سپورټ نړیوال کرکټ

باربا ډوس او سنټ لوشیا په کارابین لیګ کې د مخکې تګ څخه پاتې شوې 

 د ویسټ انډیز د کورني کرکټ «CPL» یا کارابین پریمییر لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ، چې د روانې اګسټ میاشتې په ۸ مه نیټه په ویسټ انډیز کې پیل شوې دي؛ د روانو سیالیو د لړۍ څخه سنټ لوشیا سټارز او بار باډوس لوبډلې رخصت شوې.

 دواړو لوبډلو د ترسره کړیو ۱۰ لوبو څخه یواځې په دوه او درې سیالیو کې بریاوې خپلې کړې او د مخکې تګ څخه وروسته پاتې شوې.

 په دغه سیالیو کې د ګډون کوونکو ۶ لوبډلو څخه ګیانا امازون، ټرینبیګو نایټ رایډرز، نیویس پیټریټز او جمیکا تلاوس دویم پړاو ته رسیدلې دي.

 ټرینبیګو لوبډله د ۹ لوبو څخه په ۷ بریاوو سره لمړی، نیویس پیټریټس د ۱۰ لوبو څخه د ۵، کیانا امازون د ۸ لوبو څخه په ۵ او جمیکا لوبډله د ۹ لوبو څخه د ۵ لوبو په ګټلو سره یو بل پسې دي.

 د ویسټ انډیز د کورني کرکټ «CPL» یا کارابین غوره لیګ تجارتي سیالیو په دې شپږم پړاو دا ۲۰ اوریزه لوبې به د همدې سیپټمبر میاشتې تر ۱۶ مې نیټې پورې دوام وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی