ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

ولې په دفتر کې د ښو کالیو اغوستل او شوشا جوړول اړین دي؟

لیکنه: ياران

د نظیف الله شینواري ژباړه

دا یوه مشهوره خبره ده چې د کتاب د مخونو له مخې د کتاب پهٔ اړه قضاوت کؤل ناسم دي، خو دا پخواني نقلونه دي، په نننۍ پرمختللې نړۍ کې همدغه ظاهري بڼې او شکلونه دي چې د خلکو او اخیستونکو توجو ځانته را جلبوي.

په همدې ډول په دفترونو، ادارو او نورو کاري او رسمي ځایونو کې ښه او منظم کالي اغوستل د خلکو په وړاندې د ځان مسلکي ښودلو کې مهم او کلیدي رول لري.

د کالیو اچول په سيمو او ځایونو پورې اړه لري؛ په ودونو اخترونو او نورو بیلا یېلو دودیزو خوشحالیو کې مختلف کالي دود او رواج دي.

همدارنګه د جعرافیه په بدلون سره د هغې هېواد او سیمې کالي اچول دود دي، فرض کړه که مونږ کوم اروپايي او یا غربي هېواد ته سفر کوو نو له وړاندې ځان ته د پتلون، بنیان یا جینز غم خورو، هغه متل دی وایي چې اوسې په خوي به د هغو سې، خو که کار ځایونو ته راشو نو د ښو کالیو ترکيب زمونږ سپېڅلتوب، شرافت، او مسلکیتوب په ډاګه کوي، ښه کاليو کې نه یؤازې دا چې ښکلي او جذاب ښکارۍ بلکې په دفتر کې د خپل مشر او نورو مامورینو ترمنځ د ښو اړیکو درلودولو کې غټ رول لوبوي، ځکه غیرې منظم او شډل پډل کارمند نه يوازې د هیچا نه خوښیږي بلکې غېرې مسلکي معلومیږي.

په هر صورت دغه لاندې څو ټکې درسره پدې برخه کې مرسته کولای شي:

۱: ساینس پدې هکله وايي
ساینس وايي؛ کالي د بریالیتوب لپاره تر سر لیک لاندې څېړنې ښودلې چې په ښه ګنډل شویو کالیو او جامو کې انسان ډېر جذاب او مسلکې ښکاري، د کاري مرکو پرمهال او نورو رسمي ځایونو کې ښکلي او منظم کالي اچول د بریالیتوب لامل کيږي.

۲: د ښه تمرکز سبب کيږي
کله چې مو چې مناسب، نرم او د خوښې وړ کالي اچولي وي نو ستاسو تمرکز به ښه وي او د کمترۍ او نيمګړتيا احساس به نهٔ کوئ، پدې دليل مونږ سپارښتنه کوو چې ښه، پاک او ښکلي کالي واچوئ، اړينه نده چې نوي دې وي، يوازې پاک او منظم دې وي.

۳: ستاسو احساس ستاسو کالیو پورې اړه لري
د ښکلو او د کار ځایونو لپاره د دوديزو کالیو اچول نه يوازې ستاسو په مسلکیتوب دلالت کوي بلکې ستاسو مورال او په ځان اعتماد درلودل لوړوي. د مقابل لوري په وړاندې د کمترۍ احساس کول له منځه وړي او نورو ته مو په وړ او مقتدر ښودلو کې مرسته کوي.

۴: په شخصیت جوړؤنه کې ستره ونډه لري
ښه کالي او ښه لباس اچول په شخصیت جوړولو کې مثبته ونډه او ښه اغېزه لري، د کار په ښه کولو کې، د خوراک په کولو کې او حتا که په زیاته اندازه کار ولرۍ په ترسره کولو او سرته رسولو کې يې درسره مرسته کوي، په دفتر کې مو دغه اندېښنه له منځه وړي چې زه به څنګه ښکارم.

۵: نورو ته مو دقیق او وړ ښيي
که ښه کالي مو اچولي وي، ښه ساعت مو په لاس کړی وي، ښه بوټان مو په پښو کړي وي او ښه واسکټ، کوټ وغېره مو اغوستي وي، نو دا ددې معنی ورکوي چې تاسو دقيق، متمرکز او پوه شخص ياست، چې د کار پرمهال او د کاري مرکې پر وخت د بریالیتوب سبب کیږي.

۶: پاک او نوي کالي اچول يو ډول ساعتیری دی
بېشکه چې نوي او پاک کالي اچول یو نوع تفریح او ساعتیری دی، په ځانګړي ډول ستاسو د کاري چاپیریال لپاره، جالبه یې داده چې کله دې نوي کالي اچولي وي او ملګري او همکاران پرې بيلا یېل نظرونه ورکوي او يو خوشګوار ماحول جوړ وي.

۷: وروستۍ خو اغېزمنه نقطه
کله چې په نوي دفتر کې دنده پیلوۍ يوازې څو دقيقې بلکې ثانيې لرئ چې ځان نورو همکارانو او مدير يا مشر ته اغېزمن او ښه وښایاست، ښه کالي او منظم لباس ډېره مرسته درسره کولای شي نو ولې يې نه اغوندئ؟ دا کار وکړئ او ځان د نورو پر وړاندې اغېزمن او مسلکي وښاياست.

پورته ذکر شوې نقطې دا په ډاګه کوي چې په کاري چاپېریال کې د ښکلي او منظم لباس اچول په منطقي ډول څومره اړین دی، نو له دې امله ښکلي او پاک کالي واغوندئ او په دفتر کې له کار څحه خوند واخلئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران