سینما او موسیقي

هندي پرنیتي چوپړا غواړي د یوه پاکستاني اداکار سره ګډ کار وکړي

د هندي سینما ښکلې او ځوانه فلم ستورې پرنیتې چوپړا هيله څرګنده کړې چې یو ځل بیا د پاکستاني سندر غاړي او فلم ستوري علي ظفر سره یوځای په یوه فلم کې راښکاره شي.

ایکسپریس نیوز خبري ویبپاڼه وایي، چې پرنیتي چوپړا په یوه مرکه کې د دغه پاکستاني سندرغاړي په صفتونو خوله پرانېستې او ورسره یې یو ځل بیا د یوځای کار کولو هیله هم څرګنده کړې.

د پاکستاني فلم لوبغاړو او هندي سینما تر منځ وړاندې همکاري موجوده وه او ډېر پاکستاني سندرغاړو او فلم لوبغاړو په بالیوډ فلمونو کې کار کاوه او سندرې یې ورته ویلې خو له کله چې د هند او پاکستان تر منځ اړیکي په کشمیر کې د ځان مرګي برید وروسته خرابي شوې دغو اړیکو په د دواړو هېوادونو په ګډ هنرهم تاثیر وکړ، هند پر خپل سینما پاکستاني سندرغاړي او فلم ستوري بند او په ځواب کې پاکستان په خپلو سینماګانو د بالیوډ فلمونو خپریدل بند کړل.

خو د پرنیتي چوپړا له خبرو معلومیږي چې لا هم د دواړو هېوادونو فنکاران د یوه بل سره خواخوږي لري.

پرنیتي چوپړا او علي ظفر

په یوه مرکه کې دغه خبري پرنیتی چوپړا هغه وخت کې کړي کله چې یې د ملګري او همکار فلم اداکار علي ظفر په تړاو وپوښتل شول، نو نوموړې د دغه پاکستاني فلمي لوبغاړي په صفتونو پیل وکړ او ویلي یې دي که د علي ظفر سره مخ شي نو هیڅ داسې احساس به ونه کړي چې هغه د کوم بل هېواد دی بغیر له دې چې هغه خپل ځان در وپېژني.

پرنیتي چوپړا په هند کې د پاکستان اداکارانو باندې بندیز په تړاو ویلي دي چې په هغه باندې بیخي د بندیز حق نشته، بلکي یو ځل بیا د نوموړي سره د کار کولو هیله لري.

هغې نه یوازې د علي ظفر بلکې د فواد خان سره هم په یوه فلم کې کار کولو هیله کړې او ویلي دي چې فواد زمونږ د فلم نړۍ بهترینه هيرو دی.

علي ظفر او پرنیتی چوپړا په ۲۰۱۴ کال کې په فلم (کل دل) کې یوځای سره کار کړی وه په دغه فلم کې د دوی تر څنګ رنویر سنګ او ګووندا هم مهم رول لوبولی و.

د یادولو ده چې پاکستانی سندرغاړی علی ظفر په اوس وخت کې د يوې بلې پاکستانۍ اداکارې میشا شفیع سره د جنسي تیري په تور لانجو کې اخته دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی