سپورټ فوټبال

د کوپا امریکا جام برازیل وګټئ.

نن د امریکا د لويي وچي په سطحه د کوپا امریکا فوټبال جام اتلولي کوربه برازیل وګټل.

ددې جام په پای لوبه کي د برازیل فوټبال ملي لوبډلي د پیرو هیواد ملي لوبډلي ته ۳ پر یو ماته ورکړه او پایلوبه یې ځیني وګټل.

پیرو هیواد وروسته له ۴۴ کلنو د یاد جام پایلوبي ته وتلی وو، خو اتلولي یې ترلاسه نه کړه.

د کوپا امریکا جام په نیمه پایلوبو کي برازیل ارجنټاین ۲ پر صفر مات کړ او پیرو بیا چیلي ته ۳ پر صفر ماته ورکړه او پایلوبي ته ولاړ.

د جام د دریم مقام لپاره بیا ارجنټاین ملي لوبډله د چیلي پر وړاندي بریالۍ سوه او دریم مقام یې خپل کړ.

د کوپا امریکا د سږ جام غوره لوبغاړی برازیلی ډني الویس و ټاکل سو.

الویس د فوټبال د تاریخ لومړی لوبغاړی سو، چي تر ټولو ډېر ۴۰ جامونه یې ګټلي دي.

د کوپا امریکا جام په دې سیالیو کي ۱۲ لوبډلي په ګروپي شکل سره ولوبول سوې، چي په دې ملي لوبډلو کي دوو یې د آسیا کنفدراسیون څخه ګډون کړی وو.

د کوپا امریکا جام ۱۰۳ کاله وړاندي رامنځ ته سو، چي تر دې مهال پکښي هر کال د امریکا له ۱۲ څخه تر ۱۹ پوري د هیوادونو ملي لوبډلو ګډون کړئ دئ.

برازیل په دې جام کي خپلي اتلولۍ لسو ته ورسولې.

یورګوای ۱۵ ځلي، ارجنټاین ۱۴ ځلي، پارګوای، چلي او پیرو دوه دوه ځلي، کلومبیا او بولیویا هیوادونو یو یو ځلي د کوپا امریکا جامونه ګټلي دي.

سږنی کوپا امریکا جام په برازیل هیواد کي ترسره سو او د ۲۰۲۰ کوپا جام لپاره ارجنټاین هیواد ټاکل سوئ دئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.