ژوند بڼه کورنی ژوند

له ماشومانو سره د اړیکې څرنګوالی

ژباړه: عطا محمد میاخېل

له نورو سره د اړیکې رامنځته کول، یوه له هغو موضوع ګانو څخه ده، چې ماشوم د وخت په تېرېدو او له چاپېریال سره د اړیکې له پیدا کولو څخه وروسته یې تجربه کوي، خو دا اړیکه د ماشوم لپاره هغه وخت ښه او ګټوره ده، چې ماشوم لومړی له تاسو او د کورنۍ له نورو غړو سره کلکه اړیکه ټینګه کړې وي. کله چې ماشوم وپوهېږي، چې تاسو خپله مینه او مهربانې ترې نه سپموئ او له قید و شرط پرته د هر ګواښ، تهدید او خطر په وړاندې ترې ملاتړ کوئ، نو له نورو سره ښه اړیکه ټینګوي او په دې ترتیب له ټولنې سره د اړیکې د  را منځته کولو لپاره چمتو کېږي.

ډېری ماشومان د نورو د غبرګون په وړاندې حساس دي او ډېری هغه چلندونه، چې غوره کوي یې، نو ستاسو له چلند سره ورته والی لري. که تاسو له خپلو او خپلوانو سره مینه ولرئ، نو په ډېر احتمال سره ماشوم هم له هغوی سره مینه څرګندوي او په همدې ترتیب که تاسو له هغوی څخه کرکه ولرئ، نو ماشوم به هم له هغوی سره مینه ونه لري.

معمولاً نیا او نیکه ستاسو د ماشوم په ژوند کې یو ځانګړی ځای لري، هغوی په خپلو لمسیانو باندې ویاړي او له دې مسئلې څخه نورو ته یادونه کوي او په خپلو لمسیانو باندې ډېر زیات مهربان دي. هغوی له دې ښېګڼې څخه برخمن دي، چې کولای شي خپله تجربه له خپلو اولادونو سره تکرار کړي.

نیکه او نیا د خپلو لمسیانو لپاره ډېر کارونه ترسره کوي او معمولاً د خپلو لمسیانو په چاپړوسه کېدو او په هره چاره کې د هغوی په حقه کېدو باندې تورن کېږي او له خپل دې کار څخه خوند اخلي. هغوی له خپلو لمسیانو سره په دې اړیکه کې هر څه د ځان لپاره غواړي او فکر کوي، چې حق لري، هرڅنګه چې کېږي، د لمسیانو غوښتنې یې باید پوره شي.

هغوی د خپلو لمسیانو د غوښتنو د پوره کېدو پرمهال د هغوی له خوشاله څېرو سره مینه لري او په لیدو یې ډېر زیات خوشاله کېږي، دغه راز ماشوم په دې اړیکه کې د ځینو توپیرونو په شتون باندې پوهېږي، چې په درک کې یې د عمر د بېلابېلو مسایلو په نسبت اغېز ښندونکي دي. د بېلګې په توګه: کله چې ستاسو ماشوم ویني، چې نیکه  نه شي کولای په آسانۍ سره په خپلو پښو باندې په لاره روان شي او له هغه سره لوبې وکړي، نو حیرانېږي او د دې صحنې په لیدو سره، ستاسو ماشوم د ځوانو او زړو کسانو ترمنځ په توپیر باندې پوهېږي او دغه راز په هغو مسایلو باندې پوهېږي، چې د زړښت له امله رامنځته کېږي. د ماشوم لپاره ډېره مهمه ده، چې دا درسونه زده کړي، خو له بده مرغه په ځینو فرهنګونو کې ماشومان یو د بل ترڅنګ ساتي او له بوډاګانو څخه یې جلا کوي او د دې سیاست پایله یوازې د ماشومانو بې احساسه کېدلو او د بوډاګانو له نه پېژندلو څخه بل څه نه ده.

د نیا او نیکه لیدنه ماشومانو ته هیجان ورکوي او په ټولیزه توګه د نیا او نیکه لپاره د خپلو هغو لمسیانو له لیدلو څخه بل هېڅ څیز غوره نه دی، کوم چې له دوی سره مینه او لېوالتیا لري.

په وخت سره د والدینو لیدنه او د هغوی لپاره د وخت ځانګړي کول، چې وکولای شي، له خپلو لمسیانو سره واوسي، هم به مو خپل ماشومان د هغوی د شتون له نعمت څخه برخمن کړي وي او هم به مو هغوی ته د مینې او خوشالۍ فرصت ور بښلی وي.

کورنۍ یوازې اولادونه او والدین نه ده، په کورنۍ کې د پخواني نسل حضور کولای شي فضا یې لاپسې په زړه پورې او ګټوره کړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل