روغه سټه له نړۍ

ډاکټرانو د چینایي سړي په سینه کې نښتې قاشوغه یو کال وروسته راویسته

ډاکټرانو د یوه چینایې سړي له ستوني هغه اوسپنزه قاشوغه په ډېره مشکله راوستلي چې شاوخوا یو کال د نوموړې په بدن کې بنده وه.

ویل کیږي دغه چینایې سړي د شرط وهلو په دوروان کې ۸ انچه اوږده قاشوغه په غلطۍ سره ستوني ته دننه کړې وه او تر یو کاله یې په ایسوفیګس یا غذایې نل کې بنده وه.

ډاکټرانو ویلي چې د دغه چینایي سړی عملیات ډېر مشکل و چې بلاخره وتوانېدل له بدنه یې قاشوغه را وباسي.

د چین د یوې ازادې سیمې زنجیانګ یوه اوسیدونکي چې نوم یې نه دي اخیستل شوی ویلي چې د قاشوغې سره سره د هغه په خوراک څښاک او ساه اخیستلو کې کوم مشکل نه وه پېښ شوی، زیاتوي همدا لامل وه چې تر اوسه ډاکټر ته هم نه وه تللی، مګر څو ورځې وړاندې یې په سینه کې د درد د احساس سره سم ډاکټر ته ولاړ.

د ایکسري (تصویر) کې معلومیږي چې قاشوغه سیده په غذایي نل کې ځای نیولی او د ډاکټرانو په خبره چې نیکمرغه دی چې ژوندی پاتې شوی او د ساه اخیستلو کې مشکل نه دی پيدا شوی.

ویل کیږي نوموړي یوه ورځ د نشې پر مهال د خپلو ملګرو سره د قاشوغې د تېرولو او بېرته د راویستلو شرط اېښی و، خو کله چې یې قاشوغه تر ستونې لاندې شوې بېرته نه وه راوتلې.

رپوټ زیاتوي چې د دې پر ځای چې نوموړی شخص ډاکټر ته لاړ شي ویې غوښتل پوه شي چې د ده په بدن کې شته قاشوغه د نوموړې لپاره کومې ناروغیانې پیدا کولی شي.

کله چې ډاکټران نوموړي ته د ده په غذایي نل کې د قاشوغې د نښلېدلو وایي حیرانیږی ځکه تر دغه مهال قاشوغه د دغه چینایي سړي تر معدي نه ده رسېدلې.

د معلوماتو له مخې، ډاکټرانو په سمدستي ډول د نوموړي له بدن څخه د قاشوغې د راویستلو پرېکړه وکړه او له بې هوشۍ دوه ساعته وروسته د ډېرو هڅو وروسته وتوانېدل چې په یوه کامیاب عملیات سره قاشوغه راوباسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی