سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغان لوبغاړی راشد خان د کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شو

اعلان

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان او په نړیوال کرکټ کې د ګوګلي ماسټر په نوم سره مشهوره لوبغاړی راشد خان د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه سیالیو د پیل څخه وړاندې انګلستان ته تللی و، خو اوس بیرته د خپلې کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شو.

 افغان لوبغاړی راشد خان د انګلستان په لارډز تاریخي نړیوال کرکټ لوبغالي کې د ویسټ انډیز خلاف د کرکټ نړۍ غوره یولس کسیزه لوبډلې سره په هغې خیریه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د لوبیدو په موخه درې ورځې وړاندې انګلستان ته تللی و، چې موخه یې ترې د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو لپاره د مرستې راټولول و.

 د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبغاړی راشد خان اوس بیرته د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د یو ځای کیدو په موخه هندوستان ته رسیدلی.

د یادونې وړ ده، چې د کوربه افغانستان او میلمه بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه سیالیو لړۍ د هندوستان په دهرادون راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې سر له سبا د جون میاشتې په دریمه نیټه په لمړۍ لوبې سره پیل کیږي.

همدا رزا دواړه لوبډلې به د جون میاشتې په ۵ مه نیټه دویمه او ۷ مه نیټه وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه ترسره کړٍي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی