سپورټ نړیوال کرکټ

کرېس ګېل له پنځوس اوریزو لوبو سره مخه ښه کوي !

د کرکټ نړۍ بې رحمه توپ وهونکی او د کرکټ مینوالو د زړونو پاچا لوبغاړی ویسټ انډیزی کرېسټوفر هېنري ګېل ویلي، چې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام څخه وروسته به له نړیوالو یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړي.

کرېس ګېل د ویسټ انډیز لپاره یو ورځنیو لوبو کې دوهم نمبر لوبغاړی دی، چې ډېرې منډې جوړوي، لومړی برېن لارا دی، چې د ویسټ انډیز د کرکټ په تاریخ کې یې تر ټولو زیاتې منډې کړي دي.

ګېل ته یواځې ۲۲۳ منډې پاتې دي، چې یو ورځنیو لوبوکې د ویسټ انډیز لپاره لس زره منډې پوره کړي.

کرېس ګېل په یو ورځنیو لوبوکې د ویسټ انډیز لپاره د زیاتو سلیزو ریکارډ لري.

مخکینی بياوړی ویسټنډیزی لوبغاړی، براین لارا

۲۰۱۵ کال کې ګېل لومړی ویسټ انډیزی توپ وهونکی و، چې د زِمبابوې خلاف یې یوې یو ورځنۍ لوبه کې ۲۱۵ منډې وکړې.

د برېن لارا او کرېس ګېل پرتله
برېن لارا د ویسټ انډیز کیڼ لاسی توپ وهونکی و او کرېس ګېل هم کیڼ لاسی توپ وهونکی دی.

برېن لارا په ۱۹۶۹ کال کې د می په دوهمه نېټه د ویسټ انډیز په ټرېنېډاډ سیمه کې زېږېدلی دی او ۴۹ کاله عمر لري.

ګېل له ده لس کاله کشر دی، هغه په ۱۹۷۹ م کال کې د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه کېنګسټن جمېکا کې زېږېدلی دی او ۳۹ کاله عمر لري.

برېن لارا پنځه فوټه او اته اینچه قد لري او کرېس ګېل بیا ۶ فوټه او درې اېنچه قد لري.

برېن لارا ۱۳۱ ټېسټ لوبې کړي، چې ۱۱ زره ۹۵۳ منډې یې پکې جوړې کړي دي؛ یوه لوبه کې یې ۴۰۱ منډې ناټ اوټ لوړې منډې دي، چې ټېسټ لوبوکې تر اوسه د برېن لارا ریکارډ دی او تر دې دمه چا نه دی مات کړی.

کرېس ګېل ۱۰۳ ټېسټ لوبې کړي، چې ۷۲۱۵ منډې یې پکې کړي دي او یوه لوبه کې یې ۳۳۳ منډې لوړې منډې دي.

د کرېس ګېل د شرټ یا کمیس نمبر هم ۳۳۳ دی او دا یې د ټېسټ لوبو له لوړو منډو نماینده ګي کوي.

برېن لارا ۲۹۹ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې ۱۰ زره ۴۰۵ منډې یې پکې جوړې کړي دي او لوړې منډې یې ۱۶۹ دي.

کرېس ګېل ۲۸۴ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې ۹۷۲۷ منډې یې پکې جوړې کړي او لوړې منډې یې ۲۱۵ دي.

کرېس ګېل په یو ورځنیو لوبو کې ۲۳ سلیزې جوړې کړي، یو ځل یې غبرګې سلیزې وهلي دي او ۴۹ یې پنځوسیزې وهلي دي.

برېن لارا بیا ۱۹ سلیزې او ۶۳ پنځوسیزې جوړې کړي دي.

لارا په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۳۵ څلوریزې او ۱۳۳ شپږیزې وهلي دي او کرېس ګېل بیا ۱۰۷۳ څلوریزې او ۲۷۵ شپږیزې وهلي دي.

د کرېس ګېل سټرایک رېټ له برېن لارا څخه لوړ دی، له دې معلومېږي، چې کرېس ګېل د ویسټ له تکړه توپ وهونکي برېن لارا څخه په یو ورځنیو لوبو کې غوره دی.

د برېن لارا په وخت کې ویسټ انډیز دوه ځلې نړیوال پنځوس اوریز جام ګټلی او د کرېس ګېل په وخت کې بیا ویسټ انډیز دوه ځلې شل اوریز جامونه وګټل.

کرېس ګېل د خپلې ملي لوبډلې تر څنګ د نړۍ په ټولو لیګونو کې لوبېدلی، هغه د ۱۶ لوبډلو لپاره توپاني توپ وهنه کړې ده.

کرېس د نړۍ په کچه نارینه او ښځینه کرکټ مینه وال لري، چې د نوموړي بې رحمه توپ وهنه خوښوي.

که کرېس ګېل له رنګه تور دی؛ خو خوی او سلوک یې خورا سپین دی، ډېر اخلاقي لوبغاړی دی او د لوبې پر مهال هیڅ غوسه نه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي