ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

د یوه مناسب ګډ ژوند د دوام لپاره ۴۰ ګټور ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د خپل ژوند د شریک کمزورو ټکو ته ګوته مه نیسئ؛ هر فرد کولای شي په بېلابېلو مواردو کې کمزورتیاوې ولري، د دې کمزرو ټکو ښکاره کول او سترول د کینې او حسد د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

که چېرې د خپل ژوند له شریک او د ګډ ژوند له دوام سره مینه لرئ، بده نه ده، چې لاندې ټکي په غور سره ولولئ او یاد ته یې وسپارئ:

۱ ـــ لږه تمه ولرئ؛ د خپل ژوند له شریک څخه دومره تمه ولرئ، چې وکولای شي، ستاسو تمو ته مثبت ځواب ورکړي.
۲ ـــ تېرېدنه (ګذشت) وکړئ؛ په ډاډ سره ویلی شم، چې ژوند بې تېروتنې نه دی او هریو تېروتنه کوي، په تېرېدنې سره کولای شئ، ښه او خوږ ژوند ولرئ.
۳ ـــ دا ومنئ، چې هغه له ځینو خویونو او عادتونو سره ستر شوی دی او په ډېرې آسانۍ نه شي کولای، چې پرېیږدي، هغه ته فرصت ورکړئ.
۴ ـــ د خپل ژوند د شریک لپاره، لږ له ګټورو او د ارواپوهنې له مطالبو څخه ګټه واخلئ؛ ځکه چې د ګډ ژوند په لومړیو کې کافي تجربه نه لرئ.
۵ ـــ د اوس په ارزښت باندې پوه شئ، ښایي سبا ډېره ناوخته وي.
۶ ـــ دا په ښه توګه درک کړئ، چې کولای شئ، د خپل ژوند له شریک سره ښې او غوره شېبې ولرئ؛ هېڅوک نه شي کولای، چې ستاسو د ژوند د شریک ځای ونیسي.
۷ ـــ زغم ولرئ؛ که چېرې د خپل ژوند د شریک چلند ښه نه ګڼئ، نو غوره ده، په ډېرې حوصلې او زغم سره او په مناسبو شرایطو کې هغه د خپل چلند په څرنګوالي باندې پوه کړئ.
۸ ـــ منطقي چلند وکړئ؛ مسایل په منطقي او سمه توګه بررسي کړئ او د شخصي ګټو پرځای د ګډ ژوند ګټې په پام کې ونیسئ او بې لوري قضاوت وکړئ.
۹ ـــ مثبت لید ولرئ؛ د ژوند د خوږو شېبو په یادولو سره له ځانه کرکه او بد بیني لرې کړئ، د خپل ژوند د شریک د ښو چلندونو په اړه ډېر زیات فکر وکړئ او د ژوند ښه اړخونه مه هېروئ.
۱۰ ـــ یو زړي اوسئ؛ د مقابل لوري درک کول، د سم پوهاوي د رامنځته کېدو سبب ګرځي او یو زړي او همغږي رامنځته کوي.
۱۱ ـــ خپله د خبرو او عاطفي اړیکه خوندي کړئ؛ هڅه وکړئ، چې د خپل ژوند له شریک سره د بېلابېلو مسایلو په اړه وغږېږئ. خبرې کول، د ژوند د شریک له افکارو او احساساتو څخه د خبرون تر ټولو غوره لاره ده.
۱۲ ـــ په یو بل باندې مهربانه واوسئ؛ د خپل ژوند شریک د خپل وجود یوه برخه وګڼئ، ښېګڼې یې ورته ووایئ، ښېګڼه ورته وغواړئ او د خپل ژوند له شریک سره د مرستې کولو په لاره کې له خپلو ټولو هڅو او کوښښونو څخه کار واخلئ. په مهربانۍ سره کولای شئ د یو بل د زړه خاوند شئ، توده او صمیمي اړیکه ټینګه کړئ.
۱۳ ـــ مینه منونکي او له غوسې تښتېدونکي واوسئ، مهرباني او له غوسې او کینې څخه لرېوالی د سرښندونکو جوړو ځانګړنه ده. هڅه وکړئ، چې د ژوند هینداره مو رڼه او د کینې او حسد له دوړو څخه پاکه وي.
۱۴ ـــ هڅه وکړئ، هغه کارونه مو چې په سمه توګه ترسره کړي، یو بل وهڅوئ؛ ځکه هېڅوک نه شي کولای، چې د مېرمنې او خاوند په څېر د یو بل هڅونکي واوسي.
۱۵ ـــ رښتیني واوسئ؛ رښتینولي د ګډ ژوند له غوره پانګو څخه ده. هېڅکله له دروغو او دوکې څخه ګټه مه اخلئ، حتا که حقیقت هم ستاسو په ګټه نه وي. دا مه هېروئ، چې دروغ د ژوند ستنې کمزورې کوي.
۱۶ ـــ د کور چاپېریال پاک او مینه ناک کړئ؛ د کورنۍ عاطفي فضا باید داسې ښه او مینه ناکه وي، چې د ژوند شریک مو پکې د خوښۍ او خوشالۍ احساس وکړي او له اروایي خوندیتوب څخه برخمن وي.
۱۷ ـــ د خپل ژوند د شریک اړتیاوو ته پام وکړئ؛ له درنښت سره په زړه پورې چلند د دې سبب ګرځي، چې خپلې غوښتنې په ډېرې هوساینې او آسانۍ سره بیان کړي.
۱۸ ـــ د خپل ژوند د شریک اروایي روغتیا خوندي کړئ؛ د جسمي او اروایي روغتیا تر سیوري لاندې کولای شئ، خپلو موخو ته ورسېږئ، نو له دې امله باید چلند ته یې پام وکړئ او له بې رغبتۍ او خاموشۍ څخه یې مخنیوی وکړئ.
۱۹ ـــ له یو بل سره مشوره وکړئ؛ له جوړو څخه هر یو لوری باید دا حق ولري، چې خپل نظر او وړاندیز بیان کړي، په مشورې کولو سره، روغ او خوشاله ژوند ته د رسېدو لاره لنډېږي.
۲۰ ـــ ارزښت پېژندونکي واوسئ؛ د خپل ژوند له شریک څخه په سمه توګه د خپلو دندو او مسؤولیتونو د ترسره کولو له امله مننه وکړئ. د مننې او منندویۍ د ښکاره کولو لپاره ځانګړو کلمو ته اړتیا نه لرئ.
۲۱ ـــ د مسؤولیت احساس ولرئ؛ له جوړې څخه هر یو لوری باید د هغو کارونو په وړاندې، چې په خپله غاړه یې اخیستي دي، ځان ژمن وګڼي او له ترسره کولو څخه یې اوږې تشې نه کړي.
۲۲ ـــ هڅه وکړئ، چې د یو بل شخصي حریم ته درناوئ وکړئ، حتا د لانجې پرمهال.
۲۳ ـــ ژمنې ته ژمن واوسئ؛ خپلو خبرو او ژمنو ته ارزښت ورکړئ او د هغو په وړاندې ځان مسؤول وګڼئ، ژمنې ته ژمن پاتې کېدل، ځان او د خپل ژوند شریک ته د درنښت نښه ده.
۲۴ ـــ د خپل ژوند د شریک په سلیقه او لېوالتیاوو باندې پوه شئ، ترڅو په دې کار سره هغه ته ووایئ، چې څومره درته مهم دی، په ډېری مواردو کې ښځه او مېړه له یو بل څخه دا هیله لري، چې هغه ښه وپېژني او په دې باندې پوه شي، چې څه څه یې خوښېږي.
۲۵ ـــ خپل ځان د خپل ژوند د شریک پرځای مېشت کړئ؛ نړۍ ته د هغه د لید له کړکۍ څخه وګورئ او له ځانه وپوښتئ: که زه د هغه پرځای وای، نو څه به مې کړي وای؟.
۲۶ ـــ د کاري چاپېریال سختۍ او ستونزې د اړتیا تر بریده د خپل ژوند له شریک سره شریکې کړئ؛ د فکر یووالی د ستونزو پېټۍ را سپکوي.
۲۷ ـــ د ګډ ژوند اړیکې ډېرې مهمې وګڼئ؛ دې اړیکو ته نه پاملرنه، د یوه لوري لپاره بېلابېلې کورنۍ او اروایي ستونزې رامنځته کوي او ګډ ژوند له جدي ګواښونو سره مخامخ کوي.
۲۸ ـــ د خپل ژوند شریک ته ووایئ، چې زه له تا سره د مینې په خاطر د ژوند ټولې سختۍ او ستونزې منم، دا جملې د هغه په زړه کې له تاسو مینه لاپسې زیاتوي.
۲۹ ـــ یو بل آرامه کړئ؛ ورځې تل بې ستونزو نه وي، سخت او ستونزمن شرایط له ژوند څخه نه بېلېدونکي دي. که چېرې کومه ورځ مو د ژوند شریک غوسه و، نو آرامه یې کړئ او غوسه یې لاپسې مه زیاتوئ.
۳۰ ـــ په درنښت او رښتینولۍ سره ومنئ، چې د ژوند د شریک وړتیا مو په ځینو کارونو کې تر تاسو زیاته ده.
۳۱ ـــ په ښکلو جملو سره د خپل ژوند شریک ته ناز ورکړئ، یوه مینه ناکه جمله کولای شي د غوسې او کرکې توپان غلی کړي او د ګډ ژوند بنسټ له ډېرو خطرونو څخه لرې کړي.
۳۲ ـــ د خپل ژوند د شریک خبرو او وړاندیز ته درنښت وکړئ او خپل ځان جامع الکمالات مه ګڼئ، په دې باور واوسئ، چې ټول په هرڅه باندې پوهېږي.
۳۳ ـــ فرمان او دستور مه ورکوئ؛ خپل کور په نظامي پایګاه باندې مه بدلوئ، دې ته مو پام وي، چې کور د مینې بنسټ دی، نه د دستور ورکولو او غوسې ځای.
۳۴ ـــ له خپل واده څخه د پښېمانۍ احساس مه کوئ؛ خپل ژوند او اړیکې له نورو سره مه پرتله کوئ او دا له یاده مه باسئ، چې د هر چا ژوند د هغه د سلیقې، عقل، هوښیارۍ او پوهې پر بنسټ اداره کېږي.
۳۵ ـــ د خپل ژوند د شریک کمزورو ټکو ته ګوته مه نیسئ؛ هر فرد ښایي په بېلابېلو مواردو کې کمزورتیاوې ولري، د دې کمزورو ټکو ښکارول او سترول د کینې او حسد د رامنځته کېدو سبب ګرځي. هېڅکله نباید له کمزورو ټکو څخه د وسلې په توګه د خپل ژوند د شریک د غلي کولو او یا ماتې ورکولو لپاره ګټه واخلئ.
۳۶ ـــ له ورته مقابلې څخه ډډه وکړئ؛ له جبرانونکو چلندونو څخه ډډه وکړئ او هڅه وکړئ، چې د ورته مقابلې پرځای، هغه ته له مناسبو چلندونو څخه یادونه وکړئ.
۳۷ ـــ پرتله مه کوئ؛ په پرتله کولو سره، هم د خپل ژوند شریک له ځانه خپه کوئ او هم ژوند په ځان باندې سختوئ او په دې باندې پوه شئ، چې ټول انسانان نه شي کولای، چې یو د بل په څېر واوسي.
۳۸ ـــ هڅه وکړئ، چې په هرځای کې د خپل ژوند د شریک د حال پوښتنه وکړئ؛ دا چاره د دې سبب ګرځي، ترڅو یو بل ته د ښځې او مېړه د ارزښت احساس زیات شي.
۳۹ ـــ یو بل ته، له یو بل سره د ښو ورځو له اوسېدو څخه یادونه وکړئ؛ دا چاره د دې سبب ګرځي، ترڅو ترخې ورځې له ترخو خاطرو سره، په ډېرې آسانۍ هېرې شي.
۴۰ ـــ ښه اورېدونکي واوسئ؛ کله چې د ژوند شریک مو درسره خبرې کوي، د امکان تر بریده یې سترګو ته وګورئ او په اشارې او د سر په خوځولو سره، دا ښکاره کړئ، چې د هغه خبرو ته مو پام دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل