له نړۍ

د ښځو کمښت سره مخامخ چینایان؛ پاکستاني جینکۍ څنګه غولوي او فحشا ته بیایي؟

لیکنه: بشر درویش

په وروستیو کې به مو اوریدلې وي، چې یو شمېر چینایان په پاکستان کې نجونې غولوي او تر واده وروسته یې خپل هېواد ته بیایي.
خو ولې داسې کوي؟
ضرورت څه دی؟
ولې پاکستاني نجونې نښه کوي؟
د غولونې تکتیک یې څه دی؟
چین کې څه ورباندې کوي؟
او په دې اړه د پاکستان دننه ولسي او حکومتي غبرګونونه څه دي؟
په دې مطلب کې به همدې موضوعاتو ته کتنه وکړو.

کیسه څنګه رسوا شوه؟
پاکستاني پولیسو له څه مودې راهیسې پخپل هېواد کې د چینایانو ګرځیدل او غیرعادي ودونه محسوس کړل.

پولیسو موضوع وڅېړله او دې پایلې ته ورسیدل، چې دا ودونه اکثره د مینې له مخې نه دي؛ بلکې پاکستاني نجونې د چینایي دلالانو هدف ګرځي.

پاکستان ومونده، چې چینایي دلالانو یې لسګونه نجونې د واده په نوم ځان سره خپل هېواد ته بیولي او هلته یې ترې د فحشا لپاره ګټه اخیستې.

د پاکستاني رسنیو په حواله، پولیسو یې په دې تور له لاهور ښار څخه ۷ تنه چینایان ونیول او ورپسې ۳ نور چینایان په اسلام اباد کې په ګوتو ورغلل.

د غولونې تکتیک څنګه و؟
د راپورونو په حواله چینایي دلالانو پاکستاني نجونو سره لومړۍ مینه پيلوله، دوی ته یې قیمتي ډالۍ اخیستې، ځانونه یې د خپل هېواد شتمن او مقتدره خلک معرفي کول او په دې ډول یې دوی واده ته لېواله کولې.

چینایانو د پاکستاني نجونو د لا ډېر جذبولو لپاره دوی سره مذهبي یووالی هم ښوده، یانې که نجلۍ به مسلمانه وه، چینایي لوری به هم په دروغو مسلمان شو او که نجلۍ به مسیحي مذهبه وه، چینایي به هم ورسره میسحي مذهب ومانه.

په دې ډول به چینایي دلال پاکستانۍ نجلۍ واده او په قانوني ډول خپل هېواد ته بوتله.

هلته لکه چې وویل شول، په ناوړه کارونو کې په سوداګریز هدف یې استفاده ورڅخه کوله.

دا کار ویل کیږي، چې له لسګونه پاکستاني نجونو سره شوی.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې نیول شویو چینایانو ته د واده په تمو ناستو نجونو کې دوه ۱۳ کلنې هم شاملې وې.

دوی چینایانو سره په دې واده ته زیات لېواله وې، چې له یوې خوا چینایانو ورته ځانونه ډېر شتمن معرفي کړي وو او له بلې خوا یې له واده سره سم تر درې زرو ډالرو د هرې ودیدونکې نجلۍ کورنۍ ته منلې وې.

چینایان ولې داسې کوي؟
د فحشا او ښځو سره د نیږدې کیدو لپاره به ښایي انسان نه دلیل پوښتل ډېر منطقي نه وي؛ ځکه انساني فطرت دغسې جوړ دی، چې ښځو سره تر هرڅه زیات لېواله دي.
خو چینایانو دا کار ځکه کاوه، چې په هېواد یې د ښځو شمېر له څو کلونو راهیسې کم شوی.

چین له ۱۹۸۷ زیږدیز کال څخه تراوسه له ۳۰ تر ۴۰ میلیونه ښځو ته اړتیا لري.
دلیل یې هلته د ښځو د نفوس کمښت دی.
چین د نړۍ د ترټولو لوړ نفوس لرونکي هېواد په توګه له ډېرو کلونو راهیسې له یوه پرته زیات اولاد راوړلو بندیز لګولی.
دا کار سبب شوی، چې ډېرخلک نجلۍ اولاد ته لېواله نه شي او په تدریجي ډول ورسره د ښځو شمېر په لوړه کچه کم شي.

ولې پاکستان؟
پاکستان او چین سره ګاونډیان دي او پاکستان تر بل هر هېواد زیات پر چین د زیاتې دوستۍ تکیه او حساب کوي.

چین هم پاکستان د خپل نفوذي هېواد په توګه پېژني او له ټولو هغو ممکنه منابعو یې د استفادې په تکل کې دی، چې اړتیا ورته لري.

پاکستان ته د چین د تمایل یو لوی دلیل له پاکستان سره نیږدې والی او هم ورسره د ښو اړیکو لپاره تر بل هر چا ډېر د پاکستان تمایل دی.

دې ته په کتو سره چینایي دلالانو هم پاکستان د خپلې سوداګرۍ لپاره پاکستاني نجونې انتخاب کړې وې.

دا انتخاب هم ورته نیږدې او اسانه و، هم یې قیمت کم و او هم پاکستان د چین د یوه نفوذي هېواد په توګه په دې مسئله کې هغسې حساس نه دی، لکه نور هېوادونه چې داسې قضیې سره د مخ کیدو پر وخت کیدای شي وي.

په پاکستان کې غبرګونونه
دا غبرګونونه هغسې نه دي، لکه باید چې وای.
دلایل یې مخکې ذکر شول؛ خو یو بل نوی دلیل دا دی چې د پاکستان اقتصاد د ګړنګ پرغاړه دی او حکومت یې په دې خاطر، چې چین ډېرې مرستې ورسره کړي، دې مسئلې ته هغسې جدیت نه ښيي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز احمد شاه همدومره ویلي، چې دا موضوع به په دیپلوماتیکه کچه وڅېړل شي.

د پاکستان د مشرانو جرګې د کورنیو چارو د کمیسون مشر رحمان ملک، چې پخوا د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی؛ په دې اړه د حکومت پر عادي غبرګون نیوکه کړې.

ملک ویلي، چې دا مسئله باید په جدي ډول وڅېړي او هغه مرکزونه په نښه کړي، چې په پاکستان کې له دغو چینایانو سره منظمه همکاري کوي.

د مذهبي ګوندونو چوپتیا
د پاکستان مذهبي ګوندونه، چې په افغانستان کې له لسیزو راهیسې هره ورځ د جګړې یوه نوې فتوا ورکوي او دا اسلامي هېواد دارالحرب ګڼي، د خپل هېواد د دغې شرمونکې قضیې په اړه چوپه خوله دي.

د ځینو شنونکو په باور که احیاناً داسې قضیه په افغانستان کې شوې وای، د پاکستان د استخباراتو تر واک لاندې دغو مذهبي ګوندونو ممکن له ټولې نړۍ مسلمانان افغانستان ته د جګړې لپاره بللي وای او له چین سره یې تر اسراییلو د سخت مخالفت غوښتنه کوله.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي