سپورټ مخکښان نړیوال کرکټ

ریکارډ جوړونکی کریس ګیل

لیکنه: ياران

د کرکټ کارپوهان وایي، چې کرېس ګېل د کرېکېټ په نړۍ کې له انګلستاني مورګن څخه وروسته دوهم کرکټ توپ وهونکی دی، چې دروند وزن لرونکی بېټ کاروي.

د دروند بېټ په کارولو کې دریم لوبغاړی هندی ایم ایس ډوني دی.

خو کرېس ګېل هغه لوبغاړی دی، چې ډېره پورې لوبه له مړوند یا رېسټ څخه نه کوي، هغه ډېره توپ وهنه د بدن یا باډي په زور کوي.

هغه هیڅکله هم د مړوند یا لاس بندونو څخه کار نه اخلي، تل هڅه کوي توپ مېډل کړي او د باډي په زور یې له لوبغالي بېرون کړي.

د ګېل په توپ وهنه کې بله مهمه ځانګړنه دا ده، چې کله هغه له پنځلس څخه شلو پورې منډې جوړې کړي، بیا نو توپ اچوونکو ته د سر درد جوړېږي، نوموړي په ډېری لوبو کې توپ اچوونکي د خپلو شپږیزو په وسیله تر پوزې راوستي او ان کله، کله داسې هم وشي، چې له ۱۵۰ څخه په زیاتو منډو ناسوځېدلې ووځي، چې ښه بېلګه یې په ۲۰۱۳ م کال اې پي ایل کې د پونې جنګیالیو پر وړاندې د ده توپ وهنه وه، نوموړي په هغې لوبه کې ۱۷۵ ناسوځېدلې منډې په یواځې ځان جوړې کړې او د آې پي ایل د چټکې سلیزې او پنځوسیزې ریکارډ یې هم جوړ کړ.

د ده توپ وهنه ځکه له نورو جلا ده، چې له باډي لوبه کوي، بل دا چې دروند بېټ کاروي او دریم دا چې په خورا حوصله لوبه کوي، په لوبه کې هیڅکله نه غوسه کېږي او په خورا ارام طبیعت لګیا وي.

کله، کله داسې وي، چې توره څېره کې یې د خندا پرمهال سپین غاښونه ځلا هم وکړي.

دا د کرېس د توپ وهنې ځانګړتیاوې دي، چې هغه له نورو جلا کوي.

د کرېس ګېل سټرانګ زون یا هغه لوری، چې دی پرې ښه شاټ وهي، هغه اف سټم فول توپ دی، چې بې له شپږیزې او څلوریزې یې نه پرېږدي، ګوډ لاین توپ له بونډریانو اړوي او دا چې پښه کې لږ ستونزه لري؛ نو لېګ طرف توپ په درست ډول نه شي لوبولی.

ګېل په اف طرف ۵۴ سلنه لوبه کوي او ۱۱ سلنه توپونه چې دی ورسره په اوپنېنګ یا پیل کې مخ کېږي، د هسکو شپږیزو لپاره لوبوي.

د ایکنامېک ورځپاڼې د راپور له مخې کرېس ګېل ډېره پورې بېټ له اوږې څخه راپرېږدي او بېټ ډېر نه اوچتوي.

نوموړی د سپين یا سلو توپ اچوونکو پر وړاندې خورا خطرناکه توپ وهنه کوي، د سپین بالرانو توپونه اکثره وخت له مېدانه بهر غورځوي، چې سږ کال یې راشدخان هم په اې پي ایل کې له اووه شپږیزو سره مخ شو.

کرېس ګېل لومړی توپ وهونکی دی، چې په ټولو شل اوریزو لوبو کې لس زره منډې پوره کوي. هغه اتلس شل اوریزه سلیزې وهلي، چې تر اوسه یو لوبغاړي هم په شل اوریزه لوبوکې دومره سلیزې نه دي وهلي.

کرېس ګېل په ۱۰۳ ټېسټ لوبو کې ۷ زره ۲ سوه او ۱۴ منډې جوړې کړي، چې ۳۳۳ یې لوړې منډې دي، په ټېسټ سیالیو کې یې ۱۵ سلیزې، ۳۷ پنځوسیزې ، ۱۰۴۶ څلوریزې، ۹۸ شپږیزې وهلي او ۹۶ کېچونه یې هم نیولي دي.

ګېل په ۲۸۴ یو ورځنیو لوبو کې ۹ زره ۷ سوه ۲۷ منډې ترسره کړي، ۲۱۵ یې لوړې منډې دي، ۲۳ سلیزې او ۴۹ پنځوسیزې لري. نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۷۳ څلوريزې او ۲۷۵ شپږیزې وهلي او ۱۲۰ کېچونه یې نیولي دي.

د ویسټ انډیز لپاره په ۵۶ شل اوریزه لوبو کې لوبیدلی، چې ۵۲ لوبو کې یې توپ وهنه کړې، چې پکې یې ۱۶۰۷ منډې ترسره کړي او لوړې منډې یې ۱۷۷ دي.

هغه په ۵۲ شل اوریزه لوبو کې ویسټ انډیز ته ۲ سلیزې او ۱۳ پنځوسیزې وهلي، ۱۳۷ یې څلوریزې او ۱۰۳ یې شپږیزې جوړې کړې دي او ۱۴ یې کېچونه نیولي دي.

کرېسټوفر هینري ګېل یې بشپړ نوم دی، په ۱۹۷۹م کال کې د امریکا په جمېکا کې د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه زېږېدلی اوسمهال ۳۸ کاله عمر لري.

د نوموړي لقبونه عبارت دي، له هینري، ګېل ، فورس یا ځواک، ګېل سټورم یا ګېل توپان، ورلډ باس یا د نړۍ مشر او یونیورس باس یا کایناتي مشر څخه. شپږ فوټه او درې اینچه یې قد دی، چې ۱،۹۱ متره کېږي.

په کیڼ لاس توپ وهنه کوي او په ښي لاس اف بریک څوکه توپ اچونه کوي.

۱۹۹۸م کال کې د ویسټ انډیز ملي لوبډلې ته راغلی، لومړۍ ټېسټ لوبه یې په ۲۰۰۰ م کال کې د زِمبابوې خلاف وکړه، لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه یې د هند خلاف په ۱۹۹۸ کال کې کړې او ۲۰۰۶ م کال کې یې لومړۍ شل اوریزه لوبه د نیوزیلېنډ خلاف کړې ده.

ګیل او پریټي زینټا

نوموړی له ۱۹۹۸ م کال څخه تر ۲۰۱۸ م کاله پورې په ۲۳ لوبډلو کې د کورنیو او بهرنیو شل اوریزه لیګونو پرمهال لوبیدلی، چې د ننداره کوونکو او مینه والو له تودو چچکو سره مخ شوی دی.

باید یاده شي، اوس مهال د کرېس ګېل او پښتون ال راونډر شاهد افریدي ټولې شپږیزې مساوي دي او شاهد افریدي ، ګېل په دې اړه ننګولی هم و، او د شپږیزو چلینج یې ګېل ته ورکړی و؛ خو ګېل ورته په ټوېټ کې ځواب داسې ویلی و، چې زه بله شپږیزه نه وهم او ستا ریکارډ نه ماتوم ، ډاډه اوسه.

شاهد افریدي ۴۷۶ شپږیزې وهلي او کرېس ګېل هم ۴۷۶ شپږیزې وهلي، که کرېس ګېل یوه شپږیزه ووهي د افریدي ریکارډ ماتوي او د کرېکټ په نړۍ کې د زیاتو شپږیزو لومړی مقام خپلوي.

اوس نو تازه ګریسګل افغان پریمیر لیګ کې اخیستل شوی چې د بلخ لپاره لوبیږي، نو که یوه شپږیزه یې ووهله، له افریدي به وړاندې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران