خواړه روغه سټه ژوند بڼه

قهوه مو پر وزن اغیز لري او د بدن غوړ مواد سوځوي

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

لومړی باید دا ومنو چې قهوه د کافیینو درلودونکې ده. کافیین نن سبا تر ټولو ډېر کارېدونکي کېمیاوي مواد دي چې له کارولو وروسته د انسان د مغز کړنو ته بدلون ورکوي. دغه بدلون په ټوله کې بیا د انسان د درک، سلوکو او رفتار د بدلون لامل کېږي. نن سبا ټول هغه مواد چې د بدن د وازګو وېلې کولو لپاره کارول کېږي، کافیین به پکې ارو مرو موجود وي. د کافیین یوه ځانګړنه دا ده چې چربي له خپل اصلي حالت څخه وباسي او دې ته یې چمتو کوي، چې په اسانۍ سره وېلې شي. خو دا چې په ريښیتا هم د وزن له کمېدو سره مرسته کوي که نه؟ په دې لیکنه کې مو د ډنګرېدو او قهوې په اړه خبرې کړي:

قهوه د تحرک کوونکو موادو درلودونکې ده
قهوه په خپل جوړښت کې داسې مواد لري، چې د مرکزي عصبي سېستم د تحرک لامل کېږي. د قهوې په دانو کې تحرک کوونکي مواد اوس په ډېری څښونکو موادو کې چې د انرژۍ په نوم بازار ته راغلې دي هم په ډیره کچه کارول کېږي.

ډېر کارول یې کولی شي د بدن د وازګو له وېلې کولو سره مرسته وکړي، خو دغه چاره کېدای شي په راتلونکې کې د انسان بدن ته ځینې نورې ستونزې هم جوړې کړي.

کافیین، په قهوه کې د اعصابو تر ټولو محرکه ماده ده.
تئوبرومین، په کاکاو کې د اعصابو تر ټولو محرکه ماده ده. خو یو اندازه یې په قهوه کې هم موندل کېږي.

تئوفیلین، دغه ماده په قهوه او کاکاو دواړو کې پیدا کېږي. له تئوفیلین څخه د ساه لنډۍ ناروغۍ د درملنې لپاره ډېره ګټه اخیستل کېږي.

کلروژنیک اسید، دا بیا هغه ماده ده چې په قهوه کې په زیاته کچه موندل کېږي او په بدن کې د کاربوهیدرتو له چټک جذب سره خورا مرسته کوي.

په قوه کې تر ټول مهمه ماده همدا کافیین دي، چې کچه یې هم په کې لوړه ده او تر اوسه ډېره څېړل شوې هم ده. د دې مادې یوه ځانګړنه دا ده چې د ادنوزین په نوم د عصابو د مهار کولو ماده غیرې فعالوي. کله چې دغه ماده غیر فعاله شي، نو عصاب د ستړیا پر مهال هم خپله دنده پر مخ بېولی شي او فعالیت کوي. کافیین کولي شي د یوه کس ورزشي فعالیتونه په اوسط ډول له ۱۱ سلنې څخه ۱۲سلنې ته لوړ کړي.

قهوه په بدن کې د غوړو د لویو غوټو له تجزیې سره مرسته کوي
قهوه د عصبي دستګاه د تحرک په وسیله، د وازګو سلولونو ته یو ډول سیګنالونه استوي، چې د ماتېدو لامل یې کېږي. دغه عملیه د اپي نفرین په نوم د یوه هرمون په واسطه په وینه کې تر سره کېږي. اپي نفرین، چې د ادرنالین په نامه هم یادېږي، د وینې په واسطه د وازګو غوټو ته ننوځي. د وازګو لویې غوټې ماتوي او تجزیه شوي مواد یې بېرته د ناپاکې وینې په وسیله بهر ته را وباسي.

خو یوه خبره مو باید په یاد وي، چې دغه عملیه هغه وخت صورت نیسي، چې اخیستونکې انرژي مو له مصرف کوونکې انرژۍ څخه زیاته وي، ځکه د غوړو اسیدونو ازاد دېدل نه شي کولی په یوازې ځان د وزن له کموالي سره مرسته وکړي.

کافیین په بدن کې د غوړو موادو له سوځېدو سره مرسته کوي
څومره چې په بدن کې د استراحت پر مهال د غوړو موادو سوځېدو ته زمینه برابره شي، په هماغه کچه د وزن له کموالي سره مرسته کوي. پر کافیینو د څېړنو پایلو ښودلې ده چې دغه ماده کولی شي د استراحت پر مهال د غوړو موادو د سوځېدو کچه له ۳ سلنې ۱۱ سلنې ته لوړه کړي.

یوې بلې څېړنې ښودلې چې کافیین کولی شي، په ډنګرو کسانو د ۲۹ سلنه انرژۍ د سوځېدو لامل شي، خو دغه کچه بیا په چاغو کسانو کې ۱۰ ده. دغه راز د کافیینو دغه فعالیت په ځوانانو کې ډېر دی، خو د عمر په تېرېدو سره یې بیا اغېز هم کمېږي.

که کافیین د ډېر وخت لپاره وکارول شي، وزن نه شي کمولی


څېړنو اوس ثابته کړې چې د ډېر وخت لپاره د قهوې کارول هم بیا نه شي کولی وزن کم کړي. یو شي ته مو باید پام وي، چې که تاسو د ډېر وخت لپاره قهوه وکاروئ، بدن مو ور سره عادي کېږي او د لومړیو وختونو په پرتله بیا ډېر د وزن له کمېدو سره مرسته نه کوي. یوې څېړنې په ګوته کړې ده، چې د قهوې کارول په نارینه و کې د اشتها د کموالي لامل کېږي، خو بر عکس په ښځینه و کې بیا د اشتها کچه لوړوي.

مخکنیو څېړنو ښودلې وه چې ډېره قهوه څښل د وزن د کموالي لامل کېږي، خو اوس روغتیا پالان وایي هغه کسان چې د ورځې پنځه پیالې قهوه څښي د وزن له زیاتوالي سره سره یې د شکرې یا دیابت پر ناروغۍ هم اخته کولی شي.

د قهوې په اړه بېلابېل نظرونه شته؛ ځیني وایي هغو کسانو چې د وزن د کموالي لپاره یې غذایي رژیم نیولی وي، باید قهوه هم وڅښي معنا دا چې د قهوي څښل وزن کموي، خو وروستۍ څېړنې بیا وایي په زیاته اندازه د قهوې څښل د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.

په اصل کې قهوه پر دواړو حالتونو کې خپل اغېز لري، خو اصلي خبره د قهوې په ډول کې ده چې په څه ډول تیاره شي او ترې ګټه واخیستل شي. کله چې غواړئ د قهوې ګټې او تاوانونه وڅېړئ یو شی باید هېر نه کړئ هغه دا چې قهو هم یو ډول مخدر دي؛ ځکه هغه کسان چې د یو څه وخت لپاره قهوه وڅښي بیا یې نو بې له قهوې ژوند سخت وي.

که د ډېر وخت لپاره قهوه وڅښئ بدن او حواس مو په یو ډول ورسره تړل کېږي.

په تېرو شلو کلونو کې چې کومه څېړنه پر چاغو کسانو شوې ده، اتیا په سلو کې یې د قهوې معتادین دي. روغتیا پالان وایي چې په زیاته اندازه د قهوې څښل د انسان وزن زیاتوي، خو که په ورځني ډول یو یا دوه پیالې وڅښل شي، ذهن به مو ارام وي او د تمرکز د پیا وړتیا تر څنګ به مو وزن هم ور سره کم شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران