فساد په بیا ــ بیا یادولو له منځه نه ځي!// جان اغا بهار

حکومتونه، ننګووي، او وګړي یې په جل وهي! دا ښکارنده، دلته ملي او بین المللي دواړه بُعدونه لري.

په هېواد کې د فساد د ترویج او یا په دې نه پرېښودنکې مادې، خلک پخواني ولسمشر کرزي معتاد کړل، پېسې ډېرې وي، په استهلاک یې د چا زړه درد نه اخېسته! د دولت رییس لکه سیلرحمه او غني مور په اولادونو یې د فساد شېدې نه سانسورولې، ځکه دې مور نه غوښتل، چې اولاد یې په خوار ځواکۍ اخته شي.

فساد:
په نوم اخېستلو سره یې سړی پوهیږي، چې دا هغه پدیده( ښکارنده) ده چې په نړيواله کچه یې ښې حکومتولۍ د تنازل خواته وړې دي او لا یې وړي! فساد تقریباً په ټوله نړۍ وجود لري؛ خو ټیټ والي او لوړوالي کچه یې بیا د هېوادونو، په وېښو ملتونو، وګړو او قوي ادارې لرونکو او با عزمه حکومتونو پورې اړه لري، چې څنګه یې پر وړاندې مبارزه وکړي او څنګه دغه وژونکي پدیده محوه او لابوده کړي.

زمونږ د هېواد د وروسته پاتې والي یو ستر اساسي علل او عامل اداري فساد دی، چې په نړۍ واله سطحه یې زمونږ دولت تر سوال لاندې راوستی، دلته ټولې ا دارې په فساد کې ښکېلې دي، که څه هم په له منځه وړلو کې یې د نړۍ والې ادارې او افغان دولت په ګډه دې برخه کې مبارزه کړي، چې د ارزونې، یا د روڼتیا نړۍ وال سازمان د رېپوټ پر اساس د تیر کال په پرتله سږ کال یو څه ښه شوي یو او درې درجې مخکې راغلي یو، یعنې له دریم څخه مو ۷ ځای نېولی؛ خو لا هم په پراخه پیمانه په دولتي ادارو کې، فساد، رشوت، اختلاس، تدلیس اخېستل کېږي، لکه یوه کاري برخه ګرځېدلې ده.

په یو تازه رېپوټ کې چې د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغونې د سر مفتش ادارې له خوا خپور شوی، د دې نهاد مشرتابه جان سوپکو وايي، اداري فساد په افغانستان کې لا هم شته دی او دغه چاره د افغانستان راتلونکی ګواښي. سوپکو دا هم مني چې په افغانستان کې د اداري فساد په پراختیا کې امریکا رول درلود او زیاتوي، امریکا په یو ځل یوه کوچني هېواد ته میلیونونه ډالر ورکړل؛ خو د خپلو لګښتونو د معلومولو او ارزولو لپاره یې هېڅ بنسټ نه درلود. نوموړی وايي اداري فساد د افغانانو د ژوند برخه ګرځېدلې ده او که افغان حکومت په دې برخه کې لا ډير جدي ګامونه پورته نه کړي نو د افغانستان راتلونکې له خطر سره مخ کولی شي.

دا چې پورته؛ مو هم ورڅخه یادونه وکړه، چې فساد د هېوادونو راتلوونکی تهدیدوي، پرمختللی اقتصادي وضعیت له رکود سره مخ کوي، ترڅنګ یې د ښوونې او روزنې په برخه نه جبرانېدونکی منفي اغېز کوي، باالاخره د ژوند په ټولو برخو منفي تاثیرات لري.

تر کومې کچې چې ستونزې ډېرې دي، هغومره د حل لارې هم لري، ستونزه یوازې په یا دولو او بیا ــ بیا ویلو نه حلیږي، ترڅو یې چې په حل لارو غور او فکر ونشي او د میکانیزم او جوړښت له مخې ورته رسیده ګي ونشي.

په هېواد کې د فساد د ترویج او یا په دې نه پرېښودنکې مادې، خلک پخواني ولسمشر کرزي معتاد کړل، پېسې ډېرې وي، په استهلاک یې د چا زړه درد نه اخېسته! د دولت رییس لکه سیلرحمه او غني مور په اولادونو یې د فساد شېدې نه سانسورولې، ځکه دې مور نه غوښتل، چې اولاد یې په خوار ځواکۍ اخته شي، ځکه بیا به یې وجود کمزوری وي او د سختو حالاتو پر وړاندې به له برم ولویږي؛ خو د مور لید تر لرې نه رسېده او د خپل اولاد راتلوونکې ته یې پوره پام نه و، چې راتلوونکې کلونه به یې څنګه وي، څه به کړي، څه به خوري، ژوند به یې څومره تریخ وي، د حالاتو اوسختو شپو او ورځو پر وړاندې به د تقابل ځواک ولري!؟ نو ځکه یې د پوره عاطفې په خپلولو سره څو محدود کلونه دا د نورو اولادونو د حق شېدې( برخې) او نعمت پرې په بشپړه ډول وڅښه!

د مور د ژوند سپرلي کم و، سلګۍ یې ووهلې او د ژوند لمن یې راټوله شوه؛ خو معتاد اولاد یې لکه لوفران را ستر شول، مبرم حالتونه پرې راغله، چاره یې نه کېده، د ښه خوارکونو د خوړولو او د ښو پوښاکونو په تن کولو لپاره یې په کومو غیرې مجاز لارو د ژوند د سفر بیړۍ مخته بو نه، تله!

ګداګري، سایلي……. هرڅه یې ترسره کړل، چاره یې نه کېده، بالاخره په قاچاقي ډول یې خپل ځانونه د اروپا او امریکا د قلمرو په لمنو کې وروغورځول، له سنتي ټولنې لاړل، څه به کړي، هغه له پولو وتلې خبرې دي، کار یې خپل دی!.

چاپیریال مستقمیاً پر شخص اغیز کوي، دا چې منفي، یا مثبت نظر چاپیریال ته د تفکیک وړ خبره ده.

که هغوی لاړل، دلته ډېر داسې اخلاف ول، چې د خپلو اسلافو لاره یې تعقیب کړې وه او دا بې تکلیفه عاید یې د کور تر دُرشلې راتله، ورته خوند ورکوو، له ځانونو یې شل زمریان جوړ کړي ول او د ګیدړ راوړې خواړه یې په یخو سترګو تر ستونې تېروه.

نوې رامنځته شوې، سیاسي اداره هم دې د پدیدې له منځه وړلو هغومره لېوالتیا نه لري؛ تر کومې کچې یې په خپلو شعارونو او انتخاباتي برنامو کې ځای ورکړی و. او د خلکو ترې تمې کېدې، بس د ولس هیلې په لوی لاس وژل کېږي، دلته پر هر باور شوي، باور په ځان پورې ندامه کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */