سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغانستان د کرکټ د 2020 م کال نړیوال جام ته مستقیمه لاره وکړه

لیکنه: ياران

د کرکټ نړیوالې شورا د سه شنبې په ورځ د جنوري په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې بنګله دېش او سریلانکا به د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام ته کوالیفای یا ارتقا کوي.

۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز جام ته اته لوبډلو په مستقیم ډول لاره موندلې ده، چې افغانستان د لومړې ځل لپاره په دې ډله کې شامل دی. په افغانستان سربیره اسټرالیا، پآکستان، هندوستان، انګلستان، سهیلي افریقا، نیوزیلېنډ او ویسټ انډیز هغه لوبډلې دي، چې په مستقیم ډول د ۲۰۲۰ م کال په شل اوریز جام کې لوبېږي.

سریلانکا او بنګله دېش به په ګروپي ډول د نورو لوبډلو سره لوبې کوي او بیا به د غوراوي لوبو وروسته د ښو لوبو کولو له امله د کرکټ نړیوال جام ته غوره کیږي.

د سریلانکا او بنګله دېش لوبډلو په ګډون به اته لوبډلې ګروپي لوبې کوي او نړیوال جام ته به ارتقا لپاره هلې ځلې کوي.

د سرېلانکا د کرکټ د ملي ټیم د شل اوریزو لوبو کیپتان لاسیت ملینګا ویلي، دا ورته خواشینوونکې ده چې ټیم یې په مستقیمه توګه د 2020 م کال د نړیوال جام ته لاره ونه موندله، خو نوموړې ډاډ څرګند کړی چې دوی به په پرانیستونکې ټورنمینټ کې ښه ولوبیږي.

ملینګا ویلي” له یو ټیم څخه چې د نړیوال جام درې فاینل لوبې یې کړې وي او یو ځل یې جام ګټلی وي د هر چا تمه دا ده چې باید په اتو غوره ټیمونو کې ځای ولري. خو دا ښه شوه، موږ سره به ترې رامخکې لوبې مرسته وکړې چې نړیوال جام کې لوبیدو ته لا ډیر چمتو شو.“

خو بنګله دېشي شکېب الحسن بیا ویلي، زمونږ لوبډلې کولای شي، چې په اسانۍ سره لار ومومي.

شکېب الحسن ویلي، چې زه داسې کوم خنډ نه وینم، چې زمونږ لوبډله به د ۲۰۲۰ نړیوال جام کوالیفای څخه پاتې شي.

شکېب ویلي، چې مونږ له ویسټ انډیز څخه د درې شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله او مونږ بیا هم مخکې تګ ونه کړ.

افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې بنګله دېش ته په درې شل اوریزو لوبوکې درې د صفر پر وړاندې ماته ورکړې وه.

افغان لوبډله او نړیوال جام ته د تګ دلیل

افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې ۷ شل اوریزې لوبې کړي، چې اووه واړه یې ګټلي دي.

دوهم دلیل دا دی، چې افغان لوبډله له لومړي سره په اتم مقام کې وه او خپل دا مقام یې وساته؛ نو اوس اته لوبډلې په مستقیم ډول نړیوال جام ته لاړې، چې افغان لوبډله هم پکې ده.

بل دا چې افغان لوبډله نن سبا د شل اوریزو لوبو خورا ښه لوبغاړي لري او کولای شي، چې ښې لوبډلې وننګوي.

د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام غوراوي سیالۍ

د غوراوي جام سیالیو کې افغانستان نشته، ځکه افغان لوبډله په مستقیم ډول شل اوریز جام ته وتلې.

د غوراوي سیالیو لپاره تر اوسه دقیقه نېټه نه ده جوته شوې؛ خو ویکي پېډیا د کرکټ نړیوالې شورا له قوله ورته د ۲۰۱۹ م کال اکټوبر میاشت مشخصه کړې ده.

دغو سیالیوکې د سریلانکا او بنګله دېش په ګډون لس لوبډلې لوبېږي، چې څلور لوبډلې به نړیوال جام ته لار مومي.

بنګله دېش، سریلانکا، عمان، عربي متحده عربي امارات، نېپال، سکاټلېنډ، ایرلېنډ، نېدرلېنډ، زِمبابوې او هانکانګ هغه لوبډلې دي، چې د نړیوال جام لپاره به په غوراوي جام کې هلې ځلې کوي.

نړیوال شل اوریز جام کې به ټولې ۱۲ لوبډلې ولوبېږي، چې افغانستان هم پکې شامل دی.

۲۰۲۰ م کال نړیوال جام او کوربانه هېوادونه

دا جام د ۲۰۲۰ م کال د اکټوبر په ۸ مه نېټه په اسټرالیاکې ترسره کېږي، داسې ویل کېږي، چې نیوزیلېنډبه هم ورسره په کوربتوب کې مرسته وکړي؛ لکه څنګه چې ۲۰۱۵ م کال پنځوس اوریز نړیوال جام ترسره شو.

دا جام به د نومبر په ۱۵ مه نېټه پای ته ورسېږي.

۲۰۱۶ م کال کې د شل اوریز جام اتلولي ویسټ انډیز ګټلې او ۲۰۲۰ کال کې به له خپلې اتلولۍ دفاع لپاره رادانګي. شل اوریز جام ۲۰۱۷ ، ۱۸ او ۱۹ کلونوکې د مالي ستونزو له امله ترسره نه شو او نه ترسره کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران