رسنۍ سیاست نړۍ

د چین او اسراییل ټکر؛ چین یې د خپل اطلاعاتي سیستم د هیک کولو په هڅو تورن کړ

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

د امریکا او چین د اقتصادي او نورو ناندریو له پراخیدو سره د اسراییلو حکومت پر چین تور لګولی، چې د دغه هېواد د اطلاعاتي سیستم د هیک کولو هڅه یې کړې ده.

فارن پالېسۍ رسنۍ د اسراییلو د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي، چې د چین د دې هڅې اصلي هدف د دغه سیستم د هیک کولو له لارې د امریکا د فني او صنعتي اطلاعاتو ترلاسه کول و.

مغرضانه پانګونې
اسراییلي چارواکو ویلي، چې په هېواد کې یې د چین د حیرانونکې او زیاتې پانګونې یو دلیل هم تر ډېره د دوی د اطلاعاتي سیستمونو هیک کولو ته زمینه سازي وه.

د ارقامو له مخې چین له ۲۰۱۲ څخه تر۲۰۱۷ پورې د اسراییلو په ګډون په سیمه کې تر ۷۰۰ میلیارده ډالرو پورې پانګونه کړې وه.

د دې پانګونې نیږدې نیمایي برخه پر انرژۍ، ۱۵۰ میلیارده پر څېړنو او پرمختیا، ۱۱۳ میلیارده پر صنعت، ۱۰۳ میلیارده پر حمل و نقل، ۶۸ میلیارده پر پوځي برخې او ۴ میلیارده پر نورو برخو شوي. له دې سره د چین انساني مرستې یوازې ۱۵۵ میلیونه ډالره ګڼل شوي.

د چین او اسراییلو سوداګري
له ۱۹۹۲ څخه تر۲۰۱۷ پورې چین او اسراییلو د خپلې سوداګرۍ کچه له ۵۰ میلیونه ډالرو څخه ۱۳ میلیاردو ته رسولی.

له دې سره اسراییل په اسیا کې د چین ترټولو لوی او د نړۍ په کچه له اروپایي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو څخه وروسته درېیم لوی سوداګریز شریک دی.

له اسراییلو څخه د چین واردات په ۲۰۱۸ کې دوه میلیارده او اوه سوه او دوه اویا میلیونه ډالرو ته ورسیده.

دا بدلون د ۲۰۱۷ په پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

د فارن پالېسۍ تبصره
دا نړیواله رسنۍ باور لري، چې په وروستیو کې هم چین او هم روسیې د اسراییلو اطلاعاتي او استخباراتي سیستمونو ته د لار موندلې په وسیله غواړي چې د امریکا ځینې رازونه او مهم اسناد ترلاسه کړي.

د دې رسنۍ په باور د امریکا ترټولو دغه لوی نړیوال حریفان غواړي د اسراییلو په وسیله د امریکا مهم رازونه پیدا او سرخوږی ورته جوړ کړي.

ولې اوس افشا شوه؟
دا راپور په داسې وخت خپور شوی، چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه سفر امریکا متحده ایالاتو ته ورغلی.

له دې سره په هم مهاله وخت کې د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي مذاکرات او ناندرۍ هم روانې دي.

له دې نه لږ مخکې د اسراییلو د صدراعظم د مخکښ ټاکنیز سیال د ټلیفون هیک کیدو خبر ورکړل شو. د دې پېښې پړه پر ایران واچول شوه.
دغه وضعیت نه څو تعبیره کیدای شي:
ـ اسراییل د امریکا په اشاره داسې خبرې کوي څو د ایران او چین پر وړاندې حساسیتونه پیدا او امریکا پکې په اخلاقي لحاظ دوی ملامت کړي.

ـ اسراییلي صدراعظم د راتلونکو ننګونکو ټاکنو د ګټلو لپاره غواړي په داسې راپورونو له امریکا څخه په تازه سفر کې هېواد ته امتیازات یوسي او کریډیټ پرې واخلي.

نا ښودل شوي غبرګونونه
چین په دې اړه تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې دغه هېواد د امریکا لخوا هم تورن شوی و، چې د ځینو انلاین اسنادو د هیک کولو هڅې یې کړي دي.

چین هم پر امریکا ورته تورونه لګولي وو.

ایراني چارواکو د اسراییلي سیاستوال د ټلیفون هیک کولو په اړه رسماً څه نه و ویلي، خو په مطبوعاتو کې یې دا خبر په یو ډول خوښۍ سره خپور شوی و.

د ایران په اړه ویل شوي، چې په داخلي ناندریو کې ایسار حکومت یې له دې ریښتیا یا دروغ مسئلې څخه پخپله ګټه په کور دننه ښه سیاسي استفاده وکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي