سپورټ نړیوال کرکټ

اسټرالوي بین کرافټ د بندیز وروسته بیا کرکټ ته راستنیږي 

 د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی بین کرافت د ۹ میاشتني بندیز وروسته بیا کرکټ ته راستنیږي، خو په ملي لوبډله کې د ګډون په اړه لا څه نه ویل کیږي.

د «اي اس پي این کرک انفو» ویب پاڼې د معلوماتو له پر اساس د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې دغه توپ وهونکی لوبغاړی به د اسټرالیا د کورني کرکټ په سږ کال بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې ګډون وکړي.

 د ۸ م پړاو بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ د ډیمسبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه په اسټرالیا کې پیلیږي، چې پکې به بین کرافټ د پرت سکارچرز لوبډلې سره ولوبیږي.

 د اسټرالیا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان ۲۰۱۸ م کال پیل کې د ټیسټ سیالیو په وروستي سیریز کې ۳ اسټرالوي لوبغاړي په سیالۍ کې د درغلۍ له کبله د بندیز سره مخامخ شول، چې پکې اسټرالوي لوبډلمشر سټیو سمیت، مرستیال لوبډلمشر ډیویډ وارنر او توپ اچوونکی کیمرون بین کرافټ شامل وو.

دغه لوبغاړي په سیالۍ کې د «بال ټیمپرینګ» یا د توپ زړونې په درغلۍ کې د ښکیلیدو له کبله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا یوازې د دوه سیالیو څخه منع شول، خو اسټرالیوي کرکټ بورډ سټیو سمیت او ډیویډ وارنر د یو کلن او بین کرافټ د ۹ میاشتني بندیز سره مخامخ کړل.

 د بین کرافټ د بندیز موده په راتلونکې ډیسمبر میاشت کې پای ته رسیږي او د پخواني لوبډلمشر سټیو سمیت او مرستیال لوبډلمشر ډیویډ وارنر لا هم ۳ میاشتې نور د بندیز موده پاتې ده، خو د اسټرالوۍ کرکټ په ملي لوبډله کې د لوبیدو په اړه څه نه ویل کیږي.

 که څه هم ډیویډ وارنر له رسنیو هغه مهال په خپلو خبرو کې ویلي و، ښايي چې نور هیڅکله د اسټرالیا په کرکټ ملي لوبډله کې لوبیدو ته زړه ښه نکړي، خو بل خوا د دغه لوبغاړو د بندیز د مودې د پای ته رسیدو وروسته د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالۍ کیدونکې دي، چې پکې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله اوس مهاله ښه نه بریښي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی