پام مو وي چي تفاوتونه مو اړیکه تباه نه کړي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

هیڅ داسي دوه نفره نسته چي په منځ کي دې د نظر اختلاف رامنځ ته نه سي او دا موضوع په هغو جوړو کي چي په تازګۍ سره ئې یو له بله واده سره کړی دئ هم زیاته ليدله کېږي. خو ددې تفاوتونو د مدیریت کولو پر لارو چارو نه پوهېدل ددې سبب کېږي چي ځواني جوړې – نر او ښځه – هر یو خپلو تفاوتونو ته تسليم سي او بالاخره ئې په شخړو و جنګ و جدل تمام سي.

ځکه نو، دا به بد نه وي چي څنګه ددې تفاوتونو قبلولو پر لارو چارو پوه سئ. دا تفاوتونه چي کاملاً طبیعي دي او ستاسي له شخصیته، د ژوند له سبک و ډوله، له هغي کورنۍ چي تاسي پکښي را لویان سوي ياست او له تر لاسه کړو تجربو سرچينه اخلي. ددې تفاوتونو د مدیریت کولو له پاره، لومړی باید دا ومنئ چي توپیر، کوم وېروونکی و وحشتناک څیز نه دئ او ټول انسانان یو له بله تفاوتونه لري – حتا د یوې کورنۍ اولادونه چي د جنیټيکي، تربیتي او د ژوندانه د محیط له نظره ئې یوشان شرایط و حالات هم درلودلي وي.

تر دې وروسته باید مهارتونه زده کړئ. د زوجینو له پاره تر هرڅه دمخه داسي مهارت زده کول په کار دي چي وکولای سي آرام و پرُ سکونه ژوند ولري – چي هغه د خبرو اترو مهارت دئ. هغه جوړې چي یو د بل سره د خبرو اترو مهارت نه لري – ډېر غواړي چي یو له بل سره بحث وکړي او پایله ئې داسي وي چي يوه کوچنۍ مسله به په خورا مغلقي و پیچېده هغې تبديلوي.

بحث یا خبري اتري

پام مو وي چي بحث کول د خبرو اترو سره فرق لري؛ په بحث کي فرد غواړي ځان او خپلي خبري سمي وښيي او ددې پر ځای چي فعال غوږ ونیسي غواړي ځواب ورکړي او مقابل طرف چي هر رقم کېږي تر پوښتني لاندي بوزي او ځان و خپله خبره ثابته کړي. په داسي حال کي، چي په خبرو اترو کي دوه نفره غواړي چي تر منځ ئې پر ګډه موضوع داسي فکر و خبري اتري وکړي چي يوې پايلي ته ورسېږي او یو له بله یو شی زده کړي او پر دې فکر نه کوي چي د کوم لوري خبري سمي، او کوم طرف غیر عادلانه و نامعقولي خبري کوي.

د رغوونکو خبرو اترو روش/طريقه

۱ـ ښه اورېدونکی اوسئ: تر هغو چي مو ښه اورېدل زده کړي نه وي نه سئ کولای چي مسله سمه حل و فصل کړئ.

۲ـ خپله غُسه مو کابو کړئ: هرکله چي زیات خښمېدلي و عصباني ياست د هیڅ موضوع په اړه یو له بل سره خبري مه کوئ. هغه وخت یو له بل سره د خبرو ور پرانيزئ چي فضاء آرامه وي او د خبرو اترو له پاره مو مناسب وخت په نظر کي نيولی وي؛ یعني د مشکل په محضی رامنځ ته کېدو سره، کوشش مه کوئ چي هر څنګه کېږي په اړه ئې خبري وکړئ بلکي یو مناسب وخت وټاکئ چي هغه وخت په آرامۍ سره په هغه اړه خبري اتري وکړئ.

۳ـ د زور و زورګويي په اړه یو له بله سره خبري مه کوئ: د خپل مقابل طرف له امر کولو، له باید و نه بایده، توهین و تحقیره پرهېز وکړئ.

۴ـ د یوې واحدي موضوع په اړه خبري وکړئ: هر وخت چي مو د خبرو اترو تصمیم ونیوئ یوازي د یوې واحدي موضوع په اړه وږغېږئ او هممهاله پر څو موضوعاتو له خبرو کولو ډډه وکړئ.

۵ـ د مقابل طرف له پاره د شرم، ګناه و خجالتۍ احساس مه رامنځ ته کوئ: دا چي د مقابل طرف سره په ستونزه کي راګير سوي ياست، هیڅکله داسي خبري مه کوئ چي مقابل طرف د شرمندګۍ، خجالتۍ یا ګناه احساس وکړي. پېغور و کنایه هم له خپلو خبرو بهر کړئ.

۶ـ مقابل طرف هم حق لري: خپل مقابل پرېږدئ چي له خپلو مشکلاتو و ناراحتیو وږغېږي. د احساساتو څرګندول یا په بله اصطلاح روانی تخلیه، فرد د متفاوتو مسایلو منلو یا طرحه کولو او ورپسې د مشکلاتو حل و فصل کولو ته لا زیات چمتو کوي.

۷ـ بخښنه غوښتل مشکل نه دئ: د ګډ ژوند د اختلافاتو د حل و فصل کولو پر مهال، ددې له پاره چي فرد خپلي تېروتني ته متوجه سي، بهتره ده چي په یوه سملاسي جمله سره چي د واقعي پښېمانتیا سره مله وي – موضوع په خیر تمامه کړئ. په بخښني غوښتلو سره فرد نه یوازي کوچنی کېږي نه، بلکي نور هم خپل اعتراف و انعطاف ته متوجه کوي.

۸ـ په نوبت سره، یوازي یوه موضوع مطرح کړئ: د هري ستونزي له پاره، یوه مشخصه ناسته وکړئ. ولي چي په یوه ناسته کي د ټولو مشکلاتو و ناراحتیو په اړه د خبرو کولو په صورت کي، یوازي دا نه چي د حللاره نه مونده کېږي، بلکي د ناراحتیو پر يوه ځای یادولو په لحاظ، د اختلافاتو لمن نور پسي پراخېږي.

له پایلي پرته خبري اتري

که په ډېرو حالاتو کي یوازي د يوه مشکل په باره کي خبري اتري، د هر څومره اصولي ترسره کېدو سره ترسره سي، موثري به نه وي. کوشش وکړئ چي د خبرو اترو تر خلاصولو وروسته، یو د بله کومي پایلي ته سره ورسېږي او خپلي خبري اتري را جمع بندي کړئ. دا مه هېروئ چي رغوونکي خبري اتري هغه خبري اتري دي چي پکښي پر بحث سربېره، تر مناقشې لاندي موضوع د حل له پاره وړاندیزونه هم ورکول کېږي.