سیاست

د افغان ـ پاکستان او چین درې اړخیزه ناسته ولې بې پایلې وه ؟

لیکنه: ياران

لیکنه: ارشاد رغاند

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه د تېرې چهارشنبې په ورځ د چین په دې ژمنه پای ته ورسېده، چې د افغانستان ـ پاکستان د اړیکو د رغولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکاروي .

دا ناسته، چې د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو په فضا کې ترسره شوه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي پکې د افغان پلاوي مشري کوله .

حکمت خلیل د دغه سفر پرمهال په درې اړخیزه غونډه کې پر ګډون سربېره د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه او د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره هم لیدلي .

د افغانستان حکومت هم ظاهراً له دې ناستې ناراضي ښکاري، ځکه خو یې پاکستان ته د خپل پلاوي د سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي .

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي برخې یوازې په څو خبرپاڼو کې له ناصر جنجوعه او عمران خان سره د حکمت خلیل کرزي د لیدنو معلومات خپاره کړي، چې په هغو کې یې هم پاکستان ته د خلیل کرزي د سفر یادونه نه ده کړې.

په وروستۍ درې اړخیزه ناسته کې تر ډېره پر اقتصادي همکاریو بحث شوی او افغان لوري له سیاسي مسئلو او اغېزو څخه د دې همکاریو په جلا ساتلو ټینګار کړی دی .

سره له دې، چې دا غونډه اقتصاد محوره تمثیل شوې، خو لیدل کیږي چې په دې برخه کې هم کومه مشخصه پایله نه ده رامنځته شوې .

په ټوله کې داسې ناستې څومره اړینې دي ؟
د دې ناستو اصلي موخې څه وي او افغان حکومت ترې د ښو پایلو لرلو لپاره څه باید وکړي ؟
په دې لنډه لیکنه کې به دې موضوعاتو ته ځغلنده کتنه وکړو :

ولې درې اړخیزې ناستې ؟
د ستونزو د هواري لپاره ورته ناستې د دیپلوماسۍ یوه قاعده او اړتیا ده . دیپلوماسي غوښتنه کوي، چې په هرحالت کې د مذاکرو دروازې باید خلاصې او د ستونزو د حل لپاره نهایي ممکنې هڅې وشي .

د افغانستان او پاکستان ناندریزې او د څو لسیزو اړیکې په څه باندې یوه لسیزه کې د بېلاـ بېلو درې اړخیزو ناستو شاهدې دي . د ښاغلي کرزي له واکمنۍ څخه تراوسه په ځلونو د امریکا متحده ایالاتو، برتانیې، ترکیې، چین، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو په منځګړتوب افغانستان له پاکستان سره ګڼې ورته مهالنۍ او پرله پسې کلنۍ ناستې کړي، چې اکثره یې د ولسمشرانو په کچه وې .

خو د پایلو له مخې تقریباً ټولې دغه ناستې چندان موثرې او محسوسې نه وې . حتا داسې هم ویل شوي، چې یو شمېر هېوادونو له دغو ناستو څخه خپلې شخصي موخې لرلې او غوښتل یې د خپلې ځواکمنتیا د نماېش او پر دواړو هېوادونو د خپلو یو لړ غوښتنو د منلو لپاره دا ناستې ترسره کړي .

په دې اړه د ښاغلي کرزي د ملي امنیت سلاکار ډاکټر سپنتا د خپلو خاطرو په کتاب کې د یو لړ ناستو یادونه کړې . سپنتا په مشخص ډول د برتانیې په منځګړتوب د درې اړخیزې ناستې په اړه ویلي، چې دومره نماېشي او له خوږې ګوتې رانیول و، چې حتا له مذاکراتو مخکې پر دواړو لوریو برتانوي چارواکو لا له وړاندې چمتو کړي پریکړه لیکونه منل غوښتل .

په هرحال، له ټولو بې پایلو هڅو سره ورته ناستې د دیپلوماسۍ د یوه دود په بڼه ردیدای نه شي او اړتیا ده چې له دې اصل څخه مخ وانه ړول شي .

مګر دا هم هېرول نه دي په کار، چې یوازې نمایشي ناستې دیپلوماتیک اصل نه دی . نه داسې ناستې ټولو خواوو ته بې پایلې او بې ګټې تمامیږي .

واقعیت دا دی، چې له هر ځل داسې ناستو څخه که هغه د مخکیني حکومت پر وخت وې او که د اوسني حکومت پر وخت دي، مقابل لوري هر یو له داسې ناستو څخه خپلې ممکنې موخې پوره کوي .

دا موخې که نورې هیڅ نه وي، کیدای شي چې موږ ته کاذبې او غولونکې وعدې راکړي، په دې ډول مو وغولوي او د اغفال پر وخت مو داسې لوبه وکړي، چې موږ یې قطعاً تصور نه وي کړی .

چین او ورته ناستې
چین چې د پاکستان ترټولو نیږدې سیاسي اواقتصادي ګاونډی او ملاتړی دی، له ورته ناستو څخه یې تراوسه موخه ډېره دا ښکاره شوې، چې له خپل نړیوال رقیب امریکا سره د ورته ناستو په تنظیمولو کې خپل قوت وازمایي .

په دې مانا، چې چین غواړي د داسې ناستو له بللو سره نړۍ ته پر افغانستان او پاکستان دواړو هم خپل نفوذ وښيي او هم دواړو هېوادونو ته ظاهراً خپل حسن نیت تمثیل کړي .

سمه ده، چې چین به په دې اړه اخلاص هم ولري، خو اخلاص لرل او ستراتیژیکې موخې په سیاست کې جلا مسایل دي . په دې مسایلو کې عاطفه، د وړیا مرستې تمه او نور عقلاني کار نه ګڼل کیږي .

له دې کبله له ورته ناستو څخه افغانستان تراوسه هغومره خیر کله هم نه دی لیدلی، د څومره تمې خوشباوري او تمه یې چې لرلې او په هغه ډاډ یې خپل پلانونه او سیاستونه یو ځل بدل کړي دي .

اوس داسې ښکاري، چې افغان حکومت له بیا، بیا تجربو څخه وروسته په دې موضوع پوهیدلی وي، ځکه خو داسې ناستو ته د پخوا هومره ډېره تمه نه ښيي .

د افغان حکومت لخوا په کابل کې د کابل پروسې په نوم د سولې په اړه ناسته او ورته نورې هڅې په دیپلوماسۍ کې د نسبي هوښیارۍ نښې دي، خو د ټولو مسولیتونو د ترسره کیدو ډاډ نه شي څرګندولی .

افغان حکومت یا یې د رهبرۍ یوه برخه که د پاکستان په غولونو پوهیدلي هم وي، ترهغې ورسره لوبه په بریالۍ توګه نه شي کولای څو چې په افغانستان کې د پاکستان لږ ترلږه معلوم الحاله نفوذي ډلې کنټرول او د ملي مسوولیتونو تابع نه کړي .

د دې ترڅنګ د افغانستان د بهرني سیاست د دستګاه ظرفیت لوړونه یوه بله ترټولو لویه اړتیا ده، چې د ډکولو هڅې یې چندانې خوښونکې نه دي .
افغان حکومت که لږ ترلږه په دیپلوماسۍ کې د پاکستان د ملامتولو او ځان پیاوړي كولو نیت هم ولري، د بهرني سیاست د دستګاه اصلاحاتو او ظرفیت لوړونې ته دې د جدي مسولیت په سترګه وګوري .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران