ژوند بڼه کورنی ژوند

د ګډ ژوند عامې تېروتنې؛ ویې لولئ او ډډه ورڅخه وکړئ

لیکنه: صادق طارق
اعلان

تېروتنې له انسان سره همېش ملګري وي. ځینې تېروتنې ډېرې جدي او ځینې عادي وي.

په ګډ ژوند کې هم  تېروتنې راځي، چې مخنیوی یې باید په ممکنه ډول وشي.

دا تېروتنې له نورو تېروتنو جلا او د زیات بحث وړ ځکه دي، چې ستاسې د ژوند ستنې ورسره زیانمنیدای شي.

پښتانه باور لري، چې که د باندې هرڅومره نارامه یاست، خو کور کې مو فضا او ژوند ارامه وي، د باندې ستونزې درنه هېروي.

دا واقعیت هم دی، ځکه د کور فضا ترهر څه زیاته باید خوندي او جالبه وي.

دلته به هغه تېروتنې په جلا ـ جلا ډول شریکې او بحث شي، چې د نارینه او ښځینه وو له لورې کیږي.

د نارینه وو عامې تېروتنې

ـ خپله مېرمنه نورو سره پرتله کوي، یانې نورې مېرمنې پرخپلې غوره ګڼي، چې دا کار یې د مېرمنې حقارت او حساسیت زیږوي.

دا کار دې نه كیږي، پایلې یې پر ګډ ژوند بدې دي.

ـ د ښځې احساساتو ته نه پاملرنه د هغوی د زړه ماتوالي سبب کیږي، نه باید د ښځو په اړه داسې څه وشي چې د کمترۍ او بې پامۍ احساس ورکوي.

ـ د ژوند مهمې پېښې یې لکه: د زوکړې، ګډ ژوند او نورو کلیزه نه باید هېره شي. دا که هېرشي، هغې ته د ناپامۍ احساس ورکوي.

ـ مېرمنې او شخصیت ته یې نه درناوی د ګډ ژوند لپاره تاواني تمامیږي.

ـ نه باید بې علاقه ګي ورسره وښودل شي، دا هم یوه جدي تېروتنه ګڼل کیږي.

ـ که مېرمنې سره د کور په چارو کې مرسته ونه شي، دا هم ورسره د بد چلند یوه نښه او تېروتنه ده.

ـ له ټلیفون سره زیات مصروفیت هم یوه لویه تېروتنه ده، چې ګډ ژوند خرابوي او مېرمنه درڅخه خوابدې کوي.

ـ د مېرمنې خبرو ته غوږ نه نیول هم د نارینه وو له جدي تېروتنو او ستونزو څخه ده.

ـ دا هم د نارینه وو یوه لویه تېروتنه ګڼل کیږي، چې خپلو مېرمنو سره په مهمو مسایلو کې مشوره نه کوي او له پامه یې غورځوي.

د مېرمنو تېروتنې

ـ یوه لویه تېروتنه دا ده چې مېرمنې غواړي له ژوند ملګري څخه جاسوسي وکړي. هم یې ټلیفون وپلټي، هم یې جیب او هم نوره څارنه وکړي.

ـ دا هم بده تېروتنه ده، چې مېرمنه د ژوند ملګري ته د ماشوم ګومان کوي او په هرڅه کې فرمایشات او لارښوونې ورکوي.

ـ نارینه تر یوه حده یوازیتوب ته اړتیا لري، لازمه ده چې دغه وخت ورکړل شي، خو که مېرمنه دا وخت نارینه ته یې نه ورکوي، تېروتنه کوي.

ـ ځینې مېرمنې د نورو مخکې په یو ډول د خپل ژوند ملګري توهین کوي، چې دا خورا بده تېروتنه ده.

ـ دا هم بده تېروتنه ده، چې مېرمنه خپل زیات وخت د کورنۍ نورو غړو، اولادونو او دوستانو سره تېر کړي او د ژوند ملګري ته یې پاملرنه کمه وي.

ـ نارینه دې نه پوښتي، چې په څه فکر کوي، یانې نه باید فکر یې ګډوډ کړای شي.

ـ له ژوند ملګري سره د مېرمنې لخوا د ژوند پر ستونزو بحث نه کول هم یوه تېروتنه ده. هغه سره باید ګڼ موضوعات او ستونزې شریک او حل کې مرسته وغوښتل شي.

ـ مېرمنې نه باید ځانته پاملرنه هېره کړي، یانې د اولادونو د روزنې او کورنیو چارو ته د رسیدګۍ له کبله باید خپل ډول و سینګار هېر نه کړي.

ـ د مېرمنې زیات شکایت او غریدل هم د نارینه وو نه خوښیږي، مېرمنې دې متوجه وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق