و نه نیسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی