سپورټ نړیوال کرکټ

کرک انفو د کال غوره کرکټرانو ته جایزې ورکړې

دا جایزې د کرېک انفو په نامه ورزشي شرکت ورکړي دي، په کې درې هندي لوبغاړي، یو اسټرالیايي او یوه اسټرالیایۍ ښځینه او ځېنې نور لوبغاړي شامل دي.

له هندوستانه چېټېشور پوجارا، جسپرېت بومرا او کولډیپ یداف شامل دي او له اسټرالیا څخه ګلېن مکسویل او ښځينه وو څخه مېګ لننېنګ اوپنره توپ وهونکې شامله ده.

هندوستان په ۲۰۱۸ کال او د ۱۹ کال لومړیو کې د ټېسټ لوبو سیریز له اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې وګاټه، چې د پوجارا پکې مهم رول و، پوجارا په لومړۍ ورځ سلیزه ووهله او په ۳۱ منډو هندوستان لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته ماته ورکړه، هغه ته د ټېسټ لوبې د ښه لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

جسپرېت بومرا
جسپرېت بومرا د هندوستان چټک ښي لاسی توپ اچوونکی دی، هغه په یو ورځنیو لوبو کې تر راشدخان مخکې دی او لومړی نمبر بالر دی.
جسپرېت بومرا د اسټرالیا خلاف سفر کې په مېلبورن ښار کې خطرناکه توپ اچوونه وکړه.

کولډیپ یداف
کولډیپ یداف د هندوستان لېګ برېک چېنامېن توپ اچوونکی دی، هغه اوس له راشدخان څخه وروسته په شل اوریزو لوبو کې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې دوهم توپ اچوونکی دی.


هغه ته د یو ورځنیو لوبو ایوارډ ورکړل شو.
کولډيپ د انګلستان خلاف په انګلستان کې په یوه یو ورځنۍ لوبه کې ۶ وېکټې واخېستې.

د نیوزیلېنډ لپاره راس ټایلر
راس ټایلر چې د نیوزیلېنډ منځنی توپ وهونکی دی، هغه په یوه لوبه کې د سریلانکا خلاف ۱۸۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، نوموړي دغه منډې د نیوزیلېنډ په ډنېډن سیمه کې وکړې.

مکسویل
ګلېن مکسویل د اسټرالیا هېټر او خطرناک الراونډر دی، هغه په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې ډېره چټکه توپ وهنه کوي، هغه په یوه شل اوریزه لوبه کې د هندوستان خلاف په هوبرټ سیمه کې ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

تېره ورځ یې یو ځل بیا د هندوستان خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه کې نیمه سلیزه ووهله او لوبډله یې په درې وېکټو بریا ته ورسوله.

سام کورن
سام کورن د انګلستان ځوان الراونډر دی، هغه ۲۰۱۸ کال کې ۴۰۴ منډې وکړې او ۱۴ وېکټې یې په ټېسټ لوبو کې واخېستې.

هارمن پرېت کاور
هندۍ ښځینه لوبغاړې ده، دې لوبغاړې د نیوزیلېنډ خلاف سیریز کې سلیزه وکړه او د لوبډلې په بریا کې یې کلیدي رول ولوباوه.

مېګ لننېنګ


د اسټرالیایي ښځينه لوبډلې اوپنره توپ وهونکې ده، په خپله خطرناکه توپ وهنه مقابله لوبډله اغېزمنوي په ۲۰۱۸ کال کې یې لوبې د یادولو وړ وې؛ نو په همدې اساس ورته جایزه ورکړل شوې ده.
.
ای بي ډیویلېرس
ای بي ډیویلیرس د افریقا اغېزمن توپ وهونکی دی، هغه په ۲۰۱۸ کال کې له لوبو استعفا وکړه؛ خو په ۲۰۱۸ کال کې یې د اسټرالیا خلاف په پورټ ایلیزابېت سیمه کې سلیزه وکړه او جایزه ورکړل شوې ده.

کګېسو رباډا
کګېسو رباډا د افریقا ځوان او چټک توپ اچوونکی دی، هغه د اسټرالیا خلاف په ۲۰۱۸ م کال کې په یوه ټېسټ لوبه کې ۵۴ منډې ورکړې او شپږ لوبغاړي یې وسوځول، هغه ته هم جایزه ورکړل شوه.

مک لیوډ
مک لیوډ د سکاټلېنډ ځوان ون ډاون توپ وهونکی دی، چې ۲۰۱۸ کال کې خورا ښه و، د افغانستان خلاف یې کوالیفای راونډ کې ۱۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې، بیا یې وروسته د انګلستان خلاف یوه لوبه کې ۱۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او انګلستان ته یې ماته ورکړه.

سفیان شریف
سفیان شریف د سکاټلېنډ مسلمان توپ اچوونکی دی، هغه د زِمبابوې خلاف غوراوي جام سیالیو کې لوبه کې ۳۴ منډې ورکړې او ۵ وېکټې یې واخېستې، هغه لوبه بیا له زِمبابوې سره مساوي شوه.

دولسم پړاو جایزې
سږ کال دولسم پړاو جایزې وې، چې د کرېک انفو له خوا ورکړل شوې، په تېر پړاو کې مېچل جانس، ټېنډولکر، لسېت ملېنګا، روهېټ شرما، ډیل سټین، سېواګ، افریدي، سټورټ براډ او ویرات کولي شامل وو.

څه وخت وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د کال غوره لوبغاړو ته جایزې ورکړل شوې، چې راشدخان ارمان پکې هم د کال د غوره لوبغاړي جایزه واخېسته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي