روغه سټه ساینس او ټیکنالوژي

بیلګیټس په خپل کور کې د الکترونیکي وسایلو پر کارولو بندیز لګولی

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

نن سبا کمپیوټر که د ټولنې د پرمختګ هراړخيزې استانياوې برابرې کړي، نو بلې خوا د انسان له روغتيا يې له ستونزو سره هم مخ کړې.

ویل کیږي پخوانيو طبيبانو به خپلو مريضانو ته د ارام او سکون يا په کور کې د ناستې، چې بدن یې يو څه ارام وکړي، مشورې ورکولې. په ساده ژبه به یې ورته ويل: بايد څو ورځې کار ونه کړې.

خو اوس ساينسپوهانو روغ او ناروغ دواړه په جسمي او ذهني کارونو دومره بوخت کړي چې د بدن د سلامتيا د رنګينو سيلونه، د غرونو د خوندورو فضاګانو، او د دښتو د ګلورينو خوشبوګانو د سیل دروازې تړلي دي.

د څیړونو په اساس د انسان دماغ که په سیل او تفريح سره ارام مومي، دا ډول بدن هم ارام ته اړتيا لري. د ښو ورشوګانو- ښکلاګانو په ليدلو د انسان ذهن، بدن او سترګو ته ګټه رسيږي.

خو بلخوا بیا د کمپيو ټر، موبايل او نورو الکترونيکي وسايلو په کارولو د انسانانو او په ځانګړې توګه د ځوان نسل، د شپې او ورځې سکون او ارام له منځه تللی دی.

په نړۍ کې دا مهال تر ټولو زيات کار په کمپوټر او په نوي سیستم (ګرځنده ځېرکو) موبایلونو روان دی.

د همدې نوې ټکنالوژۍ یو مخکښ جوړونکی بيل ګيټس، پخپله د کمپيوټر له کارولو لاس اخیستی، وايي پر بدن او دماغو بد اثر کوي.

د معلوماتو له مخې بيل ګيټس په خپل کور کې پر خپلو اولادونو هم بنديز لګولی. ورته ويلي یې دي چې الیکترونیکي وسایل مو پر نظر او ذهن بد اغېز کوي، بايد له استعماله یې ځانونه وژغورئ، خو که ډېره اړتيا ورته لرئ، نو په پخلنځي کې یې چې نور څوک درسره نه وي د لږ وخت لپاره استعمالولاى شئ.

بيل ګيټس دې نتيجې ته رسېدلی چې کتاب که هر څو مطالعه کړل شي پر ذهن بد اغېز نه کوي، ځکه یې د کمپيوټر د استعمال پر ځای کتاب غوره کړی دى.

بيل ګیټس په خپل کور کې د سمارټ فون په کارونې هم بندیز لګولی دی.

په همدې حال کې روغتيا پالان وايي، نوې ټکنالوژۍ که روغتيايي اسانتياوې رامنځته کړې، روغتيايي ستونزې هم له ځان سره لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي