ټولنیز ژوند کورنی ژوند

د ماشومانو ژوند بدلون ورکوونکي کارونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د ماشومانو ژوند، د والدینو د ژوند تر ټولو مهمه برخه ده، هغه والدین، چې په خپله د ښو رازونو په زده کړې سره او یا احتمالاً په خپلو بدو تګلارو سره، د خپلو ماشومانو ژوند او راتلونکې جوړوي، نو باید په دې اړه په ډېر څه باندې پوه شئ.

په دې پرمختللې نړۍ کې، والدین د تېر په پرتله، ډېرې زیاتې بوختیاوې لري، مالي ستونزې، د کار سختۍ، درانه مسؤلیتونه او نورو فکتورونه، چې د ماشومانو د لویولو په لاره کې ستر خنډ ګڼل کېږي.

ډېری والدین هڅه کوي، چې له خپلو ماشومانو سره ځانونه ستر کړي، په حقیقت کې والدین د وخت په تېرېدو سره بدلون کوي، خو د ماشومانو لپاره ارزښتونه باید په خپل حال پاتې شي، ماشومانو د صبر، خاکسارۍ، خوش بینۍ، مهربانۍ، زړه خوږي او بښلو په زده کړې سره، په نړۍ کې څومره بدلون راوستی دی. مهمه نه ده، چې د ماشومانو لپاره، څومره وخت په پام کې نیسئ، بلکې مهمه داده، چې هغوی په ارزښتونو باندې پوه کړئ، چې په ټولنه کې خوشاله او سالم افراد واوسي. دلته په هغو جملو باندې رڼا اچوو، چې د ماشوم ژوند ته بدلون ورکوي.

۱ ـــ تل بښل وکړئ
نن ورځ خلک داسې فکر کوي، چې وسایل خوشالي راوړي، خو داسې نه ده. خپلو ماشومانو ته دا ور زده کړئ، چې بښل له اخیستلو څخه ډېر مهم دي، ځکه د یو فرد د خندا لیدل، د انسان لپاره تر ټولو ستره ډالۍ ده.

۲ ـــ په ژوند کې کوچني څیزونه وستایئ
حتا کوچني څیزونه هم د ماشومانو لپاره خوندور دي، د بېلګې په توګه: په ځنګله او کلي کې د یو پتنګ الوتنه او داسې نور… خپل ماشوم ته دا ورزده کړئ، چې د ځوانۍ لپاره کوم څیزونه مهم دي، چې د ژوند د دوام لپاره یې په یاد ولري، هغوی نباید له ناسمو مسایلو څخه متابعت وکړي.

۳ ـــ د خوشالۍ احساس تل پاتې نه دی
ډېری خلک له خپل ژوند څخه خوشاله دي او فکر کوي، چې له دې څخه د ښه او غوره ژوند وړتیا نه لري، که چېرې روح مو واقعاً د خوشالۍ احساس نه لري، نو کولای شئ، چې غوره واوسئ. په ژوند کې د خوشالۍ احساس اوږد وخت ته اړتیا لري، خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ، چې په داسې څیز پسې لاړ شي، چې خوښېږي یې او هېڅکله تسلیم نه شي، ترڅو په ژوند کې د خوشالۍ او بشپړتیا ( تکامل ) احساس پیدا کړي.

۴ ـــ مهرباني تر ټولو غوره ډالۍ ده
مهرباني لګښت نه لري او تر ټولو غوره ډالۍ ده، چې کوم چاته یې ورکوئ. خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ، چې له هر شي سره مینه ولري او کوم څیز رد نه کړي، ساده او آسانه ژوند وکړي.

۵ ـــ په مهربانۍ سره چلند وکړئ، حتا که چېرې ورسره موافق نه یاست
خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ، که چېرې له ځینو کسانو سره ستونزه هم لرئ، خو پرې مهربانه واوسئ.

۶ ـــ تل د خپل زړه غږ واورئ
دا نړۍ تاسو بېلابېلو لارو ته را کاږي او په دننه کې مو شخړه او جګړه رامنځته کېږي. خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ، چې له ځانه بهر سمې لارې وڅاري او په خپل دننه کې یې ولټوي.

۷ ـــ اجازه مه ورکوئ، چې نور کسان مو مختل کړي
ماشومانو ته ورزده کړئ، چې د نورو په پرتله خپل نظر یې مهم دی او د خپلو احساساتو او عواطفو مسؤول واوسي او اجازه ور نه کړي، چې نور کسان پرې اغېز وکړي.

۸ ـــ د کوم څه په اړه، چې فکر کوئ، را منځته به شي
د هر څه په اړه، چې فکر کوئ، نو له هماغه سره به مخامخ شئ. خپلو ماشومانو ته ورزده کړئ، چې خوشبین واوسي او ګیلاس نیم ډک وویني.

۹ ـــ له تېروتنو مه وېرېږئ
دا جمله ډېره مهمه ده، چې خپلو ماشومانو ته یې مخکې له لویوالي څخه ورزده کړئ او دا چې تېروتنه کول، د انسان د ژوند یوه برخه ده.

۱۰ ـــ له خپل شاوخوا چاپېریال سره د خپل کور په څېر چلند وکړئ
له خپل شاوخوا چاپېریال سره، په ډېر ادب او مهربانۍ چلند وکړئ او د خپل کور په څېر یې پاک وساتئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل