سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د کرکټ سوپر فین د انګلستان ویزې سره په ستونزه کې دی

اعلان

د افغانستان د کرکټ مختلفو لوبډلو د سفرونو پر مهال د افغان لوبډلو د تشویق او د افغانستان درې رنګه بیرغ د رپانده کیدو په موخه افغان مینه وال د انګلستان په کوربه توب د کرکټ راتلونکي نړیوال سیالیو کې د ګډون په موخه د دغه هېواد د ویزې سره په ستونزو کې مخامخ دی.

افغان مینه وال رحیم صدیقي چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ورته د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام سیالیو پر مهال د «سوپر فین» لقب ورکړل شوی؛ اوس مهال په نیوزیلینډ هېواد کې اوسیږي او د راتلونکي نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره تابیه کړې.

نوموړی وایي، د انګلستان د ویزې ترلاسه کولو په موخه یې وکیل نیولی ترڅو د خپلې افغان کرکټ ملي لوبډلې د تشویق په موخه لندن ته ولاړ شي، خو په وینا یې، چې اوس ترې د سفارت لخوا د افغانستان کرکټ بورډ رسمي «ریکومنډیشن لیټر» غوښتل شوی، چې دغه کړنې یې ویزه ځنډولې ده.

رحیم صدیقي وايي، د انګلستان د ویزې ترلاسه کولو په موخه باید ۶ میاشتې وړاندې وشي، تر څو یې ویزه ورکړل شي، چې په وینا یې خپل ټول اسناد یې جمع کړي، خو د افغان کرکټ بورډ لخوا رسمي مکتوب ته انتظار دی.

د کرکټ دغه مینه وال وايي، په ځلونو یې د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق ستانکزې سره اړیکه نېولې، خو هیڅ ځواب یې نه دی ورکړی.

نوموړي د یو غږیز پیغام په ذریعه یاران ته وویل، هیله لري، چې افغان کرکټ بورډ ورته دغه مکتوب ورکړي، تر څو ویزه ترلاسه کړي.

صدیقي وايي، انګلستان ته ورتګ ټول لګښت یې په خپله غاړه اخیستی، چې د ویزې اخیستلو په موخه یې تر ۲۰۰۰ ډالرو هم منلي دي، خو د نوموړي په وینا که افغان کرکټ بورډ ورسره د مکتوب په ورکولو کې ځان وروسته کړي، نو له کرکټ څخه به یې زړه مات شي.

بلخوا د افغان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسول هستي ګل عابد یاران ته وویل، دغه خبره یې د افغان کرکټ بورډ اجرایوي مشر سره شریکه کړې، خو د نوموړي په وینا شفیق ستانکزی وايي د کرکټ نړیوال جام ته لا ډیر وخت پاتې دی، خو رحیم صدیقي بیا د مکتوب وروسته ورکولو له کبله د ویزې رد کیدو اندیښنه لري.

د یادونې د ه، چې رحیم صدیقي د ۱۹ کلنو ځوانانو د تیر کرکټ نړیوال جام سیالیو پر مهال په نیوزیلینډ کې دغه افغان مینه وال د خپلې لوبډلې د تشویق په موخه په لوبغالي کې په بدن د درې رنګه بیرغ د رنګونو مښلو سره بار بار را څرګند شو، د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ورته د کرکټ سوپر فین لقب ورکړل شو او له هغې راهیسې اوس بېلابیلو هېوادونو ته سفرونه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی