ګټه کې تاوان؛ انګریزه جینۍ د کلچې خوړلو په سیالۍ کې مړه شوه

لیکنه: صادق طارق

پښتو متل دی، چې: ګټه په تاوان کیږي.
دا خبره په تجربو ولاړه ده، که څوک غواړي ګټه وکړي، تاوان به مني.
ځینې وخت دا تاوان د ژوند ختمیدو په بیه تمامیږي. لکه دا كیسه چې اوس یې درسره شریکوو:

د نجلۍ تاوان
د انګلستان ډیلي میل رسنۍ خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې یوې نجلۍ د زیاتو کلچو د خوراک په سیالۍ کې د زیات خوراک له کبله خپل ژوند بایللی.

دا پېښه د لینکولشیر ولسوالۍ په بورن ښار کې شوې ده.

مړه شوې نجلۍ بتیان ګاسکین نومیده او ۲۴ کاله عمر یې و.

هغه دغې سیمې ته مېلمنه ورغلې وه. ګاسکین د خورلڼې په کور کې یې له دغې سیالۍ خبره او په شوق ورته لاړه، خو بیرته پخپلو پښو لاړه نه شوه.

ډاکټرانو ویلي، چې د زیات خوراک له وجې د دغې نجلۍ ساه بنده شوې او بې هوښه شوې ده.

هغه په روغتون کې له ۵ ورځیني بستر وروسته مړه شوه.

د نجلۍ مور له نورو خلکو غوښتي، چې د دې د لور په شان بې ځایه مستۍ او هوسونه ونه کړي، کنه انجام به یې د هماغې په شان شي.