ژوند او ژواک

ماشومان ولې بې جراته وي؟

 

لیک: نجیب الله خان

تاسو!
هو همدا تاسو په یاد کړئ چې کله چې ماشومان وئ، والدينو درسره څه ډول چلند کوو؟

فکر وکړئ، لږ لږ به دریاد شي.

له تاسو څخه زياتره به له والدينو دومره خوښ نه وئ او زياتره به زر ډوله دليلونه وړاندې کوئ چې هغسې وو او دغسې وو.

تاسو پوهېږئ چې د زياتره ماشومانو پلارونه غوصه ناک او مغروره کسان وي، يوازې ځان ته د هرې پریکړې او هر څه حق ورکوي، کله چې ماشومان د يوې موضوع په اړه خپل نظر بیانوي دوی یې رټي او ورته وايې چې تاسو ماشومان یاست او پرې چیغې هم وهي.

د ماشومانو د شان رټل ماشومان بې جرآته کوي او په راتلونکي کې یو ډارن او بې خولې کس ترې جوړيږي. که غواړئ چې ماشومان مو په راتلونکي کې با جراته اوسي او د حق په غوښتلو کې له چا څخه ډار ونه کړي نو تاسو باید د خپلو ماشومانو خبرو ته غوږ ونيسئ او په هرڅه کې د هغوی نظر او خبرې ته احترام ولرئ خير دی که د هغه خبرې او نظر هيڅ د منلو وړ نه وي خو بیا هم هغه ته غوږ نیسئ چې پدې کار هغه د خوښۍ احساس کوي او ځان ورته تر نورو کم نه ښکاري.

که له ماشومانو سره مو داسې چلن وکړئ نو هغوی ځان د کورنۍ تر ټولو مهم شخص ګڼي او نورې ګټې هم ورته لري چې ماشوم د هرې موضوع پـه هکله فکر کولو ته هڅوي ..

او بله مهمه خبره دا ده چې هغوى خبرې په داسې ډول مه ردوئ چې هغوی د زړه ماتي احساس وکړي بلکې د دلايلو له مخې هغه ته قناعت ورکړئ چې ستاسو خبره او مفکوره په دې دلايلو ناسمه او ښه نده.
نه داسې چې تاسو پرې چيغې وهئ او دا ډول الفاظ ورته کاروئ لکه

— چې ورک شه!
—ته خپله پزه پاک کولی نه شې!
—ته لا ماشوم یې
—ډېر سپین سترګې یې …
—ټنبله!

په اففانستان کې دا تر ټولو بد عادت شتون لري چې کله په کوم مجلس یا ناسته کې لویان خبرې کوي نو کشران ځانته د خبرو حق نه شي ورکولای.

او که بيا کشرانو کومه خبره وکړه نو ورته وايې چې —ډېرې سپینې سترګې دې دي، له مشرانو ته ښه پوهېږې؟

دا ډول خبرې ماشومانو او کشرانو ته خورا ډېر زيانونه لري له دوی بې خولې، بې جراته او ډارن کس جوړوي او په راتلونکي کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي په ځان بې باوره کېږي له خپله حقه دفاع نه شي کولای او تل د خفګان سره مخ وي.
د ماشومانو د بې جراته کیدو بل لامل پر هغه ملنډې وهل دي په زياتره ماشومانو باندې په ښوونځي، کور مجلس او ورته ځایونو کې ملنډې وهل کېږي.

د هغه عيبونه ورته د پيغور په ډول بیانوي چې دا ډول ملنډې وهل ماشومان یوازیتوب ته هڅوي او له ټولنې یې کرکه کېږي، خبرې ډيرې نه کوي، له خلکو سره یې ناسته ولاړه نه خوښيږي.

ډیر یوازیتوب ماشومانو ته دې بې جراتۍ ترڅنګ خورا نور زيانونه هم لري.
دریم لامل چې د ماشومانو د بې جراتۍ کېږي هغه د ماشومانو بې ځایه رټل دي.
زياتره پلارونه په ډیرو واړو کارونو ماشومان دومره سخت رټي چې بیا ښه کار کولو ته هم زړه نه ښه کوي.

او داسې ویره یې په ذهن کې ور اچوي چې هغه بیا په هر څه کې زړه نازړه کېږي او د ښو کارونو د کولو څخه هم ډډه کوي.
د ماشومانو د بې جراته کولو بل لامل د ماشومانو په کور کې ساتل دي هغه ماشومان چې بهر ته ډیر تللي نه وي؛ جرات یې خورا کم وي.

که غواړئ ماشومان مو با جراته شي نو تاسو باندې لازمه ده چې خپل ماشومان ښار او نورو ګڼ میشتو سیمو ته بوځئ او د هغه ځایونو د خلکو په لیدلو او د هغوی سره په خبرو کولو د هغوی جرات کې خورا ښه بدلون راځي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */