ټولنیز ژوند کورنی ژوند

د ماشومانو لپاره د کور د کارونو ارزښت

د ګټې حس په ټولو انسانانو کې ډېر پیاوړی وي، هغه که ماشوم وي او یا هم لوی.

په ماشومانو کې له ۱۸ میاشتو وروسته دغه حس را ژوندی کېږي او غواړي چې له خپل مور او پلار سره په کارونو کې مرسته وکړي. دوی په دې برخه کې ډېر پلټونکي وي، د دوی د کار ارزښت په دې وخت کې ډېر پورته وي.

د مور او پلار لپاره لازمه ده چې په دې برخه کې د هغوی په روزلو کې مرسته وکړي او هغوی ته لارښوونه وکړي.

د ماشومانو د روزنې کتاب لیکونکی “پروفیسور راجر ډبلیو مکنتایر” په دې اند دی، چې ماشوم باید په کور کې ځینې مسوولیتونه ولري، چې له لاندنیو لارو څخه په ګټې اخیستنې کولای شی، هغه خپل مسوولیت ته متوجه کړي او تر څنګ یې ورسره مرسته او لارښوونه هم وکړی.

هېڅکله پر ماشوم فشار مه راوړئ چې کار دې په سم او اساسي ډول بې له کومې تېروتنې ترسره کړي.

له ماشوم څخه دا تمه مه کوئ چې ټول کارونه دې په سم ډول ترسره کړي، هڅه وکړئ چې د ماشوم په کار کې په مستقیم ډول ځان دخیل نه کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.