اقتصاد

د نوښت او ابتکار وړتیا ډیر لري خو جرات یې کم خلک لري

په زړه کې مو یوه نوې خبره در ګرځي. فکر مو پر یوې نوې طرح او ابتکار بوخت دی، خو لا مو نورو ته د هغه د ویلو فرصت نه دی ترلاسه کړی. زړه مو نه کیږي، چې خپل فکر او نظر وړاندې کړﺉ. ویریږﺉ، چې هسې نه څه ستونزه په کې راووځي، بد ښکاره نه شئ او یا څوک درپورې ونه خاندي. په دې وسوسو کې یو بل څوک راپورته کیږي او له تاسې د عمل ابتکار په لاس کې اخلي؛ هغه څه، چې باید تاسې ویلي وای، بل کس یې وایي او تاسې ته له لاس مروړنې پرته بل څه په لاس نه درځي.

یوڅوک ټوله ورځ په دفتر کې په کار بوخت وي، په خپل مسلک کې څو ډګرۍ لري، خو په عملي او ابتکاري چارو کې ټکنی وي. د دندو په لایحه کې تاسې ته مشخصې دندې سپارل شوې او تاسې هم له ناغیړۍ پرته ترسره کړې دي. سهار دفتر ته ځئ، حاضري لاسلیکوﺉ، سایټ ته خبرونه پورته کوﺉ او مازیګر، چې څلورنیمې بجې کیږي، کور ته ستنیږﺉ.

داسې ستاسې ورځنی کار دی، چې ستاسې په ظرفیت جوړونه او د وېبپاڼې په محبوبیت کې خورا کم رول لوبولای شي. دا پرمختګ نه دی، بلکې دا یو ثابت حالت دی.

چېرته، چې عملي ابتکار او د ابتکاري عمل نه وي، هلته تولید او تخلیق په ثابت حالت کې پاتې کیږي. څومره، چې ابتکار کیږي، هومره امکانات ورکول کیږي او ددې دواړو په یوځای کېدو سره تولید نوې بڼه خپلوي. برعکس که تاسې د ویبپاڼې د اپلوډنګ ترڅنګ په فیسبوک، ټویټر، یوټیوب او نورو ټولنیزو شبکو کې د هغې پر تشهیر کار وکړﺉ، نوي لیدونکي او لوستونکي ومومئ، د مخاطبانو او رسنۍ ترمنځ یو نوی ویډیویي شبکه يي اتصال رامنځته کړﺉ، پر یوټيوب او سکایپ خپل مینه وال له ټلویزیوني خپرونو سره ملګري کړﺉ، د پیغامونو د انتقال یوه شبکه جوړه کړﺉ، انلاین سروې وکړﺉ او مخاطبانو ته په ویبپاڼه کې یو تعاملي رول ورکړﺉ، ممکن ستاسې کار ددندو له لایحې ډېر شي، خو ستاسې کار او فکر په اداره کې خپل ځای پیدا کوي او تاسې ډېر ژر په لاندې ډول ارتقا کوﺉ:

• په لومړي سر کې به په دفتر کې ستاسې شخصیت تبارز کوي
• رییس او مدیر مو خبرو ته غوږ ږدي
• ستاسې معاش او نور امتیازات به لوړیږي
• او تاسې ته به ستاسې په مدیریت یوه بېله څانګه جوړیږي

که فکر وکړﺉ، چې شرکت او اداره مو کومو څیزونو ته اړه ده؟ یا داسې څه شته، چې نور یې لري، خو ستاسې شرکت یې نه لري؟ یا داسې کار، چې ستاسې د دفتر او ادارې اړتیاوې او ستونزې پرې اواریږي. کله، چې دغه اړتیاوې درک کړﺉ، تاسې کولای شئ له ادارې او شرکت سره په خپل ابتکاري عمل مرسته وکړﺉ.

په یوه شرکت کې کار کوﺉ. شرکت تولید او بازار دواړه لري، خو سیسټم یې دودیز او پخوانی دی.

تاسې ته پوښتنه پیدا کیږي، چې ولې شرکت له نوي عصري سیسټم او ټکنالوژۍ کار نه اخلي؟ اوس یې عوامل پلټئ او بیا یې پر حل لارې غور کوﺉ. د نوي سیسټم د فعالولو لپاره کافي انساني او مالي سرچینې په کار دي!، چا تر اوسه په سمه توګه نه دی تحلیل کړی، یا هېڅ د چا ور پام نه دی!.

تاسې له خپلو مسوولانو سره غږیږﺉ، شرکت دغه لګښت نه شي ورکولای، خو تاسې په خپل سیسټم کې مشتریانو ته ونډه ورکوﺉ. د هغوی په همکارۍ سیسټم فعالوﺉ او شرکت ورو ورو د تولید، بازار موندنې او وېش عصري سیسټم ته داخلیږي. په لږ وخت کې ستاسې په تولید، عوایدو او بازار کې محسوس تغییر راځي او د شرکت د مسوولانو پام در اوړي. شرکت اوس پر دې برخه پانګونه کوي او نتایج یې هم خورا پاموړ دي. مکمن تاسې د شرکت د نوي سیسټم مدیر وټاکل شى او د بازارموندنې، وېش او د تولید د ټولو پړاوونو د څار او کنټرول مسوولیت در وسپارل شي. دا ټولې دندې او امتیازات تاسې د خپل عملي ابتکار او ابتکاري عمل په پایله کې ترلاسه کوﺉ.

کله، چې د عمل ابتکار او ابتکاري فکر دومره مهم دی، ولې لاس تر زنې کښېنئ او د مدیر په سپارښتنه ترفیع ته منتظر کیږﺉ؟!. همدا د پرمختګ ځای دی. که همدا نن تصمیم ونیسﺉ، چې د ورځنیو چارو تر څنګ به هره ورځ یو ساعت ابتکاري چارو ته بېلوﺉ، په میاشت کې به تاسې د خپل ابتکاري فکر او عمل پایله ترلاسه کوﺉ. که هره میاشت تاسې یو ابتکاري کار کوﺉ، په کال کې به تاسې په اداره او شرکت کې یو نوی پوسټ او کاري شخصیت ترلاسه کړی وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */