ټولنیز ژوند کورنی ژوند

د ماشومانو د غوره روزنې لپاره ۴۰ لنډې خبرې

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ ډالۍ لومړی خپلې لور ته ورکړئ.
۲ ـــ له خپل ماشوم سره ماشومانه لوبې وکړئ.
۳ ـــ خپل ماشوم ته په سلام کولو سره، هغه ته شخصیت ورکړئ.
۴ ـــ خپلو ماشومانو ته شخصیت ورکړئ.
۵ ـــ خپل ماشوم ښکل کړئ، نو د هر ښکلولو لپاره، په جنت کې یوه درجه ده.
۶ ـــ په ماشوم باندې د هغه په ماشومانه کارونو کې ملنډې مه وهئ او کارونه یې احمقانه مه ګڼئ.
۷ ـــ په ماشوم باندې ډېر امرونه مه کوئ او دغه راز ډېره مخه یې مه نیسئ او پټکې مه پرې کوئ، ترڅو جرات پیدا کړئ او په ستروالي کې خبره نه منونکی او نافرمانه شي او هره حیواني او شیطاني بلنه ونه مني.
۸ ـــ ماشومان د ژړا لپاره یې مه وهئ، ځکه تر یوې مودې پورې ژړا د الله (ج) په وحدانیت او د حضرت نبي کریم (ص) په رسالت باندې شهادت او د والدینو لپاره دعا ده.
۹ ـــ خپلې ژمنې ته ژمن پاتې شئ.
۱۰ ـــ په ماشومانو کې له لمانځه سره مینه او لېوالتیا رامنځته کړئ.
۱۱ ـــ د ماشومانو چاپړوسه کول، له هغوی څخه کمزوري او بې ارادې موجودات جوړوي.
۱۲ ـــ ماشوم مه رټئ.
۱۳ ـــ د خپلو ماشومانو لپاره دعا وکړئ.
۱۴ ـــ خپلې خبرې په ډېره نرمه لهجه وکړئ، ترڅو د والدینو او ماشومانو ترمنځ خنډ واقع نه شي.
۱۵ ـــ که چېرې په کور کې ماشوم ته درنښت وشي، نو ډېر کم به د مور او پلار له امرونو څخه سرغړونه وکړي. ماشوم ته درنښت کول او له هغه سره په ښه او نرمه لهجه خبرې کول، په ماشوم کې د شخصیت د رامنځته کېدو، یو له بنسټیزو لاملونو څخه دی.
۱۶ ـــ ښه روزونکی هغه څوک دی، چې د ماشوم غوښتنې د سمو لارو په مرسته تعدیل کړي.
۱۷ ـــ په ماشومانو کې ایمان پیاوړی کړئ.
۱۸ ـــ له ماشومانو سره، له بد او ناوړه چلند څخه ډډه وکړئ.
۱۹ ـــ ماشوم رښتیا ویونکی وروزئ.
۲۰ ـــ په کور کې داسې چلند وکړئ، چې ماشومان په رښتیا ویلو باندې عادت شي.
۲۱ ـــ ناز ورکول، د ماشوم یو له اروایي خوړ څخه دی، باید له هغه څخه په کافي اندازه تغذیه شي.
۲۲ ـــ د ګناه بد والی او له ګناه څخه د خلکو کرکه، ماشوم ته ورزده کړئ.
۲۳ ـــ د ماشومانو خوب ځای باید له شپږ کلنۍ مخکې له یو بل څخه جلا شي.
۲۴ ـــ نصیحتونه هغه مهال اغېزه کوي، چې والدین یې په خپله په ځان باندې عملي کړي.
دې ته مو پام وي، چې ماشومان هغه ډول نه کېږي، چې موږ یې غواړو، بلکې هغه ډول کېږي، چې موږ یوو.
۲۵ ـــ د کور او له کور څخه بهر د نظم ترمنځ توپیر ومنئ او اجازه ورکړئ، چې په کور کې په آزاده توګه لوبې وکړي.
۲۶ ـــ د ماشومانو د تمې خلاف چلندونه، تر یوه بریده وزغمئ.
۲۷ ـــ په خپلو خبرو کې هغه ته د بل چا یادونه مه کوئ او له بل ماشوم سره یې مه پرتله کوئ.
۲۸ ـــ د کیسه لوستنې له لارې ماشوم ته ډېر ښه مفاهیم ور ولېږدوئ. ښې کیسې ورته وکړئ او له رسنیو څخه یې لرې وساتئ.
۲۹ ـــ په کوچنیوالي کې د ماشوم شیطانت، په ستروالي کې د هغه د پوهې او هوښیارۍ ښکارندویي کوي، نو د مهربانۍ له مخې مه یې ځپئ.
۳۰ ـــ ماشومان په ۷ کلنۍ کې لمانځه ته را وبلئ، ځکه چې لمونځ په ماشومانو کې د زړه او اروایي آرامتیا تل پاتې کوي.
۳۱ ـــ خپلو ماشومانو ته قرآن ورزده کړئ، ځکه چې قرآن ته کتل او د هغه تلاوت کول، د ماشومانو پوهه او ځیرکتیا زیاتوي او ذهن یې ښه کوي.
۳۲ ـــ په درواغ ویلو باندې د ماشومانو له تورنولو څخه ډډه وکړئ.
۳۳ ـــ د ماشومانو په وړاندې هېڅکله له یو بل سره شخړه او لانجه مه کوئ.
۳۴ ـــ ماشومان تل له مرګ څخه په وېره کې دي، په ځانګړې توګه د والدینو له مرګ څخه. تل دا مه وایئ، چې خدای (ج) دې ماته مرګ راکړي او له خپل مرګ څخه ماشومان مه وېروئ.
۳۵ ـــ د خپلو ماشومانو استعدادونه پیدا او وې غوړوئ.
۳۶ ـــ مه له مادي پلوه بې پامه کېږئ او مه هم ماشومان خوشاله کوئ، ځکه دواړه خطرناک دي.
۳۷ ـــ د ماشوم د هیلې یوازینی ټکی او د خوشالۍ بنسټ د مور او پلار مینه ده، نو له دې امله په ژور خپګان یې مه اخته کوئ او خپله مینه ورڅخه مه سپموئ.
۳۸ ـــ د ماشوم بشپړتیا ( تکامل ) ته په پام سره هغه ته آزادي ورکړئ او هغه په خپل اختیار پرېږدئ.
۳۹ ـــ د ماشوم روزنه او په اړینو موضوعاتو باندې د هغه پوهول، د مور او پلار دنده ده.
۴۰ ـــ کله چې له خپل ماشوم سره لوبې کوئ، نو هڅه وکړئ، چې ځان بایلونکی ثابت کړئ، ترڅو په ځان باندې یې باور زیات شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل