ژوند بڼه کورنی ژوند

د اولاد روزني پر سر د مېرمن او خاوند اختلاف؛ او د مخنیوي لاري چاري يې!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

کله چي دوه کسان یو له بل سره واده کوي، هیڅکله په ټولو مواردو کي یو له بل سره یوشان او همنظره نه وي. له جنیټیکي تفاوته نیولې بیا تر متفاوتو کورنیو پوري – ټول د یوې جوړې په مېنځ کي د اختلاف پیداکېدو له لاملونو څخه شمېرل کېږي. خو دا د الله تعالی حکمت دئ چي سره له دومره سترو توپيرونو و تفاوتونو دا جوړې د زغم او قبلوني تر داسي بریده رسېږي چي یو د بل په نکاح کولو تصمیم نيسي. دا نو تر هغه وخته چي لا جوړې په خپلو کي دوه نفريزي یعني یوازي خاوند او مېرمن وي. خو کله چي په یوې دوه نفریزي کورنۍ کي یو درېیمګړی ور اضافه کېږي، او هغه هم داسي یو درېیمګړی چي د روزني او پرورښت وظیفه ئې هم زما و ستا پر غاړه وي، نو دلته کیسه کاملاً تغییر خوري. له دې وخته اختلافات ځان راښکاره کوي.

  • – څنګه او په کوم باور و عقیده ئې و روزو؛
  • – محدود ئې کړو کې آزاد پرېږدو؛
  • – موږ ئې هر وخت پاک او سُتره وساتو او که ددې چل ور وښيو چي همېشه خپله ځان پاک وساتي؛
  • – پر ځمکه د را لوېدو سره سم ئې په غېږ کي ونیسو او که له ځمکي د بیرته ولاړېدو چل ور وښيو؛
  • – او…

دا او دې ته ورته موضوعات او بیا ورباندي تصمیم نیول نو ځیني وختونه خورا انرژي و طاقت سلبوونکي وي او نور به نو ستاسي ګډ ژوند له داسي بې پایانه موضوعاتو ډک وي. بلخوا، شاید تاسي به حیران پاته سئ که ووایم چي ستاسي د اولادونو په پرورښت او تربیه کي خورا مهم ټکی ستاسي تر واده کولو دمخه وخت ته ور ګرځي. رښتيا خو دا دي چي له هماغه پیله له يوه داسي چا سره واده وکړئ چي د فرهنګ، عقیدې، ایډیالوژۍ او سلیقې له مخي ستاسي همفکره وي. له دې ماسېوا به نه یوازي د اولاد روزني، بلکي د ژوند په زیاتو برخو کي له مشکل سره مخامخ سئ. خو که بیا هم، یو له بل سره همنظره، همفکره او مشابه نه ياست او متنوع تربیت مو خوښېږي، نو لږترلږه په دې اړه د اولادونو په مخ کي مه ږغېږئ او بله دا چي تاسي کولای سئ چي توافق او تفاهم سره و رسېږئ – پښتو متل دئ چي وايي:” واده د خیاط په پیته نه اندازه کېږي “، مطلب دا چي هیڅکله یوه جوړ سل په سلو کي همفکره او همنظره نه وي، نو تفاوتونه طبیعي دي خو په ګډ ژوند کي توافق او تفاهم دوې هغه وسیلې دي چي د ګډ ژوند آساس ورباندي رغېږي. د اولادونو په حضور کي ځکه پر خپلو تفاوتونو جروبحث مه کوئ، چي هغوی که په هر سِن او عمر کي وي، ستاسي له اختلافاتو د خپلو کارونو د ترسره کېدا له پاره ګټه اخلي او ستاسي دواړو تر روزني لاندي خپلي اوږې خالي کوې. که له تاسي دواړو یو هم مقابل طرف نه خوښوئ، د یادي برخي د یوه متخصص ارواپوه ډاکټر سره لیدنه وکړئ او د خپل شخصي نظر پر ځای علمي او تخصصي نظر ومنئ.

همدارنګه په موږ کي یو بل بد دود دا هم دئ چي ځیني جوړې د ژوند د ملګري په مقابل کي د اولادونو سره ائیتلاف جوړوي. دوئ ته باید ووایم چي د دوئ دا کار څومره بد او د دوئ د ګډ ژوند په زیان دئ. دا ډول جوړې په لاشعوري ډول خپل اولادونه ګُستاخ او له کنټروله وتلي جوړوي او د سوء استفادې له پاره زمینه ورته مساعدوي.

د اولادونو د تربیت پر سر د مېرمن و خاوند د لا ښه همږغي کېدو له پار حللاري

  • د اولاد تربیه او ګټه ئې له نورو مواردو جلا کړئ:

معمولاً په لومړي قدم کي باید والدین سره همږغي اوسي. ډېر کله سرزوري او سرټمبګي یا عصبانيت چي د نورو موضوعاګانو پر سر د والدینو په منځ کي راپورته سوی وي، اولاد روزنه هم اغېزمنوي. مثلاً کې د ژوند په ملګري وس ونه رسېږي، بیا نو اولاد د هغوی په وړاندي روزي. ځکه زه وایم چي لومړی والدین باید له نورو موضوعګانو څخه ور پاته خښم او غسه ختمه او د اولاد روزني څخه ئې جلا کړي.

  • خپله توقع څرګنده کړئ:

په دوهم قدم کي باید وکتل سي چي والدین اصلاً د اولاد روزني څخه کوم توقعات لري. یوه سپينه ورقه دي را واخیستل سي او هر یو دي ورباندي خپل توقعات و تمنیات ولري چي د خپل اولاد د روزني څخه ئې لري. د یادو لیستونو تر لیکلو وروسته وګورئ چي څومره مو عیني او واقعي لیکلي دي. په غټو تورو نوشته کول مرستندوی نه وي. مثلاً یو طرف وايي: غواړم اولاد مي منظم اوسي. بل وايي غواړم زوی مي آدب ناک اوسي. اه ښه، اوس نو له دې او دې ته ورته جملو څخه څوک څنګه معنا واخلي. دا ځکه چي نظم او آدب هر یو ئې بېل بېل تعریفونه او ځانګړتیاوي لري او په اړه ئې د افرادو نظرونه متفاوت وي. دقیق ولیکئ چي غواړئ اولاد مو څنګه کار وکړي.

  • خپل لیست مو بیاځلي په عینی و جزئي ډول ولیکئ:

مثلاً زوی چي مي کتاب ووايي باید بیرته ئې پر خپل مېز یا کتابتون کي کښېږدي. د لوبو سامان تر کارولو ورسته باید تر تختواب لاندي کښېږدي. د نیکه یا انا خوني ته په ورتلو سره باید سلام واچوي. که مېلمستيا ته ځو، د نورو د چمتو کېدو سره سم، دی هم باید چمتو اوسي.

  • همېشه دي مور نه تېرېږي یا دي پلار نه کوچنی کېږي:

دا سيي نه ده چي همېشه دي مور له خپلي مفکورې اوړي یا دي پلار کوچنی کېږي، له استدلال ویلو ډډه وکړئ. استدلال ویل حالات له بده بدتر کوي، مثلاً کله چي ویل کېږي، مور خو نو ټوله وخت په کور کي وي، ځکه نو د اولاد روزني حق ورباندي زیات دئ. یا دا چي یوازي پلار د اولاد مسئول دئ. نه، داسي نه ده – د اولاد روزني مسئولیت ګډ دئ او باید کوښښ وکړل سي چي یو او بل درک کړئ. اوس نو د خپل ژوند له شریکه/شریکي هم وغواړئ چي ورته يو لیست تیار کړي. بیا پر یوه ګډ او مشترک لیست توافق وکړئ. دواړه لیستونه سره پرتله کړئ. مشترکو مواردو ته د صحیح نخښي کښېږدئ؛ یعني هغه اصول او قوانین چي دواړه ورباندي توافق لرئ. وروسته هغه موارد راواخلئ چي پکښي اختلاف لرئ. عادلانه و منصفانه پرکړه وکړئ چي کوم یو باید انتخاب کړل سي.

  • دواړه په مساوي اندازه مسئول یاست:

یو مهمه خبره دا ده، چي والدین د اولاد روزني په برخه کي مساوي اندازه مسئولیت او حق لري. پلار هم پر اولاد هغومره حق لري، څومره چې مور ورباندي لري. سمه ده چي دا حق لرل به په څرنګوالي کي توپیر سره لري. که داسي نظر و فکر ولرئ، نو و به کولای سئ چي د ژوند ملګری/ملګرې چي هرڅومره د نظر اختلاف هم ورسره ولرئ، ستاسي د حق په اندازه هغه هم حق لري چي قبول/قبوله ئې کړئ.

  • په ځینو مواردو کي یوه منځلارې حللاره غوره کړئ

په دې مواردو کي، کوشش وکړئ چي یوې منځلاري حللاري ته ورسېږئ. مثلاً مور دي خپلو اولادو ته د هغوی د خوني دباندي هم د لوبو کولو اجازه ورکړي. او پلار دي هم دا قبوله کړي چي د خوب دمخه یا کله چي مېلمانه ولري، له اولادونو وغواړي چي د لوبو سامان خپل اطاق ته یوسي. نه دي مور ډېره سختګیره کېږي او نه دي هم پلار تر ټولو محدودیتونو ور تېرېږي.

  • که منځلارې حللاره نه وه، بیا؟

که منځلارې حللاره نه وه: یو شمېر موارد داسي وي چي منځلارې حللاره نه لري. نو بیا څه او څنګه وسي؟ جواب دا دئ چي: باید یو له طرفینو تېر سي. د هغو ګټو په خاطر چي د والدینو هماهنګي ئې د اولادونو، د هغوی د تربیت او همدارنګه له والدینو سره د هغوی د اړیکو له پاره لري، په هر داسي یوه مورد کي چي هلته منځلارې یا منځګړې حللاره نه وي، یو له والدینو څخه باید د بل نظر ومني.

  • تعادل او انصاف مه هېروئ:

کوښښ وکړئ چي له حالاتو دواړه خوښ او راضي اوسئ، کنه بې فایدې او بې ګټي به وي. حتمي نه ده چي همېشه به مور تر خپلي مفکورې تېرېږي یا دي پلار ځان کښته راولي، له داسي استدلاله چي حالات له بده بدتر کړي، ډډه وکړئ. مثلاً لکه چي وايي: مور ډېر وخت په کور کي وي، نو د اولاد روزني حق ورباندي زیات دئ، یا دا چي وايي: پلار د اولادونو مسئول دئ. نه، خپل دلایل داسي څرګند کړئ چي مقابل طرف وکولای سي خپله ځان تېر کړي او ستاسي دلیل ومني. خو په ځینو مواردو کي فقط تېر سئ او بس.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي