ټولنیز ژوند سیاست

د قانون حاکمیت او د مدني بنسټونو اغیزناکه رول

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: غازي عابد

په دې لیکنه کې مې لږ هغه څه راخیستي چې ما لیدلي او راته تجربه شوي.

مدني بنسټ لکه نوم یې؛ تل د پرمختګونو، ښه ژوند، حقونو، تعلیم لرل، لپاره یې مبارزه کول او په ټوله کې د قانونیت حاکمیت کې ته کار کول … په مانا یې په ذهن کې تصوروو.

د مدني بنسټ اصلي دنده دا ده چې څنګه د ټولنې حقوق خوندي شي، څنګه وشي کړای چې د دولت او خلکو ترمنځ واټن کم کړي، یعنې په عام اصطلاح د خلکو او دولت ترمنځ د یوه پُل حیثیت لري.

مدني ټولنه او مدني بنسټ
البته هغو ټولنو ته مدني ټولنه ویلی شو چې هغوی واقعاً پرمختګ کړی وای، هلته د خلکو حقونو تر پښو لاندې نه وي، زده کړه وي، جګړه نه وي، کاروبار وي، ویښتیا وي او په ټوله کې یو سالم ژوند ولري.

خو هغه ټولنې چې هلته دا پورته یاد شوي شیان نه وي، جګړې وي، حقونه تر پښو لاندې کیږي، د دسیسو ښکار وي، یعنې وروسته پاتې وي، داسې ټولنو کې هغه ډلې چې مبارزه کوي هغوی ته مدني بنسټونه ویلی شو لکه افغانستان، ځکه چې موږ د مدني ټولنې شرایط نه دي پوره کړي. دوی ته ځکه مدني بنسټونه ویل کیږي چې دوی نوي پښې ښخوي او د مدني ټولنې پر لور ګامونه اخلي.

ددې مدني بنسټونو اساسي هداف دا وي چې څنګه وکړای شي، د قانون حاکمیت لپاره کار وکړي، د خلکو حقونه پر ځای شي، زده کړو ته زمینه برابره شي او په ټولنه کې د هرې ناعدالتۍ پر وړاندې کلک ودریږي.

غواړم ډیر بحث په ټاکلې موضوع وکړم چې هغه ( د قانون په حاکمیت کې د مدني ټولنو رول ) په اړه دی.

مدني ټولنه او د قانون حاکمیت
د قانون د حاکمیت لپاره باید تر ټولو وړاندې مدني بنسټونه خپله قانوني عمل وکړي او د قانون په چوکاټ کې خپل ګامونه واخلي.

که مدني بنسټونه د هر هغه فرد، ډلې او پدیدې پر ضد چې د قانون او د خلکو د حقونو ماتوونکي او خنډ شوي وي، ودریږي، نو په ښه ډول سره د پرمختګ لپاره رول ادا کولی شي، ځکه مدني بنسټ په دې مانا چې د خلکو بنسټ، د خلکو له لورې جوړ شوی، یعنې دا غږ د یوه فرد نه بلکې د ټولې ټولنې وي، نو دداسې غږ پر وړاندې دریدل، هیڅ قانون ماتوونکی نه شي کولی او نه یې دا ددې وس لرلی شي.

مدني بنسټونه چې د ولس له منځه وي، نو په ښه ډول سره له ټولو هغو مواردو خبریدای شي چې څنګه، کله او څوک قانون نقضوي، ځکه د قانون نقض خامخا د یوې تشې لامل کیږي چې دا تشه ټولنې ته زیان رسوي.

مدني بنسټ ځکه د قانون حاکمیت ته زمینه برابرولی شي چې د ټولنې هر مامور شخص له ټولنې باور اخلي او دا باور په یو څه اخیستل کیږي چې هغه د خلکو خوښه ده او دا خوښه هغه وخت ممکنه ده چې مامور یا موقف اخیستونکي شخص داسې کوم کار نه وي کړی چې هغه د ټولنې د قانون خلاف وي.

موږ په هغو ټولنو کې د مدني بنسټ خبره کوو چې هلته حاکم رژیم په ظلم و استبداد نه وي ولاړ، بلکې مشترک او ډیموکراټیک وي. د ازاد او شریک نظام یوه ځانګړه همدا وي چې هغه د مشخص فرد و افرادو په اشاره نه بلکې د ټولنې په اشاره مخته ځي، یعنې ټولنې ته غوږ نیول کیږي، کله چې داسې کیږي، نو بیا د مدني بنسټ هم اوریدل کیږي.

د قانون د حاکمیت پر وړاندې هغه وخت خنډ رامنځته کیږي چې کله دولت داسې کوم ګام پورته کړي چې هغه د ټولنې د خلکو د عرف و رسوم او قانون خلاف وي، اما کله چې مدني بنسټونه شتون ولري او په دې اړه له دوی نظر واخیستل شي، خامخا دداسې تصامیمو مخه نیول کیږي، نو په همدې اساس دې ته لار نه هواریږي چې ټولنیز عرف او قانون تر پښو لاندې شي.

په افغانستان کې مدني بنسټونه او د قانون حاکمیت
اول خو دا د شکر ځای دی چې موږ د مدني بنسټونو بحثونو ته ورښکته شوي یوو او هیله لرو چې مدني ټولنه به شو. ښه بیلګه یې د زده کړو ترویج، د بد کلتور مخنیوی او د ټولنې په نورو برخو کې کار او ګامونه اخیستل دي…

اما له بدمرغه باید ووایو چې موږ تقریباً هر نوی راتلونکی کار یا پرمختګ له افراط و تفریط سره ګډوو، په داسې حال کې چې هغه څه به د انساني ژوند او زموږ د افغاني کلتور او اسلام غوښتنه وي، خو دا چې له موږ وړاندې یې بل څوک کوي، نو هغه کار موږ ته پردی ښکاري. او یا یې په داسې ډول ترسره کوو چې بیخي د افراط تر حده په کې رسو.

مدني بنسټونه هم چې کله دلته افغانستان کې په لویه کچه پيل شول، ښه کار و، اما مدیریت نه شول، کیدای شي یو لامل یې دا وي چې دلته په هغه سطحه چې پرې حساب کوو، یعنې هغوی چې مدني بنسټونو جوړولو ته لاس په کار شول، دا ظرفیت نه درلود چې باید دوی داسې وکړي، خو وشول، نو ددوی د ظرفیت نه لرلو له امله له اکثرو مدني ادرسونو داسې ځایونه جوړل شول چې زموږ د ټولنې له کلتور سره خلاف ول، یا که ځیني نه ول هم، خو په داسې ډول چې اعمالوونکو په ناپوهۍ سره بې احتیاطه ګامونه اخیستل او ستونزې یې وزیږولې.

بله ستونزه دا ده چې موږ له بدمرغه په حکومتي کچه ګڼې نیمګړتیاوې لرو. اړوند ارګانونه په خپله دومره ناکارۍ کې غرق دي چې د مدني بنسټ کړنه او فعالیت ترې ښه بلل کیدای شي. مثلاً تر اوسه داسې کوم غوڅ ګام د مدني بنسټونونو د ناوړه کارونو پر ضد نه دی پورته شوی چې نور بنسټونه ویره احساس کړي او لازم فعالیت وکړي.

بله ستونزه دا ده چې بهرنۍ موسیسې او هیوادونه دلته په بې واره ډول سره پیسې راوړي او د پروژو په نوم یې تطبیقوي، نو دلته که هر ډول خلک وي، خو روابط جوړوي، یو مدني بنسټ رامنځته کوي او پروژه اخلي، بیا هغه پروژه چې مثلاً د صحت، تعلیم یا نورو برخو کې ورکړل شوي وي، ۱۰سلنه یې هم نه عملي کیږي، ورسره په څنګ بیرونۍ مرستندویه هم ډیر حساب غوښتونکي نه وي، یعنې که زموږ حکومت پر دغو ډلو څار درلودی او په شفاف ډول سره دا پروژې د مدني بنسټونو له لارې یې عملي کولی، نو پایله به یې تر ټولو ډیره غوره او موثره وه.

په افغانستان کې د مدني بنسټونو نه موثریت نور لاملونه دا دي چې دلته اکثره بنسټونه پراخ نظر نه لري، یوازې د موسیس، قوم، مذهبي ډلې اهداف ترې تعقیبیږي او نور د ټولنې غم و درد نه خوري، کله چې یې د موسیس اهداف ترلاسه کیږي، بیا همداسې پای مومي، چې ښه بیلګه یې د ځانګړې پروژې یا انتخاباتو لپاره د مدني بنسټونو ایجاد بللی شو.

نن سبا به په افغانستان کې کم داسې مدني بنسټونه وي چې هغوی مهم پلانونه جوړولی شي او ښې ستراتیژیانې لري. دا باید ومنو چې اکثره یې دا شیان پيژني هم نه.

نو ددې لپاره چې مدني بنسټونه ګټور تمام شي، باید پروژيي نظر ونه لري، بلکې د اوږدمهاله مبارزې او خدمت نظر ولري، هغه څه چې د پروژې په نوم یې اخلي، باید د مدني ارمانونو د ترلاسه کولو لپاره یې تطبیق کړي. تر څنګ؛ باید اوږدمهالي پلانونه ولري او دومره متفق هم اوسي چې وشي کولی په هره ملي مسله کې یې دریځ یو وي، داسې نه چې که زما د قوم او مذهب شخص یو جرم کوي، نو زه یې پر ضد نه دریږم یا یې محاکمه نه غواړم، نه داسې نه! بلکې باید واقعي لید ولري او د شخصي او ځانګړو ډلو موخو لپاره نه وي جوړې شوي.

غازي عابد
5-8-2018

SA

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد