ملګري ملتونه : ۲۰۱۶ م کال کې جګړې زرګونه افغان ماشومان وژلي

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۶ م د افغانستان د روان کړکیچ په ترڅ کې د ماشومانو مرګ ژوبله په سلو کې ۲۵ زیاته شوې ده.

د افغانستان په وسلوال کړکیچ کې د ولسي خلکو د خوندیتوب په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۶ م کال کلنی راپور د دوشنبې په ورځ خپور شو.

په راپور کې څرګندیږي چې د ۲۰۱۵ م کال په مقایسه په عمومي توګه د ولسي خلکو مرګ ژوبله په سلو کې درې زیاته شوې ده.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د تکتیک او پیښې په تفکیک په افغانستان کې د ملکيانو مرګ ژوبله

خو دا یوناما دا راپور وايي، تیر کال د وړم کال په مقایسه د ماشومان مرګ ژوبله زیاته وه. راپور وايي، د افغانستان د روانې جګړې په ترڅ کې ۲۰۱۶ م کال کې ۹۲۳ ماشومان وژل شوي دي.

دا په یو کال په افغانستان کې د جګړې په ترڅ کې د ماشومانو د وژل کیدو تر ټولو لوړه شمیره ده چې یوناما یې خپروي.

د حکومت مخالفه عناصر د ملکي تلفاتو د زیاتې برخې مسوول دي او حکومت پلوه ځواکونه د نژدې یو پر څلورمې برخې مسوول دي.

یوناما وايي، تیر کال په افغانستان کې د درنې جګړې له کبله ولسي خلکو ته له ۲۰۰۹ م کال راهیسې چې دې ادارې د ملکي مرګ ژوبلې حساب نیولې تر ټولو درنه مرګونی کال و.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د ماشومانو په تلفاتو کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی چې په دې ۹۲۳ مړه او ۲۵۸۹ ټپیان راځي.

راپور وايي، د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د همدې کال تر وروستۍ ورځې ډیسمبر ۳۱ مې پورې دوی یولس زره څلور سوه او اتلس ۱۱۴۱۸ د ولسي مرګ ژوبلې پېښې ثبت کړي دي. په دې کې ۳۴۹۸ د ولسي خلکو د مرګ او ۷۹۲۰ د ولسي خلکو د ټپي کیدو پېښې دي.

راپور د ملکي تلفاتو د نژدې دوه پر درېیمې برخې مرګ ژوبلې پړه د حکومت پر مخالفو وسله والو په ځانګړې توګه پر طالبانو وراچوي، خو لږترلږه حکومتي ځواکونه د یو پر څلورمې برخې ملکي تلفاتو پړه بولي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د ماشومانو په تلفاتو کې ۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی چې په دې ۹۲۳ مړه او ۲۵۸۹ ټپیان راځي.

په راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو له خولې ویل شوي” دې دومدارې شخړې په افغانستان کې ژوند له منځه وړی او ددې هیواد په هره برخه کې یې ټولنې ماتې کړي دي.“

ملګرو ملتونو د جګړې په ټولو خواوو یو وربیا غږ کړی چې د ولسي خلکو د خوندیتوب لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

افغان حکومت وايي، چې د ملګرو ملتونو دا راپور یې لوستی.

له ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي:
” د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د خپلو عملیاتو د ترسره کولو پر مهال د ملکي وګړو د سر او مال خوندیتوب خپل اساسي او لومړنۍ موخې ګڼي او که چېرته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو په نتیجه کې ملکی وګړو ته ضرر ورسېږي، پېښه څیړي او په اړه یې لازم قضايي او اداري ګامونه پورته کوي. “

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي:

“د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په ټولو عملیاتو کې د ملکي وګړو د ځان ساتنې لپاره له زیات دقت څخه کار واخلي، که چېرته له افرادو څخه بي غوري کېږي، پوښتنې او ګرویږنې به ور څخه وشي.”

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */