د چین او امریکا تجارتي اړیکې او تازه ناندرې

لیکنه: خالد حقمل

د چین او امریکا ترمنځ په سوداګریزو ټیکسونو او ګمرکي تعرفو (محصول) تازه ناندرۍ روانې دي، ټرمپ تازه پرون نه ابله جمعې ورځ امریکا ته په وارداتي چینایي محصولاتو باندې 2 بیلیونه ډالره محصول زیات کړی چې چینایي سوداګر او چارواکي یې اندیښمن کړي دي، امریکا ته په چینایي توکو باندې له دې وړاندې ۵ بلیونه ډالره محصول لګول شوی و، چې د تازه زیاتونې سره ۷ بلیونه ډالرو ته رسیدی شي.

چین ته د ټرمپ هممهاله وړاندیز:

ټرمپ د چینایي سوداګرو او چارواکو د غبرګون په مقابل کې تازه ټویټ کړی او له چینایي سوداګرو یې غوښتي چې که له محصول او لوړ ټیکس ډاریږي، نو د توکو تولید دې په امریکا کې پیل کړي، چې له دې سره به له ګمرکي تعرفو خلاص او یواځې ټیکس به تادیه کوي.

ټرمپ په یو غشي دوه ښکاره وکړه:

ټرمپ په یو بل ټویټ کې په یو غشي دوه ښکاره کړي، هغه لیکلي چې چینایان فکر کوي د ۲۰۲۰ کال انتخابات به د ټرمپ مخالف ګوند وګټي او له هغه سره بیا دا ډیل نسبتاً ښه ووهي، خو چین او مخالف ګوند یې بې ګټې انتظار کوي، ټرمپ په دې ټویټ کې نه یواځې دا چې خپل مخالف ډیموکراټ ګوند ته روحي ضربه ورکړې، بلکې چین ته یې هم خبر ورکړی چې امریکا سره دې خپلې ستراتیژیکې اړیکې د امریکا په خوښه جاري وساتي.

ټرمپ یو سوداګر دی، هغه خپله ټوله توجه سوداګرۍ ته ځانګړې کړې او له همدې لارې غواړي امریکا په هر لحاظ د نړیوالو رقیبانو په مقابل کې غښتلې وساتي.

امریکا ولې له چین ویره احساسوي؟

د چین په هکله ویل کیږي، چې د نړۍ تر ټولو زیاته اندازه د ډالرو سپما (زخیره) لري، چې دا کار یې امریکا ته په راتلونکې کې یو لوی سرخوږی او ګواښ جوړیدی شي، په ۲۰۱۸ کال جولای میاشت کې د خپرو شوو راپورونو په بنیاد چین ۳۲۱۰ بلیونه ډالره سپما لري، امریکا له همدې احتمالي سرخوږي له امله غواړي چین وځپي خو دې لوبې ته د شا له لورې راتاویدل اغیزمن بولي.

ځینو سره به حتماً دا پوښتنه پیدا شوې وي، چې که چین په دومره لویه اندازه د ډالرو سپما لري، بیا ولې د امریکا دا ډول پریکړو ته غاړه ږدي، دا ډیره واضحه خبره ده چې چین امریکا سره، بلکې ټولې نړۍ سره تجارتي اړیکو پاللو ته اړتیا لري، که چین له دې زیاته اندازه سپما هم ولري، باید تجارتي اړیکې د مقابل هیواد په خوښه ترسره کړي، مګر سپما یې د راتلونکي وخت لپاره په درد دوا کیدای شي.