ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د مکالمې پرمهال، دا چلندونه بې ادبي ګڼل کېږي

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

له نورو سره د اړیکې ټینګښت او د ګڼ شمېر خلکو په منځ کې خبرې کول، ځینې قوانین لري، که مراعات یې نه کړئ، د نورو له نظره یو بې ادبه کس ګڼل کېږئ، خو دا چلندونه کوم دي؟ په ډاډ سره ویلی شم، چې موږ په شعوري توګه له ځانه ځورونکي چلندونه، نه ښکاره کوو، خو دا چې پوه شو، کوم چلندونه په ورځنیو خبرو کې بې ادبي ګڼل کېږي، موږ په خپلو چلندونو باندې لا زیات پوهوي او د هغوی له ترسره کېدو څخه مخنیوی کوي. د دې لیکنې په دوام په هغو چلندونو باندې رڼا اچوو، کوم چې په مکالمه کې بې ادبي ګڼل کېږي.

د نورو خبرې پرې کوئ

هرومرو تاسو هم له دې موضوع سره مخامخ شوي یاست، چې د خبرو کولو په حال کې یاست او ناڅاپه یو کس ستاسو په خبرو کې را وغورځي او خبرې مو نا بشپړې پاتې شي. که څه هم دا موضوع په شعوري توګه نه رامنځته کېږي، خو د نورو له نظره بې ادبي ګڼل کېږي. ارواپوهان د نورو د خبرو پرې کول، یو له دودیزو او په عین حال، په مکالماتو کې ځورونکي چلندونه ګڼي، دا چلند په دې مانا دی، چې د مقابل لوري خبرې ستاسو لپاره هېڅ ارزښت نه لري او تاسو یې له اورېدو سره هېڅ مینه او لېوالتیا نه لرئ، له دې امله که غواړئ، چې خبرې مو ښې پرمخ لاړې شي، نو دا فرصت مقابل لوري ته ورکړئ، ترڅو خپلې خبرې پای ته ورسوي، له دې وروسته خپل نظر بیان کړئ.

یوازې د خپل ځان په اړه خبرې کوئ

که په یوه مکالمه کې  یوازې د خپل ځان په اړه خبرې وکړئ، نو د نورو له نظره په ځان باندې مین شخص ګڼل کېږئ، دا سمه ده، چې تاسو خپل ځان ته تر ټولو زیات ارزښت ورکوئ، خو نور هم د ځان په اړه همدا احساس لري، خو دا دلیل نه شي کېدای، چې هر څوک دې د ځان په اړه خبرې وکړي، که داسې وشي، نو مکالمه د مقابل لوري لپاره ستړې کوونکې او ځورونکې کېږي؛ له دې امله هڅه وکړئ، څومره، چې د ځان په اړه خبرې کوئ، له نورو څخه هم د نظرونو او تجربو په اړه یې پوښتنه وکړئ، ترڅو په مکالمه کې توازن ټینګ شي.

د خبرو کولو پرمهال خپل موبایل ته ګورئ

یو له هغو عادتونو څخه، چې په دې ورځو کې ډېری انسان پرې اخته شوي، په موبایل کې بوختېدل دي، دا عادت دومره سخت او شدید دی، چې ځینې کسان حتا له مقابل لوري سره د خبرو کولو پرمهال هم خپلې سترګې له موبایل څخه نه پورته کوي. موږ له موبایل څخه د دې لپاره ګټه اخلو، چې له هغو دوستانو سره اړیکه ټینګه کړو، کوم چې له موږ څخه لرې دي، له دې امله اړتیا نه شته، کله چې د یو بل ترڅنګه یو، تل مو تمرکز په خپل موبایل باندې وي. که تاسو له نورو سره د خبرو کولو پرمهال، خپل موبایل چک کړئ، نو دا په دې مانا ده، چې حواس مو په بل ځای کې دي، یا دا چې د موبایل خبرونه مو، د مقابل لوري له خبرو څخه ډېر زیات مهم دي؛ له دې امله غوره ده، چې له نورو سره د خبرو کولو پرمهال موبایل له ځانه لرې کړئ، پرته له دې، ستاسو چلند بې ادبي ګڼل کېږي.

خبره باید ستاسو خبره وي

که مکالمه مو د بحث او مناظرې په لور لاړه، نو غوره ده، چې خپل ځان کنټرول کړئ. په دې شرایطو کې ډېری کسان خپله ټوله هڅه کوي، ترڅو په نورو باندې خپله خبره ومني او دا ثابته کړي، چې دوی سمه خبره کوي، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې یوه مکالمه ګټونکی او بایلونکی نه لري، د ګټونکي کېدو لپاره د هڅې پرځای، غوره ده، چې له قضاوت پرته د مقابل لوري خبرې واورئ او درک یې کړئ. که ستاسو مکالمه دا ډول مخته لاړه شي، نه یوازې ښه پایله به تر لاسه کړئ، بلکې د خپل مقابل لوري د فکر له بڼې سره به هم آشنا شئ.

د غوږ نیولو پرځای، د خپلو ځوابونو په اړه فکر کوئ

ډېری کسان د مکالمې په اوږدو کې، د دې پرځای، چې د مقابل لوري خبرو ته غوږ ونیسي، د خپلو ځوابونو د چمتو کولو په فکر کې دي، په دې حالت کې، نه یوازې د مقابل لوري خبرو ته ښه نه متوجه کېږي، بلکې د دې شونتیا هم لیدل کېږي، چې د هغه  خبرې پرې کړي. که تاسو هم دا چلند لرئ، پرځای د دې، چې د خپلو ځوابونو د چمتو کولو په فکر کې واوسئ، د مقابل لوري په خبرو باندې تمرکز وکړئ، ښایي د هغه د ټولو خبرو په اورېدو سره، ستاسو په نظر کې هم بدلون رامنځته شي.

بېځایه پوښتنې کوئ

تاسو باید په مکالمه کې خپل حد وپېژنئ، یانې د خصوصي پوښتنو له پوښتلو څخه باید ډډه وکړئ. لکه دا ډول پوښتنې: میاشتنی معاش دې څومره دی؟ یا ولې اولاد دې نه کېږي. هغه پوښتنې، چې په بشپړه توګه شخصي دي، نباید له مقابل لوري څخه یې وپوښتئ، هڅه وکړئ، که کومه پوښتنه هم کوئ، نو باید عادي او ټولیزه وي، نه شخصي. له دې پرته ښایی له داسې یوه ځواب سره مخ شئ، چې خواشینی مو کړي.

خپل ځان بې عیبه او بې نیمګړتیا ګنئ  

ښایي تاسو په خپله هغه ځورونکي چلندونه، چې له نورو سره یې په مکالمه کې لرئ، تشخیص نه کړئ، خو دا په دې مانا نه ده، چې بې عیبه او بې نیمګړتیا یاست. په دې موضوع باندې د پوهېدو لپاره، غوره ده، چې له خپلې کورنۍ یا دوستانو څخه مو مرسته وغواړئ، له هغوی څخه وغواړئ، چې بد عادتونه مو در په ګوته کړي، له کومه ځایه، چې هغوی له تاسو ډېره زیات وخت تېروي، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې له نورو سره د خبرو پرمهال ستاسو په ناسمو چلندونو باندې پوهېږي، کله چې تاسو په خپلو نیمګړتیاوو باندې پوه شئ، نو کولای شئ، چې پرې کار وکړئ او په خپلو خبرو کې له ځانه ښه چلندونه ښکاره کړئ او په مقابل لوري باندې ډېر زیات اغېز ولرئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل