پریانکا چوپړا ولې له ځانه کشر سره واده کړی؟

د هندي سینم ښکلې فلمۍ تورې پریانکا چوپړا خپل خاوند سره په اړیکو غږېدلې او په دې یې خبري کړي دي چې ولې یې له ځانه کشر سره واده کړی.

پریانکاچوپړا تېر کال له ځانه ۱۱ کاله کم عمره امریکایي سندرغاړي نک جونز سره واده وکړ او دا چې خاوند یې له دې ډېر کشر دی نو د هنر مینوال یې هم حیران کړي.

د دوی دواړو واده د ۲۰۱۸ کال ډسمبر په میاشت کې د هندوستان په راجستان ایالت کې د جودهپور په ښار کې وشو، له کله چې د پریانکا او نک جونز اړیکه رسوا شوې وه پر نوموړې د دې له امله سخت انتقادونه وشول چې ولې یې له ځان د کم عمر والا سره واده کړی.

د برتانوۍ او امریکايې ورځپاڼو سربېره هندي رسنیو هم د پریانکا په دغه پرېکړه حیراني ښودلې وه او پر واده یې ورته بېلا بېلې تبصرې کولې.

د دواړو تر واده وروسته یوې امریکایې مجلې د پریانکا چوپړا پر دغه پرېکړه چې د کم عمره کس سره یې واده وکړ خبرې کړې وې او پر نوموړې یې تور پورې کړی وه چې نوموړې یوازې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره دغه کار کړی.

خو د یوڅه وخت وروسته بیا هغې امریکایې مجلې د خبر د خپرولو بخښنه وغوښته او خبر یې لرې کړ.

څه موده وړاندې د پریانکا چوپړا او د خاوند تر منځ د اړیکو د خرابوالي رپوټونه هم خپاره شوي وه، چې ویل کېده خبره یې ان تر طلاقه رسېدلې ده.

وړاندې امریکایي سندرغاړي نک جونز د خپل عمر څخه د زیات عمر مېرمنې سره د واده کولو لامل دا ښودلی و  چې د ډېر عمر مېرمنې هوښیارې وي او پوهیږي چې خاوندان یې څه غواړي.

خو دا لومړی ځل دی چې پریانکا چوپړا پر دې خبرې کوي چې ولې یې له ځان ۱۱ کلن کشر سره واده کړی، نوموړې پر دې د انتقاد کوونکو ته سخت ځوابونه ویلي.

امریکایې فشن مجلې سره په مرکه کې هغې ویلي چې د دې خاوند کم عمرۍ کې کومه عجیبه خبره نشته، نوموړې ویلي که چېرته کوم د زیات عمر خاوند سړی د یوې ځوانې نجلۍ سره واده وکړي نو بیا پوښتنې نه وي.

دغه راز دغه فلم ستورې په انګلیش سینما یا هالیوډ کې پر خپل لوبیز ژوند هم غږېدلې او ویلي یې دي چې یوې اسیایي مېرمنې ته دا ډېره مشکله ده چې هالیوډ کې په مرکزي رول کې ولوبیږي.

دغه راز یې د خپلې خوښي پر لباس هم خبرې کړي دي چې په خبره یې د خوښې لباس یې خپل کلتوري لباس ساړي ده.