د چین په یو غره کې د هندارې څخه جوړه شوې لاره پرانیستل شوه

چین د هونان په ایالت کې د تاینمین د مشهور غر پر یو ډیر لوړ کمر له ښېښې (هندارې ) څخه جوړه شوی یوه بله حیرانونکې لاره په دې اونۍ کې پرانیستله .

دا پل ته ورته لاره چې ددې مشهور غر پر یو کمر راتاوه شوی سیلانیانو ته ددې زمینه برابروي چې په ډیره لوړه ارتفاع کې پر هندارې قدم ووهې داسې چې تر پښو لاندې شفافه هنداره یې ویرونکې او بوږنونکې ده .

له هېندارې څخه جوړ شوی دا پل د سل مترو په اوږدوالې له کمر څخه تاو شوی دی ، او درې سوه متره ژوره سیمه ترې ښکاري . د لارې پلنوالی څه کم دوه متره دی .

له پل څخه دې غره ته ختلۍ هغه مشهور غرنی واټ هم ترې ښکاري چې په چینايي ژبه کې یې هسک ته ختلې واټ بولي . دا غرنۍ سړک نهه نوي تاوکښونه لري .

دا په د چین په دې غرنۍ سیمه کې دریم دا ډول هوايي پل دی چې پرانیستل کیږي .

هغه سیمه چې دا غرنۍ د هندارې لارې په کې غزول شوې ، د سیلانیانو د ورتلو له کبله ډیره مشهوره سیمه ده . دلته د کیبل په وسیله غره ته پورته کیدونکې موټرې او په ځینو نورو ټرانسپورټي برخو کې ځانګړې ټیکنالوژي کارول شوې ده .

د تاینیمن غرونه د چین له مشهوري غرنیو سیمو څخه دي . دغلته لومړنۍ د هندارې جوړه شوې غرنۍ لاره په ۲۰۱۱ م کال کې پرانیستل شوه چې له هغه وخته د سیلانیانو لپاره په یوه په زړه پورې نقطه بدله شوې ده .

ټاکل شوې چې چین په نژدې ورځو کې په ”ژان جيجي“ ملي پارک کې د نړۍ تر ټولو اوږد د هندارې څخه جوړ شوی پل پرانیزي . دا پل به ۴۳۰ متره اوږد او شپږ متره پلن وي .

ددې حیرانونکي لارې څو تصویرونه

13892242_1250146321662914_8122462118677882644_n

 

هغوی چې له ارتفاع ویریږي پر دې لاره تګ ورته اسانه نه دی
هغوی چې له ارتفاع ویریږي پر دې لاره تګ ورته اسانه نه دی

1620-1